په افغانستان کې اوږدې جګړې ښوونيز بهير ټکنی کړی دی. له يوه پلوه د واک پر سر جګړه د دې لامل شوې چې ښوونيز او د پوهنې سيستم تر سيوري لاندې راولي او له بلې خوا، په اسلامي هېواد کې مذهبي افراطيت د دې لامل شوی چې ځينې ډلې د ښوونیز نظام د ايډيولوژيک جوړونې په لټه کې شي. له سياسي اړخه افغانستان د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي خو له کلتوري پلوه په ځانګړو سيمو کې ښوونځيو ته د نجونو په ورتګ کې محدوديتونه شته دي. که څه هم د افغانستان اساسي قانون پر جنسيتي برابرۍ ټينګار لري، خو په عمل کې د جدي نيمګړتياوو شاهدان يؤ. د افغانستان د پوهنې وزارت ويانده نجيبې آرين ۸صبح ته وويل چې اوسمهال په هېواد کې ۹.۷ ميليونه زده کوونکي موجود دي چې ۴۲ سلنه يې نجونې دي. همداراز له ۳.۷ ميليونه هغو ماشومانو چې له ښوونځيو بهر دي، شاوخوا ۶۰ سلنه يې نجونې دي. آرين په ټينګار سره وايي چې په سويلي او ختیځو ولايتونو کې ډېری نجونې له لیک لوسته بې برخې دي. د دغو محروميتونو لامل نا امني، سیمه ییز او قومي دودونه او رواجونه دي. قومي په دې معنی، ډېری هغه سيمې چې د طالبانو له لورې کنټرولېږي په يوه ځانګړي قوم پورې اړه لري. طالبان له دې سره موافق نه دي چې نجونې دې ښوونځيو ته لاړې شي او له کړنو يې ښکاري، په هغو سيمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي لا هم هېڅ بدلون نه دی راغلی. آن که کورنۍ هم وغواړي، خو طالبان اجازه نه ورکوي. سره له دې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ښوونځي رغول شوي، خو طالبان ښوونځي هم ويجاړوي.
د هېواد د ۵۰ سلنه وګړو په توګه د افغان ښځو ستونزمنه لاره د دې لامل شوې چې د عدالت غوښتنې بريالۍ تجربې ترلاسه کړي. په ۲۰۱۵ کال کې د نجونو زده کوونکو لپاره د پوهنې وزارت طرحه جنجالي شوه. هغه طرحه چې نجونې بايد د اسلامي سخت دريځو ډلو په شان تیاره رنګه جامې واغوندي. د مدني فعالينو مبارزه په دې استدلال سره چې دغه جامې افراطيت ته وده ورکوي او د اوړي په ورځو کې په ښوونځيو کې ستونزې زېږوي، پيل شوه. دغه ټکي ته بايد اشاره وکړم چې د افغانستان ښوونځي د ژمي په درېیو مياشتو کې رخصت وي؛ ځکه چې ښوونځي ډېر له کاره لوېدلي او ساړه وي. مبارزه د دې لامل شوه چې پوهنې وزارت له خپلې پرېکړې راوګرځي او تکرار يې هم نه کړي؛ که څه هم دودیزه ټولنه لا هم نجونې محدودويت ته اړ کوي. د خپلو سترګو ليدلی هغه حال درسره شريکوم چې په ۲۰۱۷ کال کې د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې ورسره مخ شوم. په هغې ۴۰ درجه لرونکې هوا کې نجونو اوږده کالي او داسې پوړني پر سر کړي ؤ چې آن مخونه يې ورته پوښلي ؤ. خو نن په افغانستان کې د جنسيتي برابرۍ لپاره مبارزو نوی رنګ راوړی چې، «د پوهنې ترانې ويلو» کمپاين يې يوه بېلګه ده.
