په دې لیکنه کې هڅه کېږي چې د کپنهاګ د امنیتي ښوونځي له زده کړو نه په ګټې اخیستنې، د افغانستان د شاوخوا د سیمو امنیتي وضعیت ورارزو. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د سیمې امنیت د بدلون په حال کې دی. د سیمه ییز امنیت شنونکي بري بوزان په خبره، افغانستان په دودیز ډول یو جلا هېواد دی. د بوزان موخه دا ده چې افغانستان د سیمه ییزې امنیتي په هېڅ ټولګه ( مرکزي اسیا، منځني ختیځ، د اسیا لویدیځ او د اسیا سوېل) کې ګډون نه لري او یو جلا هېواد دی. بل لوري ته، بوزان په دې عقیده دی چې افغانستان تل د امنیتي دینامیکونو نه چې په سیمه کې شته دی، تر اغېز لاندې راځي او ددغه دینامیک پر وړاندې/ امنیتي برخې غبرګون نه ښيي.؛ خو د اګست له ۱۵مې وروسته په دې وضعیت کې بدلون راغلی دی. زمونږ انګېرنه پر دې ده چې د اګست له ۱۵مې وروسته د افغانستان شاوخوا سیمې له امنیتي دینامیسونو چې په افغانستان کې پېښ شوي دي، اغېزمن شوي دي. په دې لیکنه کې هڅه پر دې ده چې دغه فرضیه تر څېړنې لاندې ونیول شي او همداراز په دغو سیمو کې امنیتي بدلون تر ارزونې لاندې ونیسو.
د موضوع د لا پوهاوي لپاره، لومړی لازمه ده ترڅو د سیمهییز امنیت د ټولګې د نظریې په اړه ساده تعریف ولرو. دا نظریه د کپنهاک د امنیتي ښوونځي یوه برخه ده چې بري بوزان او الي ویور د دغه ښوونځي اصلي بنسټ ایښودونکي دي. بوزان په دوو کتابونو کې ( خلک، دولتونه او وېره) او « سیمې او ځبرځواکونه» د سیمهییز امنیت د ټولګې نظریه دا ډول څرګنده کړې ده:
هلته چې ملي او نړۍوال تحلیلي کچې ونه شي کړای د اړونده سیمو د مسایلو د تجزیې او تحلیل لپاره مناسب وي، نو د دغې موخې لپاره به د یوې منځنۍ تحلیل کچې ته اړتیا وي. پخپله نوموړی، د منځني تحلیل د کچې د وړاندې نه موخه د دولت او ( نړۍوالو نظام) د سیستم ترمنځ د تشې ډکولو لپاره هڅه بولي. په بل عبارت، د « سیمهییز امنیتي یوه ټولګه» د هېوادونو په یوې ډله کې شاملیږي چې د هغوی ترمنځ امنیتي تړلتیا تر دې کچې ده چې نه شي کېدای د هغوی ملي امنیت له یو بل نه جدا فرض کړو. په ټولییز ډول، هغه هېوادونه چې په یوې جغرافیایي حوزه کې دي او د یو د بل له امنیتي دینامیکونو نه اغېزمن کیږي، په یوې امنیتي ټولګه کې دي.
افغانستان له یوه جلا شوي هېواد نه د سوېلي اسیا امنیتي ټولګې غړیتوب پورې
د سیمه ییز امنیت شنونکو ترمنځ، د سیمهییز امنیت په ټولګه کې د افغانستان د وضعیت په اړه، ګډ لیدلوري نشته دي. بري بوزان، افغانستان یو جلا شوی هېواد بولي چې د څو امنیتي ټولګو ترمنځ پروت دی او د دغو امنیتي ټولګو د هېڅ یوه غړی نه دی. محمد محمد جعفري په دې باور دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې وروسته بدلونونه د دې لامل شول چې افغانستان له جلا شوي وضعیت نه بهر شي او د سویلي اسیا امنیتي ټولګې په لوري لاړ شي. د افغانستان په قضیه کې له پاکستان سره د متحده ایالتونو نږدې اړیکې، د هند حضور او په سارک کې د افغانستان غړیتوب د دغې موضوع د ثابتولو لپاره روښانه بېلګې دي. میرویس بلخي د افغانستان او سیمې په کتاب کې لیکي چې افغانستان د لویدیځې اسیا او منځني ختیځ د امنیتي ټولګې یوه برخه ده. نوموړی ټینګار کوي چې له منځني ختیځ نه د افغانستان اغېزمن کېدل په تېره د سعودي عربستان او ایران سیالۍ د دې لامل شوي دي چې افغانستان ددې سیمې یوه برخه شي.
