په تېرو دوو لسیزو کې د هېواد روغتیا سکټور د نړیوالې ټولنې او مرستندویه موسسو تر جدي ملاتړ لاندې و. د جمهوري نظام په ړنګېدو، پر هېواد د طالبانو په واکمنېدو او په افغانستان کې د یوه مشروع حکومت د نشتوالي له امله د بهرنیو مرستو په کمېدو سره په هېواد کې د روغتیا سکټور له ناورین سره مخ شوی دی. د هېواد د نسايي او ولادي ډاکټرانو ټولنه تاييدوي، چې په تېر يو نيم کال کې په ټول هېواد کې تر دوه زره ډېر روغتيايي مرکزونه د مالي مرستو د نشتوالي له امله تړل شوي او د دغو مرکزونو په زرګونو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. روغتيايي چارواکي وايي، چې د دغو روغتيايي مرکزونو د فعاليتونو ځنډېدل د دې لامل شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه لوړه شي. د هرات دولتي زېږنتون چې دوه کاله وړاندې به د دغه ولایت د ناروغانو ترڅنګ د لوېدیځ زون د نورو ولایتونو د ناروغانو کوربه و، اوس په ناوړه حالت کې دی. ناروغ لرونکي وايي، چې ناروغان ان د اکسيجن دستګاه په نوبت کاروي.
د هرات ولايت اوسېدونکې عزيزه کريمي چې د هرات په دولتي زېږنتون کې يې دوه ځلي د سزارین زېږونونه کړي، د اسانتياوو له نشتوالي او ناروغانو ته په رسېدو کې له بې نظمۍ شکايت کوي. د هرات دغه اوسېدونکې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «سږ کال مې دویم ځل و چې د هرات په زېږنتون کې عملیات شوم. دوه کاله وړاندې هم په همدې روغتون کې عملیات شوم، خو د دوه کاله وړاندې په پرتله روغتون ډېر ګډوډ او ډېر بې نظمه شوی او څوک د ناروغ پوښتنه نه کوي. له یوې میاشتې زیاته موده مې وینه بهېدنه لرله، زه ډېره کمزورې وم، لس ورځې مخکې مې سهار مهال ډېره وینه ضایع کړه.مېړه او پلار مې د ضعف له امله د ولادت روغتون ته راوستلم. په زېږنتون کې ډاکټر نه و. یوازې یو څو قابلې وې چې نه پوهیدې څه وکړي.»
عزيزه کريمي د طبي وسايلو او تجربه لرونکو کارکوونکو د نشتوالي په تړاو وایي: «د سهار تر نهو بجو مې ډیره وینه ضایع شوه،څو ځلي بې هوښه شوم او ساه مې ډېره نیولې وه. خو داسې څوک نه وو چې څه وکړي. کله چې ۹ بجې ډاکټر راغی نو راته ویې ویل چې دا د خدای بنده دې قصدي وژني. څو سیرمونو او امپولونو کار وکړ او ماته یې اکسېجن وصل کړ. ما لږ ساه واخیسته، خو نیم ساعت وروسته یې بیا اکسیجن خلاص کړ او یو بل ناروغ ته یې وصل کړ. ځکه چې د هغه وضعیت ډير خراب و، زما نفس بیا تنګ تنګ کېده. همدا یو اکسېجن و چې په نوبت یې موږ دوو ناروغانو ته راکاوه.»
دغه مېرمن چې د هرات په زېږنتون کې یې د ناروغانو د ګڼې ګوڼې او د مسلکي کارکوونکو د کمښت له امله خپل ماشوم له لاسه ورکړی، په دغه زېږنتون کې د تېرو دوو کلونو په پرتله د اوسنۍ ګډوډۍ په تړاو داسې وایي: «دوه کاله وړاندې چې کله دغه روغتون ته راغلم. وروسته ډاکټر سمدلاسه د عملیات خونې ته بوتلم او د عملیات یې ترسره کړل. څو ډاکټران په وار سره راتلل، زموږ کوټه او بسترونه پاک وو، او د کوټې دننه هوا ګرمه وه. سږ کال چې زما مېړه او پلار هر څومره دلته او هلته ورغلل، تر ۱۲:۳۰ بجو پورې یې هېڅ ګټه ونه کړه، ډاکټران راغونډ نه شول او کله چې د جراحۍ متخصص راغی، نو ماشوم له منځه ولاړ. او په خپله هم نږدې مړه شوې وم. تر هغه وخته چې د عملیات خونې ته یې بوتلم ډيرې چیغې مې ووهلې خو ګټه یې ونه کړه، . ډاکټرانو وویل: تاسو ډېره وینه ضایع کړې څو چې روزونکی متخصص او د زېږنتون مشره نه وي. موږ دا خطر پر غاړه نه اخلو او عملیات نه کوو.»