د ۱۳۹۹ کال په کب مياشت کې په افغانستان کې داسې پېښه رامنځته شوه چې په ښوونيز چاپېريال کې د جنسيتي برابرۍ د ټينګښت لپاره د اعتراضي کمپاین د پيل لامل شوه. هغه کمپاين چې د افغان مېرمنو غږ يې پورته کړ او د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د مذکراتو په درشل کې يې د ښځو غږ څو برابره کړ. د پوهنې له يوه رياسته مکتوب صادر شو او په هغه کې اعلان وشو چې له ۱۲ کلنو پورته نجونو له خوا په عمومي او هغو غونډو کې چې نارينه پکې ګډون ولري د ترانو ويل منعه دي.
دغه طرحه له جدي نيوکو سره مخ شوه او ټولنيزو او مدني فعالينو «د پوهنې د ترانو ويلو کمپاين» پيل کړ. نيوکې او اعتراضونه په آنلاين ډول او د ټولنيزو رسنيو له لارې ؤ. له يوه مورد پرته، د کورونا وبا له امله لاريون او راټولېدنې ترسره نه شوې. داسې خود جوشه کمپاين چې هېڅوک نه شي کولای د مشرۍ ادعا يې وکړي. له ۱۰۰ ډېرو ښځو د کمرو مخې ته د ماشومانو ترانو ويلو او په ټولنيزو رسنيو کې په خپرولو سره په دې کمپاين کې برخه واخيسته. له دې کمپاينه عمومي ملاتړ پراخ ؤ او اوږدمهاله اغېزې يې درلودې.
پوښتنه دا وه چې ولې ښځينه زده کوونکې د ترانې ويلو اجازه نه لري؟ له ۹۰مې لسيزې او د طالبانو له دورې ۲۰ کاله تېرېږي او د افغان مېرمنو لپاره له دوو لسيزو هڅو وروسته ولې يوه نجلۍ دا اجازه نه لري چې ترانه ووايي؟ دغه نیوکې د حکومت د ستراتيژيک شاتګ لامل شوې. پوهنې وزارت اعلان وکړ چې، «دغه طرحه د پوهنې وزارت رسمي دريځ او پاليسي نه منعکسوي.» له هغې وروسته د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحيد عمر په توند غبرګون کې وويل: «هېڅ شخص يا بنسټ اجازه نه لري چې د اساسي قانون د روحيې خلاف د افغانستان د اوسېدونکو لپاره حدود وټاکي.»
فريحې ايثار د پوهنې ترانې ويلو د کمپاین پر مهال مدني فعاليت درلود او د کمرې مخې ته يې ترانه وويله، هغه په دې اړه وايي: «له جوماتونو سره د ښوونځيو د زده کړو د لومړيو درېیو کلونو يوځای کولو طرحه (دغه طرحه شاوخوا درې مياشتې وړاندې له لومړي تر درېيمو ټولګيو زده کوونکو لپاره مطرح شوه. د دې تصميم لامل د طالبانو په څېر اسلامي راډيکالو ډلو ته د نفوذ زمينه او د دوی پر وړاندې نرمښت ؤ خو د افغانستان مدني ټولنې د آنلاين مبارزې څپو سره دغه طرحه لغوه شوه. د پوهنې وزيرې له ياد تصميمه له شاتګ وروسته استدلال وکړ چې غلط پوهای رامنځته شوی او د دې طرحې موخه په هغو سيمو کې زده کړو ته د زده کوونکو لاسرسی ؤ چې د ښوونځيو له نشتون سره مخ دي. بالاخره د دغې طرحې د عملې کېدو چاره په بشپړ ډول ودرېده.) له ۱۲ کلنو پورته نجونو باندې د ترانو ويلو بنديز هغه دوه تصميمونه ؤ چې د افغانستان د ښوونيز سيستم د راډيکاليز او طالبانيز کولو لپاره د هڅو يادونه کوي. (افغانستان په ۹۰مه لسيزه کې د طالبانو د ترهګرې ډلې د واکمنۍ شاهد ؤ او اوسمهال د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره او په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې په پراختیا سره هم د ځانګړو کړيو په چوکاټ کې د يادې ډلې د نفوذ په اړه جدي اندېښنې موجودې دي). موږ په دې اړه چوپتیا نشو غوره کولای. چيغې وهو او د پوهنې په سيستم کې د افراطي روايتونو د نفوذ مخه نيسو. څوک غواړي موږ له منځه يوسي؟ موږ په دې کمپاین کې بريالي شوي يؤ خو د جنسيتي برابرۍ د رامنځته کولو لپاره بايد لا بنسټيز پروګرامونه ولرو چې سياسي تصميمونه ښځې له منځه وړلو سره مخ نه کړي.»
