۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل د دشتبرچي په سیمه کې د وروستي برید غندنه کړې ده. په دې برید کې ۲۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې وه.
د راډیو پاکستان د راپور په حواله، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د مرغومي پر ۱۸مه دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې پاکستان یو ځل بیا ترهګري په هره نامه او بڼه غندي او د «ویر او غم» په دې ساعت کې له افغانانو سره خپل پیوستون څرګندوي.
د یادونې وړ ده چې د روانې اوونۍ په پېل کې د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې پر یو کاسټر موټر چاودنه وشوه.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اعلان وکړ چې په دې چاودنه کې دوه کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شوې دي.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وویل چې په دې چاودنه کې نږدې ۲۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
داعش د دې چاودنې پړه ومنله او ادعا یې وکړه چې په دې برید کې یې ۲۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.