د سیمه ییزې امنیتي ټولګې په نظریې کې هم داسې ماده نشته چې یو هېواد د تل لپاره په یوه وضعیت کې پاتې کېږي او د دې امکان شته چې یو هېواد د الف له وضعیت نه ب وضعیت ته حرکت وکړي. ددې موضوع روښانه بېلګه، د افغانستان د جلا یا عایق وضعیت بدلون دی. افغانستان د سپټمبر د ۱۱مې پېښې نه وروسته د سویلي اسیا د امنیتي ټولګې په لوري لاړ او اوسمهال د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې وروسته ددې شاهدان یو چې افغانستان بیاځلي د عایق یا جلا وضعیت لوري ته تللی دی. ددې مسلې بله بېلګه ترکیه ده. ترکیه د طبیعي له پلوه د بالکان د امنیتي مجموعې غړی او برخه ده او دغه هېواد د لسیزو لپاره ددغې ټولګې په امنیتي بهیرونو کې رول درلودلی دی؛ خو په ۲۰۱۱ کال کې د عربي پسرلي په نوم له بدلونونو وروسته، دغه هېواد د منځني ختیځ امنیتي ټولګې په لور حرکت کړی او دا مهال ددې سیمې د امنیتي له مهمو لوبغاړو نه بلل کیږي.
د سیمې له امنیتي فعالیتونو نه اغېزمنېدل
د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وړاندې او په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ټول امنیتي شنونکو ګډ باور درلود چې افغانستان د سیمې له امنیتي بدلونونو نه اغېزمن کیږي او په بدل کې یې، نه شي کولای اغېز پرېږدي. دغه موضوع له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۲۱ کال پورې په ښه ډول لیدل شوې وه. افغانستان د سویلي اسیا د سیمې په کچه د هند او پاکستان له سیالۍ نه اغېزمن کېده خو بېرته یې نه شوای کولای اغېز پرېږدي. په همدې ډول، افغانستان له هغو سیالیو چې د منځني ختیځ د ټولګې دننه کې دوام درلود، اغېزمن کېده. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته، مونږ په دغه وضعیت کې د یوه بدلون شاهد یو. په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته، سیمه ییز امنیت د افغانستان له دننه بدلونونو نه اغېزمن شوی دی. دغه موضوع له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې برعکس وه. افغانستان له امنیتي فعالیتونو نه چې ددغه هېواد په شاوخوا کې یې دوام درلود، اغېزمن کېده؛ خو اوسمهال سیمه له هغو امنیتي فعالیتونو او کړنو نه چې په افغانستان کې پېښیږي، اغېزمنه کیږي:
۱- لومړی، امنیتي فعالیت یا کړنه چې سیمه یې د اګست له 15 مې وروسته اغېزمنه کړه، د نظم ورکونکې ځواک په توګه له سیمې نه د متحده ایالتونو وتل و. په افغانستان کې د متحده ایالتونو 20 کلن شتون په سیمه کې یې امنیتي نظم او تعادل رامینځته کړی و. خو له افغانستان نه د متحده ایالتونو وتل د سیمې امنیتي نظم او تعادل یې هم ګډوډ کړ. د متحده ایالتونو له وتلو وروسته، چین، روسیې او ایران چې ټول د یاد هېواد له سیالانو نه وو، په سیمه کې لا فعاله شول.
