موسسو کې د ښځو پر کار بندیز؛ څلورو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه

۸صبح، کابل: کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار له ممنوعیت وروسته د څلور بهرنیو موسسو مسوولانو د کار ځای ته د خپلو کارکوونکو تګ منع کړ.
د ډيارسي، سیفدچلډرن، انټرساس او اسسيای موسسو یو شمېر کارکوونکي ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې یکشنبه د مرغومي پر څلورمه نېټه یې د خپلو موسسو له مشرانو برېښنالیکونه ترلاسه کړي او ترې غوښتل شوي د کار ځای ته ولاړ نه شي.
تېره ورځ په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه له فرمان وروسته کندهار کې یوې موسسې، چې ۱۲۰ ښځینه کارکوونکې یې لرلې خپل فعالیت بند کړ.
طالبانو په دې وروستیو کې د ښځو پر کار او ژوند محدودیتونه زیات کړي دي.