۸صبح، کابل: د اروپايي ټولنې استازي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بروکسل کې لیدلي دي.
دې لیدنه کې دواړو خواوو افغانستان کې پر بانکي سیستم د فشار له امله اندېښنه وښووله.
دا لیدنه د چهارشنبه پر ورځ د لیندۍ پر اوهلسمه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي جوزف بورل او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي ترمنځ بروکسل کې وشوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي، چې دې لیدنه کې قریشي او جوزف بورل له افغانانو سره د بېړنو بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو په تړاو هم هوکړه وکړه.
دغه راز دواړو خواو د سیمهییز امنیت په تړاو پر ګډو همکاریو ټينګار وکړ.
ورته مهال داوړو خواوو ویلي، چې افغانستان کې دې د بېلابېلو حزبونه ترمنځ ملي پخلاینه وشي.
دې لیدنه کې بورل او قریشي د ثبات د ټينګښت او مخدره توکو د سوداګرۍ او د ترهګرۍ ګواښ سره د مبارزې په موخه له افغانستان سره د پایداره تعامل د ساتنې پر اهمیت هوکړه کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي بروکسل کې د ناټو سرمنشي ینس استولتنبرک سره هم د افغانستان د وروستیو تحولاتو په تړاو خبرې کړې دي.
یو ځل بیا داسې مهال افغانستان کې د نقدو پیسو د کمښت او د بانکي سیستم د پرځېدو اندېښنه څرګندېږي، چې هېواد کې د وروستیو بدلولونو او اقتصادي ستونزو له کبله بانکي سیستم د پرځېدا له ګواښ سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت خورا راټيټ شوې دی.