۸صبح، کابل: په ننګرهار او کندوز کې سیمهییزې سرچینې د دوو جلا پېښو په پاېله کې د دوو نارینهوو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په ننګرهار کې سرچینې وايي چې چهارشنبه د وري پر ۱۵مه یو ځوان د جلالاباد ښار اړوند شپږمې ناحیې په «بحراباد» سیمه کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
دا ځوان رفیعالله نومېده او پر سر په مرمۍ ویشتل شوی دی.
تر اوسه د دغه ځوان د وژنې لامل څرګند نه دی.
ورته مهال، سرچینې وايي چې په کندوز کې د بدخشان د یفتل پایان ولسوالۍ د «روباتک» کلي یو اوسېدونکی وژل شوی دی.
دا کس حبیبالله نومېده او له څه مودې راهیسې یې په کندوز ښار کې ژوند کاوه.
که څه هم د دغه کس د وژنې انګیزه څرګنده نه ده؛ خو سرچینې ادعا کوي چې حبیبالله د هغې ښځې د خپلوانو له خوا وژل شوی چې غوښتل یې واده ورسره وکړي.
د سرچینو په خبره، یو شمېر کسانو د طالبانو له جامو او وسلو څخه په ګټې اخیستنې شپه مهال د دغه سړي پر کور بريد کړی او نوموړی یې په ډزو وژلی دی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ویلي نه دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې او جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
سهشنبه د وري پر ۱۴مه شپه مهال په تخار او غزني کې دوه کسان د غلا په تور وژل شوي دي.