۸صبح، کابل: فاریاب کې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې ناپېژانده وسلهوالو یو بوډا وژلی دی.
فاریاب کې ځايي سرچینو یکشنبه د زمري پر ۲۳ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې دا کس په خپله کرونده کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی کس خال محمد نومېده او د المار ولسوالۍ د «قره غویلي» کلي اوسېدونکی و.
د سرچینې په خبره، پېښه د شنبې پر شپه د ماسخوتن پر ۱۰:۰۰ بجې شوې ده.
تر اوسه د دې پېښې لامل روښانه نه دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، فاریاب کې ځايي طالب مسوولانو د دې پېښې په تړاو د محيالدین په نوم یو کس نیولی دی.
له دې وړاندې هم فاریاب کې مرموزې وژنې شوې دي او په تېره یوه اوونۍ کې دا دویمه ورته پېښه ده.