۸صبح، کابل: د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي ټام کاټن افغانستان کې د بایډن د دولت ماته پر اوکراین د روسیې د برید او د چین او تایوان د کړکېچ اصلي لامل بللې ده.
ټام کاټن یکشنبه د زمري پر ۳۰ فکس نیوز ته ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ماتې د امریکا پر وګړو په نړیواله سطحه اغېزه کړې ده.
هغه ویلي: «افغانستان کې ماته نه شو پټولای ځکه داسې اغېزې لري، چې نن یې پایلې په ټوله نړۍ کې څرګندېږي.»
هغه همداراز زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر د وروستي امریکایي وګړي تر تخلیې پورې په افغانستان د پاتې کېدو په اړه خپله ژمنه تر پښو لاندې کړه.
د ټام کاټن په وینا، هغه څه چې په اوکراین کې روان دي یوه برخه یې د افغانستان اغېزه ده.
هغه همداراز د چین او تایوان کړکېچ ته په اشارې ویلي، چې که څه هم بایډن او دولت هېڅکله نه غواړي د افغانستان د ماتې په اړه بحث وکړي، خو په ټوله نړۍ کې د ډېرو کړکېچونو لپاره، چې موږ یې وینو یو ډول د زمینې برابرول دي.
له افغانستانه د امریکا له وتلو او د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغه هېواد پروړاندې د بایډن د دولت کړنې له کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوې ده.