په خوست کې چاودنه؛ د ټي ټي پي یو شمیر جنګیالي مړه او ژوبل شوي دي

۸ صبح، کابل: د خوست ولایت سیمه ییزې سرچینې تاییدوی، چې چاودنه د پاکستانی طالبانو د ډلې د غړو ترمنځ شوې ده.

سرچينې د کب په ١١مه، ٨صبح ورځپاڼې ته تاييد کړه، چې دا چاودنه د چهار شنبې په ورځ (کب ١٠مه)، له غرمې وروسته د خوست ښار د سپین جومات ترڅنګ د کابل پخوانی هډي سره نږدي، د لومړۍ امنيتي حوزې اړونده سیمه کې د یوه هوټل مخی ته شوی ده.

که څه هم سرچينې ددې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي ورکړي، خو پاکستاني رسنيو ويلي، چې په دې چاودنه کې، د ټي ټي پي د يوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ١٥ نور سخت ټپيان دي.

چاودنه د یوه رستورانت مخې ته، د ګازو په بالون کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوه.

د جيو نيوز د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کې عبدالمنان، عالم‌خان مدخيل او کجير د ټي ټي پي غړي دي او د نورو درېيو جسدونو هويت لا نه‌دى څرګند شوى.

طالبانو پرون وویل چې پیښه د ګازو د بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. دغې ډلې د تلفاتو شمېر یو تن مړ او دوه ټپیان اعلان کړي وو.

پاکستان تل په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ځینو قوماندانانو د شتون ادعا کوي. تېره اوونۍ هم د پاکستان یو شمېر پوځي چارواکي له دغې ډلې سره د مبارزې په موخه له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلل.

ورته لیکنې

Back to top button