۸صبح، کابل: د کابل په لوېدیځ کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي وروسته، یو شمېر هزاره د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالانو د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو مشرانو ته پرانیستی لیک ولېږه.
د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالانو نن پنجشنبه د غویي پر لومړۍ د هېوادونو او نړیوالو ټولنو له مشرانو وغوښتل، چې د هزاره وګړو وضعیت ته دې جدي پام وکړي او د دغه خلکو له ځورولو او نسل وژنې مخنیوی وکړي.
په دې لیک کې راغلي: «دغه لیک له ټولو مرستندویه هېوادونو د اقدام د غوښتنې په توګه، نړیوالو دولتي او نادولتي سازمانونو ته لیکو تر څو په افغانستان کې د هزاره وو وضعیت ته پام وکړي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي.»
د هزاره بشري حقونو او مدني ټولنې فعالانو په پرانیست لیک کې د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له مشرانو غوښتل شوي دي چې د هزاره وو په ملاتړ کې دې د «نسل وژنې، ځورونې او بشریت سره د جنایت» پروړاندې اقدام وکړي.
په دغه پرانیست لیک کې ویل شوي، چې دشت برچي کې د هزاره وو وژنه د هزاره توکمو پروړاندې د هدفمندو بریدونو لړۍ ده. د دغه لیک د لیکوالو په وینا، له ۲۰۱۵ کال را په دې خوا د کابل په لوېدیځ کې ځه د پاسه ۳۰ مرګوني بریدونه ثبت شوي چې په هغه کې سلګونه زره هزاره وګړي د مذهبي نیوکې او قومي تعلیق له امله په موخه شوي دي.
په دغه لیک کې د بې پولې ډاکتر د میندو پر کلینیک، کوثر دانش روزنیز مرکز، موعود کورس، سیدالشهدا ښوونځي، میوند ورزشي لوبغالي، شهر دبي هوټل او ځینې نور بریدونه د بېلګې په توګه یاد شوي دي.
د ویلو ده چې دغه لیک د کابل په لوېدیځ کې د عبدالرحیم شهید پر لیسې او ممتاز روزنیز مرکز له بریدونو وروسته لیکل شوی چې له امله یې لسګونه زده کوونکي ووژل شول.