اوکرایین د مسکو سویللویدیځ په تاتارستان جمهوریت کې د روسیې د نفتو پر یو لوی چاڼځای د هوايي برید خبر ورکړی دی.
رویټرز خبري اژانس سهشنبه د اپريل پر ۲مه راپور ورکړی چې په دغه چاڼځای کې د ورځې شاوخوا ۱۵۵ زره بېرله خام تيل پروسس کېږي.
د تاتارستان د د نیژنکمسک سیمې ښاروال رامیل مولین چې د تیلو دغه چاڼځای پکې دی، ویلي چې دغو هوايي ګوزارونو جدي زیان نه دی اړولی.
راپورونه ښيي چې په دې پېښه کې اووه کسان ټپيان شوي دي.
د راپور په حواله، له برید وروسته د تیلو په دغې تصفیه خانه کې اور لګېدلی؛ خو په ۲۰ دقیقو کې اور مړ شوی او تولید ګډوډ شوی نه دی.
ورته مهال، د اوکرایین یوې استخباراتي سرچینې رویټرز ته د دغه برید موخه د روسیې د تیلو د عوایدو کمول ښودلي دي.
د یادولو ده چې دا چاڼځای د روسیې د ټولو چاڼ شویو نفتو ۶.۲ سلنه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه روسي ځواکونو د اوکرایین په مرکز او لویدیځ کې د برېښنا پر حرارتي او اوبیزو دستګاوو بریدونه کړي دي.
د اوکراین د برېښنا ستر خصوصي شرکت (ډيتياېکې) رییس دیمیترو سخاروک ویلي، د روسیې د پوځ له بریدونو وروسته د دغه شرکت د تولیدي برېښنا ۸۰ سلنه وسایل زیانمن شوي دي.