د مېرمن کریمي مېړه جاوید امیني هغه ورځ چې مېرمن یې په زېږنتون کې بستر شوې وه د ژوند تر ټولو سخته ورځ ګڼي. هغه وايي: «زما میرمن له مرګ سره مبارزه کوله او هیڅوک یې ځواب نه درلود. ما د عامې روغتیا د رییس شمیره وموندله او هغه ته مې زنګ وواهه. له ډېرې غوسې مې وویل: دا اسلامي حکومت چیرته دی چې نیمه ورځ ده او ستاسو ډاکټران د ناروغانو درملنې ته چمتو نه دي؟ زما مېرمن د وینې او ساه بندۍ له امله مړه کیږي. نه ډاکټر شته او نه اکسیجن. زما په ځواب کې یې وویل: وروره، دا د یوه ناروغ یا دوه ناروغانو کار نه دی، ښايي ستا د ناروغ واری نه وي رارسیدلی، آرام شه، هر چته رسېده ګي کیږي او ټیلیفون یې بند کړ.»
ښاغلی امیني زیاتوي: «زما مېرمنې ډېره وينه ضایع کړې وه، د وینې د کموالي ستونزه یې لرله. ډاکټرانو وویل چې تازه وینې ته اړتیا ده او یخچالي وینه ستاسو ناروغ ته کار نه ورکوي. څو ملګري او خپلوان مې راوغوښتل او وينه مې ترې واخيسته، خو کله چې مې د وينې کڅوړې دننه کړلې، څو ساعته مې داسې ډاکټر ونه موند چې وينه ناروغ ته وصل کړي. له لومړۍ ورځې تر وروستۍ شپې، ناروغې دوه زره سي سي وینې ته اړتیا لرله، خو موږ څلور نیم زره سي سي وینه چمتو کړه، ځکه چې د وینې د وصلولو لپاره هیڅ ډاکټر نه و او د وینې ډیری کڅوړې خوسا کېدې.»
جمیله یوه بله میرمن ده چې د دریم ځل لپاره د هرات زېږنتون ته راغلې ده. هغه د تېرو کلونو په پرتله په دغه روغتون کې له بې پروايۍ او د اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي. هغه وايي: «زما نور دوه ماشومان هم دلته زېږېدلي دي. ما فکر کاوه چې د تېرو کلونو په څېر به وي. له همدې امله زه شخصي روغتونونو ته نه ولاړم، خو تېروتم. زما ماشوم نږدې ضایع شوی و. له لسو زیات نور ناروغان زیږیدلي وو، یوازې دوه یا درې قابلې راغلې، یوځل به ناروغانو ته راغلې بیا به لاړې. ما هېڅکله متخصص ډاکټر نه دی لیدلی، هېڅوک ناروغانو ته پاملرنه نه کوي. دوه کاله مخکې او څلور کاله مخکې چې زه راغلې وم، یوه قابله به هر ناروغ ته راتله او لارښوونه به یې کوله او متخصص ډاکټران به یې په وار وار راتلل او د ناروغ د حال پوښتنه به یې کوله او قابلو ته به یې امر کاوه چې څه وکړي. مېرمن جمیله زیاتوي: «اوس مهال د هرات تر زېږنتونه په کور کې زیږون غوره دی، لږترلږه د همکارۍ لپاره یو کس وي. دوه کاله وړاندې زېږنتون داسې و چې ان ډیرې شتمنې مېرمنې د زېږون لپاره ورته راتلې،ځکه چې ډېرې اسانتياوې یې لرلې او ناروغانو ته تر خصوصي روغتونونو هم ښه رسېده ګي کېده.»