په دغه کمپاين کې د ښوونځي د يوې زده کوونکې غبرګون په زړه پورې ؤ. ميترا اميري وايي: «څومره ښه شو چې دغه طرحه لغوه شوه، زه او څو ټولګيوالې مې لېوالتيا لرو چې په ازاده توګه ترانې ووايو، کله چې نارينه ترانې ویلای شي نو نجونې ولې دا کار نه شي کولای؟؟»
خو هغه څه چې مهم دي، بايد له ټولو مخکې له ستونزو سره بايد څه وکړو؟ غلام دستګير منير د ښوونې برخې له متخصصينو څخه دی چې په پوهنيز نظام کې اوږده مخينه لري، منير وايي چې په جوماتونو کې د ماشومانو د لوست او زده کړې او د ترانې ويلو د بنديز په څېر افراطي طرحو پر وړاندې يې جدي نيوکې لرلې دي او همدا نيوکې يې د دندې د ځنډېدو لامل شوې دي. د نوموړي په باور، په پوهنيز نظام کې جدي ستونزه دا ده چې څوکۍ د تخصص پر بنسټ نه بلکې د سياسي اړیکو پر بنسټ وېشل کېږي او د جنسيتي برابرۍ رامنځته کولو او د پوهنيز سيستم غير سياسي کولو لپاره بايد ګومارنې د سياسي تعلقاتو پر بنسټ ونه شي.
د پوهنې د ترانې ويلو کمپاين د جنسيتي برابرۍ په موخه په افغانستان کې له برياليو مدني اعتراضونو څخه ؤ. دغه کمپاين حکومت دې ته اړ کړ چې د تبعيض او د ترانې ويلو د بنديز په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي. د کمپاين پايله دا وه چې پوهنې وزارت اعلان وکړ: «دغه وزارت هوډ نه لري د زده کوونکو قانوني او تعليمي حقونه محدود کړي.» خو په ښوونيز چاپېريال کې د جنسيتي برابرۍ لپاره لا جدي ګامونو ته اړتيا ده چې بايد پورته شي. ښايي په لومړيو کې ترټولو مهمه حل لاره د کورنيو او په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سيمو کې د کورنيو لپاره د عامه پوهاوي مسئله وي چې وهڅول شي، نجونې په ښوونځيو کې شاملې کړي. بل مهم ټکی دا دی چې دولت بايد د ښځينه ښوونکو د ډېروالي لپاره تګلاره عملي کړي. دا چې پوهنيز سيستم د سیاست او ديني افراطيت له اغېزو پاک پاتې شي نو اوږدمهاله او ټول اړخيز پروګرام ته اړتيا ده چې بايد د افغانستان د ټولنيزو فعالينو لخوا په دې برخه کې ناغېړي ونه شي.
دغه مقاله د «جنسيتي برابرۍ» کمپاين د يوې برخې په توګه ليکل شوې ده چې په دغه کمپاين کې ۱5 خبري او نړيوالې رسنۍ سره راټولې شوي څو د ستونزو او حل لارو په وړاندې کولو سره دغه ننګونه حل کړي.