۸ صبح، بلخ: د بلخ سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز مزار شریف کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژل شوی او دوه طالبان ټپیان شوی دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند (محمداصف وزيري) وايي، دغه عمليات تېره شپه (د کب ١٦مه)، د مزارشريف ښار د اتمې حوزې اړوند خواجه خيران په سيمه کې شوي دي.
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند په دغو عملياتو کې وژل شوي وسله وال، باغیان او سړي تښتوونکي وبلل .
د وزيري په وينا، په دې عملياتو کې يو شمېر وسلې هم د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
د دې نښتې په اړه نور جزیات تر اوسه نه دي ورکړل شوي؛ خو په تيرو وختونو کې طالبانو له خپلو مخالفينو سره نښتې د غلو او اختطاف کوونکو په نوم یادی کړي. طالبانو پخوا هم د مقاومت د جبهې ځواکونو ته د بغاوت اصطلاح کارولې ده.
پر افغانستان واکمنۍ په شاوخوا شلو میاشتو کې، طالبانو په بلخ کې له وسله والو سره خونړۍ نښتې کړې دي. ددغو نښتو په یوه کې یې، په مزارشريف ښار کې د طالبانو د څلورمې حوزې آمر له خپلو څو تنو جنګياليو سره ووژل شو.