۸صبح، نورستان: له سویلي کوریا څخه راغلي سیلانیان تېره ورځ د نورستان مرکز پارون ته رسېدلي دي.
د دغه ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سویلي کوریا د ساینس پوهنې څېړونکی ډاکټرهیونج جووکیم او ورسره ملګري یې نورستان ته د سیاحت لپاره راغلي دي.
د نورستان لپاره د طالبانو والي حافظ محمدآغا حکیم وایي، چې نورستان د سیمې په کچه د سیاحت لپاره غوره او خوندي سیمه ده او هر څوک په ډاډه زړه نورستان ته تګ راتګ کولای شي.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې داسې ولایت دی کې شنې درې او طبیعي منظرې یې د سیلانیانو د پام وړ دي.
د تېر حکومت په وروستیو کلونو کې نورستان ملي پارک او د وحشي ژویو ساتنځای اعلان شو.