۸صبح، کابل: چینايي چارواکو له افغانستان سره د زر ټنه بشري مرستو خبر ورکړی دی. هغوي وايي، د مرستو دغه جوپه له چینه د افغانستان پر لور خوځېدلی او ډېر ژر به ورسېږي.
کابل کې د چین سفیر وانګ یو په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا مرستې د یکشنبې پر ورځ د لړم پر دېرشمه د اورګاډي له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.
د نوموړي په خبره، دې مرستو کې خوراکي توکي او د ژمي جامې دي. هغه زیاته کړه، چین د روان میلادي کال راهیسې له ۲۶۰۰ ټنه زیاتې بشري مرستې افغانستان ته لېږلې دي.
څو ورځې وړاندې د روسیې د بشردوستانه مرستو ۳۲ ټنې جوپه هم کابل ته راغله او طالب چارواکو ته وسپارل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د ژمي له راسېدو سره ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي نظام د پاشلتیا خبرداری ورکړی دی.