۸صبح، کابل: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د چین، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزو همکاریو د کړنلارې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر چهارشنبه د وري پر ۱۰ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان مقتي سره لیدلي دي.
وانګ يي په دې لیدنه کې ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې باید چین، افغانستان او پاکستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره د همکارۍ درې اړخیزه کړنلاره جوړه کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې له قریشي او متقي غوښتي، چې درې اړخیز باور رامنځته او د درېیو خواوو د اصلي اندېښنو ملاتړ وشي.
وانګ يي د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د پراختیا لپاره د افغانستان پر عملي همکاریو ټینګار کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز کړی: «درې واړه هېوادونه باید تروریستي ضد همکارۍ هم غښتلې کړي، تروریزم له منځه یوسي، چې په سیمه کې اوږمهالي ثبات ته لاره هواره شي.»
په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د نړۍ د اړیکو جوړولو لپاره هلې ځلې کړې او د دغه هېواد د وګړو ژوندانه ته پام کوي.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان شتمني باید ژر تر ژره ازاده شي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مقتي هم ویلي، چې له چین، پاکستان او نورو هېوادونو سره ژمنه کوي، چې په خپل هېواد کې به ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، چې له افغانستان څخه نور هېوادونه وګواښي.
مقتي له چین او پاکستان څخه په مننې ویلي، چې د درېیو واړو هېوادونو همکارۍ باید غښتلې شي، چې هغوی په فعاله توګه د یوه کمربند او یوه لار پروژې په تطبیق کې ګډون وکړي.