۸صبح، کابل: پخواني ولسمشر محمداشرف غني په یوه ټویټ کې ویلي، چې فیسبوکي پاڼه یې هک شوې ده.
د نوموړي ټویټرپانې کې راغلي: «د ډاکټر محمداشرف غني رسمي فیسبوکپاڼه هک شوې ده. د پاڼې د ترلاسه کولو پورې له پرون راهیسې له دې پاڼې خپاره شوي مطالب د اعتبار وړ نه دي.»
د محمداشرف غني پر فیسبوکپاڼې خپاره شوي پیغام کې د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ شوی و.