۸صبح، کابل: په تاجکستان کې د افغانستان سفیر جنرال ظاهر اغبر وايي چې کابل کې یې طالبانو پر کور برید کړی او له کرایهورکوونکي سره یې تاوتریخجن چلند کړی دی.
اغبر دوشنبه د غويي پر ۳مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې طالبان خپلې اعلان کړې ټولبښنې ته ژمن نه دي.
نوموړي زیاته کړې: «طالبان چې هر یو یې ملا هبتالله دی له ټوپکو سره یې د بنده پر کور برید کړی او له مستاجر سره یې تاوتریخجن او ناوړه چلند کړی دی، کور یې خالي کړی او د امارت وسلهوالو ته یې په واک کې ورکړی دی.»
د نوموړي په خبره، طالبانو د خپلو کړو ژمنو خلاف عمل کړی او په وینا یې، پر خپلو خبرو ولاړ نه دي.
اغبر لیکلي: «طالبان له هغه څه چې کوي یې پېژندل کېږي، نه هغه څه چې وایې یې؛ ځکه طالبان د واک ترلاسي په لومړیو کې د امنیت ټينګښت او ټولبښنې ادعاوې لرلې، خو په وار وار یې څرګنده کړه چې په خپله خبره او ادعاوو ولاړ نه دي او ننۍ کړنه یې هم له خپلې کړې ادعا څرګنده سرغړونه ده.»
نوموړي زیاته کړې چې کور یې د کابل ښار یو اوسېدونکي ته په ګرو ورکړی و.
تر اوسه طالبانو په دې هکله څه ویلي نه دي.
د تېر کال په جوزا میاشت کې هم په پنجشېر کې د ظاهر اغبر کور اور اخیستی و.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، دغې ډلې د مخکیني حکومت چارواکو کورونه غصب کړي او ژوند پکې کوي.