د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «جنګي جنایتکار» وباله.
سيانان په یو راپور کې ویلي، چې دا پر اوکراین د روسیې له برید وروسته لومړی ځل دی، چې بایډن د پوتین په اړه داسې څرګندونې کوي.
د امریکا ولسمشر چهارشنبه د مارچ پر ۱۶ په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ویلي: «ګومان کوم چې هغه [پوتین] جنګي جنایتکار دی.»
امریکايي رسنۍ وايي، چې د امریکا کانګرس کې د ولادیمیر زلنسکي له احساسي وینا وروسته د امریکا دریځ بدل شوی او یوه ویډیو یې خپره کړه، چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د اوکراینیانو د رنځ او درد ښکارندويي کوي.
زلنسکي د دفاع په موخه له امریکايي قانون جوړونکو او بایډن څخه غوښتي، چې له هغوی سره د نه الوت زون په ګډون، د جنګي الوتکو مرسته وکړي.
بایډن تازه له اوکراین سره د ۸۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ. امریکا تر دې وړاندې له اوکراین سره د ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د نظامي تجهیزاتو مرستې اعلان کړی دی.
بایډن د زلنسکي له وینا څو ساعته وروسته ځواب ورکړ او له اوکراین سره یې د نظامي توکو د مرستې اعلان وکړ. دغو نظامي تجهیزاتو کې هوايي او زرهي ضد سیسټمونه، وسلې او بې پیلوټه الوتکې دي؛ خو د زلنسکي د ټولو غوښتنو په تړاو یې ځان تېرايست. زلنسکي سیمه کې د نه الوت زون غوښتنه کړې وه.
بایډن وویل: «موږ داسې راپورونه ولیدل، چې ښکاري روسي ځواکونو د ماریوپول بندري ښار په لوی روغتون کې سلګونه ډاکټران او ناروغان برمته کړي، دا جنایت دی.»
کرملین بیا د بایډن د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دا «د نه منلو او نه بښلو» وړ دي.
روسیې د فبرروۍ پر ۲۴ پر اوکراین برید وکړ. روسیه پر اوکراین برید «ځانګړي پوځي عملیات» بولي. پر اوکراین د روسیې له برید وروسته لوېدیځ پر روسیې کلک بندیزونه ولګول؛ خو روسیه بیا وايي، بندیزونه مات شوي دي.