زه د یو اوکراییني په توګه له ماشومتوبه، هغه مهال چې په ۱۹۷۹ کال کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، د دغه هېواد خبرونه څارم او د هغه چا په توګه چې د اوکرایین پر ختیځ د روسیې له برید وروسته مې دغه هېواد ته سفر کړی، د افغانانو او اوکرایني وګړو ترمنځ مې پاموړ ورتهوالی لیدلی دی. د دواړو هېوادونو وګړي سرلوړي، خواريکښ او پر ازادۍ مئین دي.
که څه هم په تېر کې د کورني وېش یا نفاق له کبله اوکراینیانو ماتې خوړلې؛ خو دوه کاله وړاندې د روسیې له پراخ برید وروسته چې لا هم دوام لري، خلک په خود راغلي او دا وېش له منځه تللی دی.
د اوکرایینیانو ترمنځ له پېړیو راهیسې دا وېش او نفاق روان و چې روسیې په خپله ګټه کاروه. په ۲۰۲۲ کې پر اوکرایین د روسیې له برید سره هممهاله، مسکو له نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو ستره جګړه پېل کړې ده.
خو بل لوری، افغانان لا هم په نفاق کې لاسونه پښې وهي او ښکاري چې له تاریخه یې زدهکړه نه ده کړې. په ۲۰۲۱ کال کې هغه مهال چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ، د ډېرو افغانانو په منځ کې چې د هېواد دننه او بهر ژوند کوي، د بدبینۍ یو عجیب احساس واکمن شوی دی.
راځئ د ځينو مثبتو نښنو نښانو په لټه شو او هڅه وکړو د ښې راتلونکې لپاره د رڼا یوه څرک پېدا کړو.
که اوسني افغانستان ته وګورئ، «طالبانو» داسې بنسټ ايښی دی چې په ټوله معنا سختدریځی او افراطي دی او د دغه رژیم بنسټيزه ځانګړنه سختزړي او بېرحمي ده. د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان کې تر ډېره کورنۍ جګړې ختمې شوې دي، ترهګریز بریدونه پام وړ کم شوي او تر ډېره هېڅ ځانمرګی برید نه کېږي، هغه څه چې د دې ډلې او د افغانستان د پخواني حکومت ترمنځ د جګړې پر مهال بیخي ډېر و او دې ډلې ترې هغه مهال نږدې هره ورځ کار اخیست. پر دې سربېره، راپورونه ښيي چې طالبان د مخدره توکو د تولید پر وړاندې هم ډېر سخت دریځ لري.
لویدیځ هېوادونه د فشار راوړلو لپاره ډېر څه لري چې کولای شي له لارې یې پر افغانستان نفوذ وکړي او طالبان دې ته اړ کړي چې د نرمۍ او روغې لار خپله کړي.
لومړی، لویدیځ کولای شي طالبانو ته د تدریجي او جزيي رسمیتپېژندنې وړاندیز وکړي چې دا ډله د افغانستان د رسمي واکمنانو په توګه ورو ورو په رسمیت پېژني. دې چارې ته طالبان ډېر تلولي دي او غواړي په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي.
دویم، لویدیځ کولای شي طالبانو ته د افغانستان د شتمنیو د تدریجي پرېښودو وړاندیز وکړي چې دمګړۍ بندې دي او د دې ډلې په واک کې نه دي.
درېیم، د لویدیځ له لوري افغانستان سره پاموړ بشردوستانه مرستې کولای شي، په کور دننه د افغانانو ترمنځ د طالبانو د حکومت مشروعیت زیات کړي.
او څلورم، لویدیځوال کولای شي طالب مشرانو ته د سفر او له بهرنیانو سره د لیدو کتو اسانتیا رامنځته کړي.
او د دغو ژمنو په بدل کې لویدیځ هېوادونه کولای شي له طالبانو ځانګړې ژمنه وغواړي، دا ژمنه د پارلماني ټاکنو او په راتلونکې کې د ولسمشرییزو ټاکنو ترسراوی دی. هغه غوښتنې چې سمدستي نه دي، خو باید په څو راتلونکو کلونو کې ترسره شي.
له بلې خوا، افغانستان د ثبات یو پېر ته اړتیا لري، داسې ثبات چې وکړای شي د یوې مودې لپاره جګړه ودروي او ترهګریز بریدونه کم کړي. له درېیو تر پنځو کالو پورې نسبي ثبات سره کېدای شي، د ټاکنو په ترسراوي غور وشي.
