یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د کتنې پر مهال، په دغه هېواد کې د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې مطرح کړې دي.
د فرانسي خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې دا غونډه د جون پر شپږمه، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې، ترسره شوې ده.
په دې کتنه کې دواړو لوریو، د سعودي عربستان او اسرايلو ترمنځ د اړيکو عادي کولو، له سوډانه د امريکا د وتلو له بهيره، ددغه هېواد د ملاتړ او په يمن کې د سياسي خبرو اترو پر ګډون، په نورو چارو خبرې وکړې.
دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، زیاته کړه:«دوی ازادې او روښانه خبرې وکړې، چې سیمهییز او دوه اړخیز مسایل يې بشپړ څیړلي دي.»
د راپورونو له مخې، ریاض ته د بلینکن د سفر پر مهال، د بشري حقونو فعالینو د عربالصله امریکایي(عبدالله القحطاني)، چې پلار یې (محمد القحطاني) د مدني حقونو د یوې ډلې له جوړولو وروسته په سعودي عربستان کې په لس کاله بند محکوم شوی، په اړه د همکارۍ غوښتنه کړی ده.
سعودي عربستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر درې ورځنی سفر، په داسې حال کې شوی، چې د واشنګټن او ریاض ترمینځ پر انرژۍ او پوځي چارو د څو لسیزو متمرکزې اړیکې، په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې، د سعودي عربستان د حکومت مخالف خبریال (جمال خاشقجي) د وژنې له کبله خرابې شوي.