طالبان له مسلمانو بنسټپالو چې په ټوله نړۍ په تېره بیا سویلي اسیا کې د روزنیزو دورو لپاره په افغانستان کې راټولېږي، الهام اخلي او د ایډیولوژیک، پلان جوړونې، ملاتړ او تخصص له پلوه ورسره مرسته کوي.
اتول سینګ او تابش فروغ
اوس چې د اوکراین موضوع د ټولو خبرونو په سر کې ده، افغانستان څنډې ته شوی. دا پېښه تر دې مخکې هم شوې وه. وروسته له دې چې مجاهدینو، د شوروي پوځ ته ماته ورکړه، امریکا افغانستان هېر کړ، ډېرې پېښې وشوې، ۱۹۸۹ کال کې د برلین دېوال ونړېد او ۱۹۹۱ کال کې شوروي جمهوریتونه وپاشل شول. واشنګټن زرګونه اټومي بمونو ته اندېښمن و، چې کېدای شوای د «تورې بورې» په سمڅو کې له منځه ولاړ شي.
په تېرو وختونو کې ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې بې پامي عاقلانه کار نه دی. دغه موضوع به امریکا ته ډېر انساني او مالي لګښتونه ولري. طالبان ۱۹۹۰ کال کې په پاکستان کې رامنځته شول. او [هغوی] افغانستان کې واکمن شول او یو زورواکه رژیم یې رامنځته کړ. ښځې یې تر مرګه سنګسار کړې او د خلکو سرونه یې پرې کړل. یو موده داسې ښکارېده، چې افغانستان له هغه تاریخې پړاوه تېر شوی. د سپټمبر ۱۱ له پېښې وروسته هر څه بدل شول. هغه څه چې افغانستان کې وشول، یوازې د افغانستان په خاوره کې محدود پاتې نه شول. پر دوه ګونو برجونه او پنټاګون بریدونه اوس هم امریکا ځوروي.
تاریخ په تکرارېدو دی. په دې لړ کې، اروپا بیا کړکېچ سره مخ ده. د اوکراین نښته د واشنګټن لپاره تر ټولو اړینه موضوع ده. له شلو کلونو وروسته، طالبان بیا افغانستان کې واکمن شول. هغوی د مخکیني ځل په پرتله سرسخته او مدبر شوي دي. که څه هم د دغو طالبانو خطر د ۹۰ لسیزې تر دورې څخه کم نه دی.
د اسلامي نړۍ په ډېری هېوادونو کې، د امریکا او لوېدیځ ضد احساسات د زیاتېدو په حال کې دي. طالبان د هغه داوود په شان لیدل کېږي، چې په جالوت پسې ګرځېد. [د فلسطیني اتل، جالوت سره جګړې ته اشاره چې د بني اسراییل د اتل، حضرت داوود له خوا ووژل شو.
دغه پېښه په قرآن او انجیل کې هم نقل شوې ده.] منځنۍ اسیا کې طالبان ځانګړی محبوبیت لري. اوس چې داعش هغه پخوانی جذابیت نه لري، [ټوله سیمه کې] د جهادیانو نوی نسل له طالبانو الهام اخیستو پسې دی. ان سربېره پر دې چې ډېری دغو هېوادونو له طالبانو سره ښې اړیکې ټینګې کړې، دغه ډله د ۱۹۹۰ لسیزې په شان کولای شي، نړیوال امنیت ته ډېر ګواښونه رامنځته کړي.
طالبان د پاکستان ترهګر روزونکو کارخونو ته الهام وربښې
د بنسټپالو مسلمانانو له نظره، طالبانو د ترهګرو لپاره نوې لاره خلاصه کړې ده. دوی د هغو مجاهدینو ځایناستو په توګه لیدل کېږي، چې لوی شوروي ته یې ماته ورکړه. اوسمهال، طالبانو له لوی سام [د امریکا فدرال دولت شخصیتي بېلګې ته اشاره] پرته چا ته سپکاوی نه دی کړی. هغوی د خدای غوره سرتېري او په ټوله نړۍ کې په ځانګړې توګه سویلي اسیا کې د ترهګرو بېلګه دي.
