۸صبح، کابل: د عدالت او پرمختګ ګوند (حزب عدالت و توسعه) د مشر سېدجواد حسیني او د هغه د دفتر رئیس جعفر جویا له نیول کېدو شاوخوا دوه میاشتې وروسته سرچینې ادعا کوي چې طالبانو هغوی د ایران حکومت په امر بندیان کړي دي.
سرچینو یکشنبه د غويي پر ۱۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا دوه کسان طالبانو د ملي دفاع وزارت په بندخونه کې دي.
سرچینې زیاتوي چې دا دوه کسان د تبیان مرکز مشر سېدعیسی حسیني مزاري پر ضد د خلکو د شکایت دوسیې په تړاو چې ادعا یې کړې وه، د تېر حکومت پرمهال د کابل په لوېدیځ کې سلګونه «فاحشهخونې» او کلیساوې وې، نیول شوي دي.
سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو د دفاع وزارت د عدالت او پرمختګ ګوند مشر په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سېدحسن مرتضوي په غوښتنه نیولی دی.
د سرچینو په خبره، سېدحسن مرتضوي د سپاهپاسداران یو قومندان او د ایران د لشکر فاطمیون مسوول دی چې طالبانو سره ډېرې پخوانۍ اړیکې لري.
حسیني او جویا دوه هغه کسان وو چې د حسیني مزاري پر ضد یې د شکایت دوسیه پرمخ بیوله.
سرچینه زیاتوي چې دا دوه کسان د ایران او حسیني مزاري له خوا د شکایت تر ثبت وروسته په نامستقیم ډول ګواښل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د روان کال وري میاشتې پر ۳مه د عدالت او پرمختګ ګوند مشر سېدجواد حسیني او د هغه د دفتر رئیس جعفر جویا د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په خپل دفتر کې ونیول.
حسیني د تېر حکومت تر نسکورېدو وروسته ایران ته تللی و؛ خو د دغې ډلې د بلنې کمېسیون په غوښتنه بېرته هېواد ته راستون و.