۲- د اګست له ۱۵مې وروسته په پاکستان کې امنیتي وضعیت هم بدلون کړی دی. د هغه څه په اړه چې پاکستانیو سیاستوالو یې تمه درلوده چې «د طالبانو په راتګ به امنیتي وضعیت ښه شي» خو د طالبانو په راتګ سره د پاکستان امنیتي وضعیت خراب شوی دی. د افغانستان او د پاکستاني طالبانو څو اړخیزې اړیکې، په پاکستان کې د بد امنیو مهم لامل دی. په افغانستان کې د طالبانو حضور ټيټيپي ته یې دا ډاډ ورکړی دی چې هغوی هم کولای شي په پاکستان کې د مبارزې له لارې واک ته ورسېږي. د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نېټې را پدېخوا د پاکستان د پوځي ځواکونو لمینځه وړل څو برابره شوي دي. د پاکستان پوځ وايي چې تي تي پي له پرمختللو پوځي وسایلو نه چې په افغانستان کې د متحده ایالتونو نه پرځای پاتې شوي دي، ګټه اخلي.
۳- د مرکزي اسیا هېوادونه هم اندېښمن دي؛ ځکه د بنسټ پالنې او تروریسم ګواښ هغوی سره نږدې خپل فعالیتونه ترسره کوي. د مرکزي آسیا هېوادونه په افغانستان ددغه هېواد په شمالي پولو کې د داعش له پراختیا نه سخت په اندېښمن دي. بل لوري ته هم، په مرکزي اسیا کې د بنسټ پالنې بالقوه وړتیاوې هم شته او دې موضوع د دغو هېوادونو اندېښنه نوره هم زیاته کړې ده.
۱- له متحده ایالتونو او د افغانستان له پوځ نه پاتې شوې وسلې اوسمهال کشمیر او غزې تته رسېدلې دي. شاوخوا څو مېاشتې وړاندې، اسراییلي رسنیو راپور ورکړ چې د غزې په تړانګه کې امریکايي وسلې د حماس له ډلې سره لیدل شوي دي. له هغه وړاندې هم هندي رسنیو په کشمیر کې له باغي ډلو سره د امریکايي وسلو له لیدل کېدو خبر ورکړی و.
۲- یو له بدلونونو چې د اګست له 15 مې راپدېخوا د پراخوالي په حال کې دي، د پولو پر سر شخړې دي. د طالبانو ډلې لږترلږه تر دامهاله 20 ځلي د افغانستان له ګاونډیانو سره شخړې کړي دي چې بېلګه یې تر اوسه چا نه وه لیدلې.
۳- شپږم امنیتي بدلون چې د اګست له 15 مې راپدېخوا پېښ شوی دی، ایران او پاکستان ته د افغانانو کډواليتوب دی. د کډوالو ستونزه ورو ورو د سیمې لپاره په یوې ننګونې بدلیږي.
۴- د کپنهاګ د امنیتي ښوونځي یو له کلیدي موضوعاتو نه، د یوې غیر امنیتي مسلې امنیتي جوړول یا امنیتي کېدل دي. د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راپدېخوا د اوبو موضوع چې یوه غیر امنیتي موضوع ده، په یوې امنیتي موضوع اوښتې ده. له ایران سره د هیرمند د سیند د اوبو وېش او له اوزبیکستان سره د قوش تیپې د کانال د سیمه ییز امنیت د نویو دینامیسمونو نه دي چې د سیمې په ټول امنیت اغېز اچوي.
دغو اوو موضوعاتو ته په پام، کولای شو داسې پایله ترلاسه کړو چې د افغانستان بدلونونه پر سیمهییز امنیت اغېز اچوي او د سیمهییز امنیتي فعالیتونه د افغانستان د کورنیو بدلونونو نه اغېزمن دي. په ټوله کې، په افغانستان کې د طالبانو بیاځلي واک نیول په سیمه په تېره سویلي اسیا کې د بد امنیو لامل شوی دی. د امنیت دغه بدلون اوسمهال یوازې په سویلي اسیا کې د لیدلو وړ ده، خو په نږدې راتلونکې کې د دې امکان شته چې د سیمې په کچه د امنیتي ضد دینامیکونه پراخ شي.