۸صبح، کابل: د کابل په دشتبرچي سیمه کې له چاودنې څو ساعته وروسته په دغه ښار کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ ویاند د وژل شویو شمېر دوه کسان ښوولی؛ خو د سیمې اوسېدونکو بیا ویلي چې په دې چاودنه کې پنځو کسانو ژوند بایللی دی.
د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پنجشنبه د مرغومي پر ۲۱مه ویلي چې چاودنه د یوه سوداګریز مرکز مخته د لاسي بم د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د دې چاودنې په پاېله کې دوه ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
د سیمې اوسېدونکو بیا له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې د پنځو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.
له بلې خوا له ۸صبح ورځپاڼې سره شریک شوي دوو لیستونو کې ښکاري چې د چاودنې له کبله نږدې ۱۹ ټپيان په دشتبرچي کې عالمي او امیري روغتونونو ته وړل شوي.
یوې روغتیايي سرچینې د ټپيانو شمېر منلی؛ خو د وژل شویو شمېر په تړاو یې ناخبري وښوده.
نوموړي ویلي چې د دغو دوو روغتونونو له ډلې یوه روغتون د وروړل شویو اوو ټپيانو له ډلې د نږدې دوو کسانو حالت نازک دی.
د یادونې ده چې دا چاودنه نن ماسپښين شاوخوا ۲:۵۴ دقیقې د کابل په دشتبرچي سیمه کې شوې ده.
تر اوسه د دې چاودنې پړه چا منلې نه ده.
دا روانه اوونۍ په کابل ښار کې څلورمه چاودنه وه.