په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته د خلکو د ژوند بېلابېلې برخې په ټپه درېدلې او یا هم د فلج کېدو په حال کې دي. له خلکو سره د واکمنې ډلې معاملې تل سمتي، سیاسي او د «موږ» او «نورو» په نظریه ولاړې دي. په همدې حال کې ښځې له خپلو اساسي حقونو هم بې برخې شوي دي. که څه هم تمه کېده چې د ښځو په اړه د طالبانو نظر بدل شوی او لږ تر لږه د دې ډلې له خوا به له ښځو سره د دوي چلند د اسلام دین له مخې وي، خو د طالبانو حکومت په پیل کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړلې. سخت ټولنیز قوانین وضع شول او د ښځو حرکتونه او لاریونونه په ګواښلو، نیوکو او آن وهلو ټکولو سره وځپل شول. په دولتي ادارو کې یو نوی قانون تصویب شو چې له مخې یې ښځې له نارینه وو سره تر یوه چت لاندې له کار کولو منع کوي او په ځینو مواردو کې له دندو ګوښه شوې دي. په پوهنتونونو کې ټولګي جلا شول او آن درسي ورځې د هلکانو او نجونو ترمنځ ووېشل شوې. خو سره له دې دا هیله موجوده وه چې لږ تر لږه د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې به د نجونو پر مخ ونه تړل شي او له خپلو لومړنیو حقونو به بې برخې نه شي. هغه څه چې خلکو یې تمه نه درلوده په پای کې د طالبانو د مشر د وروستي فرمان له لارې ترسره شول او پوهنتونونه په رسمي ډول د نجونو پر مخ وتړل شول. دلته پوښتنه دا ده چې ولې پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي؟ آیا د ښځو له زده کړو منع کول سیاسي دي که دیني؟
د اسلام له نظره د ښځو د تعلیم مخنیوی
د اسلام دين د «اقراء» په کلمې پيلېږي او د دې دين په بشپړېدو او د خداى په نعمتونو چې تر ډېره په پوهاوي کې رېښې لري پای ته رسېږي. مطلب دا چې لوستل، زده کړه او پوهاوی د اسلام له لومړیتوبونو څخه وو. د اسلام په قاموس کې ښځې ته درناوی شوی او د تعلیم په ګډون بې شمېره حقوق ورته په پام کې نیول شوي دي. د اسلام ستر پیغمبر هم څو ځله د علم په حاصلولو ټینګار کړی دی. په قرآن کریم کې ډېر داسې آيتونه شته چې د جنسیت په پام کې نیولو پرته ټول مسلمانان د علم او پوهاوي ترلاسه کولو ته هڅوي. خدای جل جلاله د خپل کلام په آیتونو کې فرمایي: “ایا هغه څوک چې پوهیږي او هغه څوک چې نه پوهیږي سره برابر دي؟” یا «د علم زده کړه پر مسلمانو نارینه او ښځو فرض ده». همدا شان یو بل حکم دی چې نقل شوی دی: «علم طلب کړی که په چین کې هم وي.» دغه راز په لسګونو احاديث او آيتونه شته چې د دین له نظره ښځې له زده کړي نه منع کوي او برعکس د هغې د لارښوونې لومړيتوب «لوست» دى. هغه څه چې نن سبا د اسلام په نوم په افغانستان کې روان دي تر دیني زیات سیاسي دي. عیسویت هغه وخت زوال ته روان شو کله چې یې د امپراتور سیاسي کړنې د مذهبي روایت سره توجیه کړې. په افغانستان کې د نن ورځې دیني جریانونه د عیسوي منځنۍ پیړۍ سره عجیب ورته والی لري. په حقیقت کې، دا د منځنیو پیړیو عیسویت تاریخي تحریف د دې د روحانیونو لخوا هماغه تکرار دی. عیسویت هغه وخت ډیرو څانګو وویشل شو کله چې کلیساګانو د هغه څه سره مخالف عمل وکړ چې انجیل ویل او خپل فکري نظریات یې خلکو ته د خدای د امر په توګه وړاندې کړل. اوس په اسلام کې د ښځو له زده کړو منعه په هیڅ ځای کې نه شي ثابتېدای، نو ښځې د زده کړې منع کول کومه شرعي خبره نه ده.