د هرات د زېږنتون ډاکتران په دغه روغتون کې د شته امکاناتو نشتوالى مني، خو د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د سم مديريت او نه همکارۍ نشتوالى د دغو نيمګړتياوو اصلي لامل بولي. د هرات د زېږنتون يوې ډاکټرې ډاکټره بنفشې (مستعار نوم ) د خپل هويت د نه څرګندولو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وويل: «د عامې روغتيا رئيس يو له مولوي صاحب دی. هغه ته په ټول درناوي سره، له بده مرغه پر کار نه پوهېږي. حتی که هغه وغواړي او هڅه وکړي؛ ځکه چې هغه په دې برخه کې پوهه او تخصص نه لري، هغه هیڅ شی نشي کولای. د هرات ولایت دولتي زېږنتون د طالبانو تر راتګ مخکې د هېواد په کچه یو له غوره زېږنتونونو و. نه يوازې د هرات خلک، بلکې د لوېديځې حوزې له ولايتونو هم د نسايي او ولادي ناروغيو ګڼ شمېر ناروغان دلته راتلل او هر چا ته په سمه توګه رسېده ګي کېدله. خو موږ دا مهال دا اسانتیاوې نه لرو. زموږ یو شمیر متخصصینو خپلې دندې پریښې او ځینې چې حاضر دي خپلو دندو ته نه لېوالتیا نه لري. موږ مجبور یو چې له زیاتو داسې قابله ګانو او روزونکو کار واخلو، چې د تجربې د نشتوالي او د روغتیايي معیارونو د نه مراعاتولو له امله تر ډېره د ناروغانو او د هغوی د خاوندانو د شکایتونو لامل ګرځي.»
دغه متخصصه ډاکتره د ميندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کره شمېره نه شریکوي، خو تاييدوي، چې د زېږون پر مهال د ښځو او ماشومانو د مړينې کچه د تېرو کلونو په پرتله زياته شوې ده: «د ميندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کره شمېرې چې ثبت شوي، د زېږنتون له مشر او اداري څانګه سره دي. خو په ټولیزه توګه ویلای شم چې سږ کال په ځانګړې توګه د ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده، او بېلابېل لاملونه لري. لومړی، د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او ناروغ ته په سمه توګه نه رسېدنه نه کیږي. ځکه چې امیندواره میرمنې د امیندوارۍ په جریان کې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، دوی باید مناسب خواړه ولري او د امیندوارۍ په جریان کې څو ځله د نسایي ناروغیو متخصصې ته ورشي، خو له بده مرغه، په دې سختو اقتصادي شرایطو کې، ډیری کورنۍ د دې توان نه لري چې د امیندوارو میرمنو اړتیاوې پوره کړي چې په پایله کې یې مور او ماشوم دواړه له ناوړه وضعیت سره مخ کیږي. له بلې خوا، لکه څنګه چې ما مخکې وویل، زموږ اسانتیاوې او کاري ځواک کم شوی چې موږ نشو کولای په سمه توګه ناروغانو ته رسېده ګي وکړو. د طالبانو له رژیمه مخکې، څو بهرنیو موسسو له زېږنتون سره مرسته کوله، خو اوس دا همکارۍ ډېرې محدودې دي.»
عزیزه حمیدي (مستعار نوم) چې د هرات د عامې روغتیا روغتون یوه اداري مسووله ده، د تېرو کلونو په پرتله د مراجعینو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي: «سږ کال زموږ مراجعین د تېرو کلونو په پرتله ډېر وو. ځکه خلک اقتصادي ستونزې لري او شخصي روغتونونو ته نشي تللای. هره ورځ د 150 څخه تر 160 پورې د نسایي ناروغیو ناروغان زېږنتون مراجعه کوي. دوی یوازې د هرات نه، بلکې د لویدیځ زون له ټولو ولایتونوراځي. د هرات د زېږنتون دغې اداري کارکوونکې د ميندو او ماشومانو د مړينې د زياتوالي په اړه څرګنده کړه: «په روان کال کې تر اوسه ۷ ميندې او ۱۴۶ ماشومان مړه شوي او له موږ سره ثبت شوي دي. دا اونیزې شمېر د تیر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.»
دا هرڅه په داسې حال کې دي چې په هېواد کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو په واکمنېدو سره د عامې روغتیا وزارت ډېری مالي مرستې محدودې شوې دي. که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا په وزارت کې د طالبانو چارواکو په دې اعلان سره چې دغه وزارت ۸۰ سلنه پر نړیوالو مرستو متکي دی، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې روغتیايي مسایل دې له سیاسي مسایلو سره نه ګډوي، خو د دغې ډلې د رژیم د مشروعیت د نشتوالي له امله، د دغه وزارت له خوا د افغانستان د حکومت له خوا د دغه وزارت د مشروعیت د نشتوالي له امله لاهم نړیوالې ټولنې د هېواد د روغتیا سکټور ملاتړ ته بیا پاملرنه نه ده کړې.