اوسمهال، پاکستان د فرانکشټین د بلا [د فرانکشټین له خوا لیکل شوي ناول کې د بلا کرکټر ته په اشارې] درد احساسوي. د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP)، د جنګیالیو هغه ایتلاف چې له طالبانو په الهام اخیستو سره رامنځته شوی، یوه موده کېږي چې پر پاکستاني سرتېرو، پولیسو او ملکیانو بریدونه کوي. په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شوي، چې هغوی د افغانستان پولې ته نږدې یوه پوځي کاروان ته کمین نیولی و او اووه پاکستاني سرتېری یې ووژل. په غچ اخیستونکي اقدام کې، د پاکستان پوځ د افغانستان په ختیځ کې پر هغو سیمو چې د پاکستاني طالبانو تحریک پناه ځای ګڼل کېده، هوایي بریدونه وکړل. شاهدان وایي، چې په دغو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه ووژل شول، او ډېری کسان به ټپیان شوي هم وي. پاکستان کې د ترهګرۍ ستونزې د هواري پرځای، دغه کار کړکېچ لا زیاتوي او د پاکستاني طالبانو تحریک کې د نويو ځواکونو ګومارنې زیاتوي.
پاکستان په اوسنيو شرایطو کې ځان په کړکېچ کې بولي. دغه هېواد ډېره موده کېږي، چې په ښکاري سپیو سره ښکار کوي. د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې کې، پاکستان خپل ځان له واشنګټن سره شریک کړی و. په هماغه موده کې، د پاکستان جاسوسي سازمان (ISI) له طالبانو او د هند پر ضد نورو جهادي ډلو لکه جیش محمد او طیبه لښکر ملاتړ ته دوام ورکړ.
دغه دوه ګونې لوبه د روغتیا او زده کړو په شان لومړنیو خدماتو وړاندې کولو کې د پاکستان د دولت له ناکامۍ سره د هغې ټولنې د ناهیلي کېدو لامل شوه، چې په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې وه.
د ټولنې کابو ۶۴ سلنه تر ۳۰ کلنۍ لاندې دي. توندلاري اسلامپالو مدرسو، د دغې تشې ډکولو لپاره کار پیل کړ. د هغوی ۱۷۰۰۰ تنو نږدې دوه میلیون زده کوونکو ته، په وړیا توګه اړینې زده کړې ورکوي، چې ان پنځه کلن ماشومان په عربي ژبې له پوهېدو پرته، قرآن حفظ او تلاوت کوي. د ۹-۱۱ کمیسیون راپور ښیي، چې پاکستاني مدرسې «د تاوتریخوالي او افراطپالنې د ودې ځایونه» دي.
د دغو مدرسو فارغان له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان غوره کسانو له خوا کارول کېږي. له ۱۹۴۷ کال راهیسې، دغو نخبه وګړو په قبایلي سیمو کې د هند او قومي نېشنلیزم پر وړاندې منفي لیدلوری لري. کله چې بنګله دېش په ۱۹۷۱ کال کې خپلواکي ترلاسه کړه، دغه وېرې لا ډېرې شوې. له هغې مودې، پاکستان د سیاسي اسلام په کارولو سره تاوتریخوالی دوه چنده کړی او په همدې حال کې نه دي توانېدلي چې خپل کور کې دننه د بېوزلۍ او فساد پر وړاندې ودرېږی. د پاکستان لوړپوړو په منفي لیدلوري سره، د مدرسو بېوزله فارغان د جهاد تر نامه لاندې جګړې ته راغونډ کړي، په داسې حال کې چې خپل اولادونه یې دوبۍ، لندن او نیویارک ته لېږلي دي. اوس ځینې دغه زده کوونکي د پاکستان دولت پر وړاندې سبمالېږي.
د سیمې د نورو سیمو په ستونزو کې ښکېلېدل
طالبان د هند ډېری مسلمانانو ته الهام بښونکي دي. لوېدیځ کې ډېری خلک نه پوهېږي، چې د طالبانو ایډیولوژي هند کې له [دیوبند مکتب] څخه سرچینه اخلي. کله چې بریتانیا د هند ۱۸۵۷ پاڅون وځاپه او ۱۸۵۸ کال کې یې هند کې د مغول حکومت پای ته ورساوه، دغه کار د ډېرو ځايي مسلمانانو د خپګان لامل شو. د هغوی ځینې کسانو په ۱۸۶۶ کال کې د ډیلي په شمال ځتیځ کې د دیوبند علمیه دارلعلوم رامنځته کړ. دغو مدرسو کې زده کوونکو ته ویل کېدل چې د هند مسلمانان د اسلام اصلي اصولو ته بېرته له ګرځېدو سره به وکولای شي د بریتانیا پر وړاندې مقاومت وکړي. دغې لومړنۍ ایډيولوژي په بریتانیاوي هند او وروسته پاکستان او همدارنګه افغانستان کې پراختیا ومونده. په وروستیو کلونو کې، د اسلام دغه روایت، د ایراني ـ تصوفي دود چې د پېړیو لپاره په سوله ییزه توګه د هند له ځايي او معنوي دودونو سره یې همغږي لرله، مخکې شو.
