۸صبح، کابل: د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۳ په دغه ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو او طالبانو ترمنځ سخته نښته شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې دغه نښته د دې ولسوالۍ په قنجغه کلي کې د شپې په ۱۱:۰۰ بجو پيل شوې او د شپې تر ۳:۰۰ بجو یې دوام کړی دی.
د سرچینو په وینا، په دغو نښتو کې دواړه لوریو له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی.
که څه هم د تلفاتو کره شمېر روښانه نه دی؛ خو ځایي سرچینو ویلي، چې په دغه نښته کې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي دي.
طالبانو ادعا کړې، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې یې د داعش پر پټنځای برید کړی دی.
امام صاحب ولسوالي له تاجیکستان سره پوله لري او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په دغې ولسوالۍ کې څو چاودنې هم شوې دي، چې د ځینو چاودنو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.