دمګړۍ طالبان، ټاکنې «نااسلامي» چاره بولي او مخالفت ورسره لري. هغوی ملي شورا، د ټاکنو کمېسیون او ټول ډيموکراتیک بنسټونه منحل کړي دي. هماغسې چې مخکې مې یادونه وکړه، لویدیځ هېوادونه پر دې ډلې د فشار راوړلو لپاره پاموړ فشار په لاس کې لري. پر دې سربېره، دا منطق چې ټاکنې او اسلام سره نه جوړېږي، سم نه دی.
د مصر، ترکیې او اندونیزیا په څېر هېوادونه چې د اسلامي نړۍ د مشرۍ دعوا لري، په ټولو کې ټاکنې کېږي. پر دې سربېره د افغانستان ګاونډي هېوادونه له ایران، پاکستان او ان په ډیکتاتوري نظامونه کې لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان چې د شوروي اتحاد له پرځېدو وروسته جوړ شوي، هم ټاکنې ترسره کېږي. د ایران اسلامي جمهوریت چې په کلکه توګه اسلامي بلل کېږي، هم ټاکنې کوي. له همدې کبله د اسلام او ټاکنو ترمنځ ټکر نه شته او طالبان دې د ټاکنو ترسراوی ومني او په عادلانه ټاکنو کې دې برخه واخلي.
له دې پرته، به طالبان خپلې تېرې تېروتنې بیاتکرار کړي، چې د شوروي د یرغل مهال په څېر به بیا رامنځته شي. هغه مهال به چې هرې ډلې په کابل واکمني ټينګوله«کمونیستي ډلو، مجاهدینو، د طالبانو لومړی دور او ان هغه حکومتونه چې له ۲۰۰۱ کال راورسته راغلل» هڅه یې کوله واک ځانته کړي او د قهریه قوې او تاوتریخوالي په زور مخالفې ټلوالې وځپي. همدې ته په کتو، د افغانستان ژغورنه له ټاکنو سره تړلې، ښايي سمدستي ونه شي؛ خو په راتلونکې کې باید ترسره شي.
که څه هم افغانستان په تېرو دوو لسیزو (2021-2001) کې د ټاکنو د ترسراوي تجربه لري؛ که څه هم دا ټاکنې نامي نه وې.
د طالبانو ډېر شمېر چې د ټاکنو د ترسراوي غوښتونکي دي، هېڅکله هم د افغان نجونو او ښځو حقونه چې د دغه هېواد زیات شمېر نفوس جوړوي، له پامه نه غورځوي او نه یې ځپي. هغه «طالبان» چې ټاکنې غواړي، غېرپښتانه لږکي هم له پامه نه غورځوي.
دا طالبان چې ټاکنې مني، مذهبي لږکي هم نه ځپي او په ورزشي، موسیقي او نڅا برخو کې د ځوانانو مخالف نه دي او هغه د «اسلام ضد» نه بولي.
دا طالبان چې پر ټاکنو باوري دي، اوسنی تاوتریخوالی به ونه کړي. ځکه د دې ډلې اوسنی انحصاري ځواک د قهریه قوې په زور ترلاسه شوی دی.
نو ښکاره خبره دا ده؛ د دې ډلې د تدریجي رسمیت پېژندلو په بدل کې په راتلونکې کې د ټاکنو ترسراوی، د مرستو زیاتول او د افغانستان د شتمنیو ازادول، ښايي د ټاکنو د ترسراوي لپاره شرط دا وي چې په راتلونکې ایتلافي حکومت کې چې له ټاکنو وروسته به جوړېږي، د طالبانو حضور الزامي کېږي، څو د دې ډلې د وسلهوالو د مخالفت لپاره هېڅ پلمه پاتې نه شي.
طالبان باید له نورو سره په برابره توګه په ټاکنو کې برخه واخلي. د افغانستان په څیر یو هیواد چې له کلتوري او توکمیز پلوه متنوع وي، باید تل یو پراخ ایتلافي حکومت ولري چې ټول توکمونه پکې ځان وګوري.
ټاکنې کولای شي له افغانستان سره په کورني توازن او اجماع په ترلاسي کې مرسته وکړي، افغانانو ته د سولهییز سیاسي همغږۍ ارزښت ورزده کړي، او افغانانو ته وروښيي چې په لومړي چانس کې له تاوتریخوالي لاس په سر شي.
د افغانستان راتلونکی د لویې جرګې په مرسته د بشپړ استازیتوب او د پراخو ایتلافونو پر بنسټ ولاړ دی. لویه جرګه هغه غونډه چې د ټولو سیمو توکمونه او قبیلې پکې برخه لري.
ټاکنې د افغانستان د راتلونکې یو روښانه څراغ دی، داسې راتلونکی چې په ۱۹۷۹ کې د مسکو له لوري د لسیزو دوامداره جګړو وروسته یې په پوره معنا وړ دی.