۸صبح، کندوز؛ سیمهییزې سرچينې ادعا کوي چې په کندوز ولايت کې طالبانو د « سياېسای» په نوم د یو نړۍوال مرستندويه بنسټ د ٢٥٠ خوراکي کڅوړو نيمه برخه خپلو کسانو ته وېشلې ده.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا مرستې ټاکل شوې وه یکشنبه د وري پر ۱۲مه د کندوز په مرکز کې اړمنو کسانو ته ووېشل شي.
ورته مهال، د دغو خوراکي توکو شاوخوا ۵۰ کڅوړې په کندوز کې د طالبانو د بهرنیو چارو ریاست د خپلو کسان ترمنځ وېشلي او څو نورې کڅوړې «ولایتي استازي» له ځان سره وړې دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د خوراکي توکو ۴۰ نورې کڅوړې د «سپین زر هوټل» مسوول خپلو کسانو ته وېشلي دي.
کندوز یوازینی ولایت نه دی چې اوسېدونکي یې د طالبانو د فساد له کبله له بشري مرستو محروم شوي؛ بلکې د ډېرو ولایتونو اوسېدونکي په دې بهیر کې له ناعادلانه وېش څخه شکایت لري.