د تعلیم مخنیوی؛ کله چې دین د سیاست وسیله شي
ځواک د سیاست اساس جوړوي، په مشروعیت کې ژوند تنفس کوي، او د واک په توګه ریښې پیاوړې کوي. ځواکمن او قدرتمند دولتونه د خلکو د شعوري پریکړو پایله ده. څومره چې ملت پوه وي، هومره ټولنه هوسا او دولتونه همدومره ځواکمن وي. په حقیقت کې د دولت د واک او ځواک او د ملت د پوهاوي تر منځ ژوره او ډېره نږدې اړیکه شتون لري، تر کومه ځایه چې ویلای شو د یوه جاهل ملت او د ضعیف دولت د شتون پایله دایمي جنګونه او ټولنیزه ګډوډي ده. له همدې امله استبدادي رژيمونو تل پوهې ته د خپل لومړني دښمن په سترګه کتلي دي، ځکه باخبره ټولنه هیڅکله استبدادي رژیمونو ته مشروعیت نه ورکوي. د تاریخ په اوږدو کې، د دولتونو او خلکو تر منځ شخړه د خلکو په «پوهاوي» او د دوی په فکري ارتقا کې ریښې لري. دغه پوهاوی او علم مطلقه حکومتونه د مشروطه حکومتونو لور، مشروطه حکومتونه د اشرافو واکمنۍ ته او د اشرافو واکمني جمهوریت او ډیموکراسي ته لاره هواره وي. پوهه تل د خودخواهۍ، انحصار، یو طرفه او د خپل سری دښمنه ده. هغه رژیمونه چې د جګړې او وینې تویولو له لارې واک ته رسیږي تل ناخبره خلک د دوی ملاتړ کوي. دا ناپوهه او بي خبره خلک به تر هغه وخته د ولس پر ضد له هيڅ ډول کړنی ډډه ونه کړي تر څو خپل جاهل مشران واک ته ونه رسوي. بي خبره مشران د خپل واک د ساتلو لپاره چې لا تر اوسه خام دی، پخوالي او مشروعیت ته نه دی رسېدلی، هڅه کوي چې پوهان له ځانونو لرې وساتي او له ټولنې څخه یې لرې کړي. که د پوهې او علم رڼا روښانه شي، دوی هڅه کوي چې هغه رڼا هم له منځه یوسي. دوی باور لري چې د مشروعیت د ترلاسه کولو یوازینۍ لار جبر، ګواښونه او ترور دي. دا د تاریخ ترخه تجربه ده چې «جام شوکران» د پوهې د ځپلو سزا وه. خو نن په افغانستان کې له پوهاوي، علم او زده کړې سره دښمني د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د سیاسي فشار په توګه د دین له ادرسه مطرح کیږي؛ هغه دین چې په هیڅ یو ځای کې یې د ښځو د زده کړې منع کول ندې ثابت، بلکې برعکس لومړی حکم یې لوستل دي.
یوازینی شی چې کولی شي د دین پر بنسټ د زده کړې بندیز توجیه کړي، د افغانستان په څیر په دودیزه ټولنه کې د سیاست کولول لپاره دین وسیله ګرځیدلی. لږ تر لږه په اوږدمهال کې به یې تاوان دا وي چې خلک به د دین څخه نفرت وکړي او دیني بنسټونه به د خلکو سره د دښمنۍ په سنګرونو بدل شي؛ ځکه چې په نوې نړۍ کې علم د انسان د وجود بنسټ دی او خلک به تر هغه حده دین ومني چې د دوی د فکري او علمي پرمختګ مخه ونه نیسي.
که لیکوال د هغې ډلې پر ځای وای چې په افغانستان کې واکمني لري، نو د ناپلیون بناپارت هغه خبره به یې هېڅکله هېره کړې نه وای چې وایې: «د تورې په زور واک ترلاسه کېدای شي، خو د ساتلو لپاره یې د خلکو رایو ته رجوع کول او د خلکو رضایت ته اړتیا ده.»