۸صبح، کابل: ځايي سرچينې وايي چې په خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ په وسلهواله نښته کې يو ځوان وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه سېشنبه شپه د کب پر ۲۲مه د خوست مرکز ته څېرمه د «لکڼو» ولسوالۍ په «کوړیانو» کلي کې شوې ده.
وژل شوی کس شیزالله نومېده او د خوست په ولایتي روغتون کې ډاکټر و.
د سرچينې په وینا، په دې نښته کې د څلورو نورو کسانو سربېره د شیزالله دوه وروڼه هم ټپيان شوي دي.
طالبانو هم دا پېښه منلې او ویلي یې دي چې دغو دوو کورنیو له ډېر پخوا «شخصي دښمني» لرله.
هېره دې نه وي چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.
دوه ورځې وړاندې هم د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې یو ځوان په ورته پېښه کې ووژل شو.