په تېرو شلو کالو افغانستان د علمي کادر او بشري سرچینو په روزلو کې چټک ګامونه اخیستي دي. د جمهوریت په وروستیو کې د برېښنايي حکومتولۍ او د بروکراسۍ د له منځه وړلو لپاره هم مټې بډ وهل شوې وې. دا هڅې د خیالي کارکوونکو د شمېر د کمولو یا صفر ته د رسولو لپاره هم وې. په دې تړاو رسنیو بېلابېل او وخت ناوخت خبرونه خپاره کړی وو. په ځانګړې توګه د مخکیني حکومت په دفاع وزارت او معارف وزارت کې په دې هکله زیاتې ګنګوسې راپورته شوې وې. د شمېرو له مخې څه باندې ۸ سوه زره کارکوونکي په دولت کې په دندو بوخت و. په دغو کارمنو کې د امنیتي او دفاعي برخې کارکوونکي هم شامل و.
پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته نظامي او اداري کارکوونکي کورناستي شول؛ خو په لنډه موده کې د برېښنا، ښاروالۍ، ماليې وزارت او یو شمېر نور ادارو کارکوونکي بېرته دندو ته ورغوښتل شول؛ خو د پنځو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د ځینو ادارو کارکوونکي دندو ته نه دي غوښتل شوي. د دې تر څنګ د انګېزې نشتوالی هم د کار د ټکني کېدو سبب شوی. که څه هم د معاشاتو ناانډولۍ په باب په تېر حکومت کې شکایتونه راپورته شوي و؛ خو دمګړۍ د کارکوونکو معاش د توکو ګرانۍ ته په کتو، ډېر کم شوی دي. د څلورم پوسټ مامور معاش – د ډېرو ادارو کارکوونکو تر دې دمه یوازې د زمري میاشت معاش اخیستی – نژدې دولس زره افغانۍ شوی دی. دا معاشات په تېر حکومت کې له اتلس زرو څخه تر شلو زرو رسېده.
بلخوا اوس ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې د طالبانو سرپرست حکومت د مسلکي کارکوونکو له کموالي سره مخ دی. نیویارک ټایمز لیکلي، چې د طالبانو سرپرست حکومت غواړي، هغه طالبان چې پاکستان کې مېشت دي، هېواد ته راوبلي. نیویارک ټایمز په خپله لیکنه کې ویلي، چې د طالبانو سرپرست حکومت دا دولتي پوسټونه د خپلو خواخوږو د ملاتړ په موخه هغوی ته ورکوي؛ که څه هم ټول يې اړتیاوړ مسلکي مهارتونه نه لري. له دې سره هممهاله د طالبانو سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دا خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې له بهره کارمن نه دي راغوښتل شوي؛ خو د طالب سرتېرو د ښوونې او روزنې شورا ارشد غړي وحیدالله هاشمي بیا د نیویارک ټایمز له خولې دغې رسنۍ ته د مسلکي کسانو د نشتوالي پړه پر تېر حکومت اچولې او ویلي یې دي، چې له افغان مسلکي کسانو سره د طالبانو سرپرست حکومت په اړیکه کې دی، تر څو افغانستان ته د راستنېدو لپاره يې وهڅوي.
ورته مهال د روانې میاشت په سر کې د سترې محکمې د کارکوونکو ټولیز منفک کېدل او پرون په تخار د ۲۷ کارکوونکو د منفکېدو ادعا په ډاګه کوي، چې د طالبانو سرپرست حکومت لا هم دولتي کارکوونکو ته د شک او د دوی په وینا د پخواني فاسد نظام د ملاتړو په سترګه ګوري. په تېر حکومت کې له پراخ فساد څخه سترګې نه شي پټېدای؛ خو دا په دې مانا هم نه ده، چې په هغه حکومت کې هر کارکوونکی په فساد کې ښکېل و. د فساد مخه د یوه سیسټم له لارې نیول کېدای شي. که پر داسې سیسټم غور وشي، په فساد له ښکېل کسانو څخه هم ګټوره استفاده کېدای شي. بلخوا فساد یوازې په مالي او اخلاقي فساد پورې هم نه تړل کېږي، کار اهل کار ته نه سپارل پخپله فساد دی. د طالبانو سرپرست حکومت کابینه او په دولت کې نوي اکثریت هغه کسان ګومارل کېږي، چې په دغه سرپرست حکومت پورې اړه ولري.
موږ په کور دننه ښه کاري ظرفیت لرو. له مدیریتي ظرفیت څخه نیولې تر پالیسۍ جوړونې او امنیتي او دفاعي برخې پورې. که د طالبانو سرپرست حکومت په دې دلیل چې د پخواني دولت کارکوونکي په فساد ککړ دي او باید ونه ګومارل شي، د مکې پر ځای د ترکستان پر لاره تګ دی. د یوې ورځې په خدماتي درېدا سره هم دولت ته لوی زیان اوړي او هم هېوادوال له ستونزو سره مخ کوي. د طالبانو سرپرست حکومت باید د بې باورۍ له دې بحرانه ځان وباسي او د یوه رغنده سیسټم له لارې ټول هغه کسان چې په کار پوه دي، ادارو ته وغوښتل شي. بلخوا د یوه نظام مسوولیت د هماغې جغرافيې اوسېدونکو ته کاري زمینې برابرول دي. دوی دې مسوولیت ته په کتو باید د عزل پر ځای د ګومارنې په فکر شي. دا چاره له یوې خوا د فقر په کموالي کې مرستندویه ثاتېدای شي له بلې خوا د حکومتولۍ څرخ ورسره تاوېدای شي. اوس له بده مرغه د حکومتولۍ څرخ ولاړ یا داسې په څرخېدو دی، چې خلک يې موثریت نه ویني. د بې باورۍ له دې بحران سره مبارزه او په کور دننه مسلکي ظرفیت څخه ګټه اخیستنه د طالب سرپرست حکومت هم انساني مسوولیت دی او هم د حکومتولۍ له اړخه پکار ده. د طالبانو سرپرست حکومت هغه وخت له هېواده بهر خلک راغوښتلی شوای، چې په هېواد کې د دغه ځواک له نشوالي سره مخ وای. افغانستان د فقر او لوږې تر څنګ له بې روزګارۍ هم کړېږي او په دې بې روزګاره کسانو کې د پخواني حکومت پر کارمنو سربېره په زرهاوو لوستي نور کسان هم شامل دي.