په کثیرالمذهبي او کثیرالقومیتي هند کې، د دیوبند علما، د امریکا پر وړاندې د طالبانو د بریا جشن نمانځي. هغوی د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو (ANDSF) چې د امریکا له خوا روزل شوي وو، ژر تر ژره پاشل کېدل، د طالبانو د غوره والي ځانګړتیا بولي. ډېری مسلمانان د هندو بهارتیا جاناتا ملي پاله ګوند (BJP) ته چې له اسلام مخکې میراث پر راژوندي کولو باوري دی، په غوسه دی. د BJP ځینې مشران د مسلمانانو پر ضد هڅوونکي اقدامات کوي. د مسلمانانو د ځپلو مخالف ځینې مشران د رایو ترلاسه کولو لپاره، دغه اور ته لا لمن وهي. د ششي ثارور په شان ځینو کسانو ازادانه خبرې چې د «اسلام ضد جهاد» پر وړاندې د هند د لومړی وزیر، نرېندرا مودي، په اړه لیکي، لویه تبلیغاتي منځپانګه د جهادپالو په واک کې ورکوي.
دغه واقعیت چې د مودي دولت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ۵۰۰۰۰ ټنه غنم رالېږي، ډېر ژر هېرېږي. کېدای شي واقعیت د هندي مسلمانانو لپاره د منلو وړ نه وي؛ خو لکه څنګه چې ثارور وایي، تریخ نه دی. پاکستان کې احمدي توب یا افغانستان کې هزاره والی [هند کې له مسلمان والي] ډېر خطرناک دي. د پاکستان پارلمان د ۱۹۷۴ کال په لومړیو کې د احمدیانو نامسلمان والي حکم صادر کړ او له هغه وخته دغه اسلامي فرقه له ډېرو ځورونو سره مخ ده. هزاره ګان، یوه شیعه قومي ډله، تل په نښه کېږي. د افراطي هندو خبرې او د ثارور وېرول، له طالبانو الهام اخیستونکو مسلمانو بنسټپالو ترمنځ یووالی پیاوړی کوي. د مسلمانانو والدین د خپلو اولادونو له راډیکالیزم څخه کړېږي؛ هغه بهیر چې ښايي د طالبانو له بریا سره چټک شي.
په بنګله دېش، مالدیف، سریلانکا او ان نیپال کې اسلامي بنسټپال د زیاتوالي په حال کې دي. له بوتان پرته، اسلامي بنسټپالنه د ولسونو د سولې او ثبات لپاره ګواښ دی. د بنګله دېش د مسلمانانو دودنه له ډېرې مودې راهیسې د افراطپالنې د ظهور له امله له ګواښ سره مخ دي. مالدیف د عربستان د پیسو د ورتلو او د سلفي ایډیولوژۍ له خوا پر جوماتونو د واکمنۍ له امله هغه څه چې اکونومیست بیان کړې، تجربه کوي. کله چې د سعودي عربستان له خوا یې ملاتړ کېده، طالبان په مالدیف کې د ډېری کسانو لپاره الهام بښوونکي وو.
د سریلانکا رټل شوې مسلمانې ټولنې ثابته کړې، چې اسلامي بنسټ پالې ايډیولوژۍ د ودې لپاره مناسب ځای دی. نیپال، د فعال مسلمانو غورځنګونو د ودې په ځای بدل شوی او زیات ملاتړي لري. دا ډول سني مذهبه اسلامپال غورځنګونه پر امریکا د طالبانو په بري سره، نوې انګېزه اخلي.
له بده مرغه، د سویلي اسیا هېوادونه د رامنځته شوي وضعیت لپاره تیاری نه لري. هغوی ان د طالبانو د بریا په اړه سیاسي او ستراتیژیک تنقیدي لیدلوری هم نه لري. بنسټپاله مسلمانان به له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه له سویلي اسیا څخه د زده کړو لپاره افغانستان ته راشي. تر دې مخکې هم داسې شوي وو. په ۱۹۸۰ لسیزه کې، ایډيولوګانو او د عبدالله عزام، ایمن الظواهري او اسامه بن لادن په شان ځوان مبارزان د جهاد لپاره افغانستان ته راغلل.
په هغه وخت کې هم لکه نن، واشنګټن د نړۍ له دې برخې سترګې پټې کړې وې. په هر حال، هغوی باید له شوروي او د شوروي جمهوریتونو ځایناستي هېوادونو وروسته ختیځې اروپا ته پاملرنه کړې وای. په دې لړ کې، هماغه ډول چې د کانګرس پخواني استازي، چارلي ویلسن، په غیرمعمول ډول ویلي و، بال «ټوپونو ته دوام ورکوي» او ډېر ژر به زموږ پر مخ هم ولګېږي.