د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هند له لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې دی به په ډیلي کې د جي ۲۰ په غونډه کې ګډون ونه کړي.
د ټایمز اف انډیا د راپور پر بنسټ، د جي ۲۰ غونډه به د روان کال د سپټمبر په ۹مه او ۱۰مه په ډیلي کې ترسره شي.
ولادیمیر پوتین په خپل تلیفوني تماس کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته ویلي، چې د هغه پر ځای به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ګډون وکړي.
دواړو لورو پر هغو سیمه ییزو او نړۍوالو مسایلو هم خبرې کړي چې د هند او روسیې لپاره د اندېښنې وړ دي.
په جي ۲۰ ډله کې د نړۍ ۱۹ شتمن هېوادونه شامل دي او سږ کال هند د دې ډلې مشري کوي.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې پر اوکراین د روسیې برید د بحث موضوع وي او د امریکا ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک په ګډون به د یو شمېر هېوادونو مشران هم په کې برخه اخلي.