د طالبانو د سیاسي تفکر په اړه تل پوښتنه شوې او پرله پسې ویل شوي، چې طالبان د دولت جوړولو لپاره مشخص مانیفیسټ نه لري. په وروستیو کې د دغې ډلې له خوا په عربي ژبه یو کتاب چاپ شوی او د هغوی قاضي القضات لیکی دی. دغه کتاب «الامارة الإسلامیة و نظامها» نومېږي. دا کتاب چې ګویا د دغې ډلې «امیرالمومنین» هم تایید کړی، د سلفي فکر یو کتاب دی، یعنې هغه څه پخوانیو ویلي او د طالبانو خوښ شوي، په التقاطي توګه غوره شوي دي، بې له دې چې خپل خپلواک نظر پرې ورزیات کړي. نوموړي په دې کتاب کې کله حنفي مذهب، کله د اهل حدیث رایو، کله هم د سیدقطب او مودودي تکفیري ترمینالوژۍ چې د دنیا ننني نظامونه یې جاهلي بللي او کله هم د اموي او عباسیانو تګلارې ته سر ورښکاره کړی دی. دا کتاب د دغې ډلې له لوړې مرجع څخه صادر شوی. دغه کتاب هم د طالب مشرانو ټيټه علمي کچه ښيي او هم د اوسني عصر او غوښتنو په اړه د دوی جهل.
د دغې ډلې د اوسنیو تناقضاتو د ښوولو لپاره، د امیرالمومنین د منصب لپاره د شرطونو یادونه بسنه کوي. قاضي القضات د پخوانیو نه په نقل سره، له صحیح بخاري څخه درې حدیثه رانقل کړي، چې د امیرالمومنین د ټاکلو لپاره يې اووم شرط «قریشي بودن» بللی دی. هغه د قریشي له ټبره د امیرالمومنین حکمت په اړه د شاه ولي الله دهلوي نظر نقل کړی: «واجب دی، چې خلیفه له هغو کسانو څخه وي، چې خلک ترې سرغړونه ونه کړي. د لوی نسب او حسب په دلیل، ځکه ځینې کسان چې داسې نسب نه لري، خلک يې خوار او حقیر ګڼي او باید داسې کس وي، چې لوی مقام ولري او د قوم د راټولولو او وګړي یې د جنګ وړتیا ولري، غښتلی وي، چې د هغه د ملاتړ لپاره خلک ځان هم قربان کړای شي… او دا ټولې ځانګړنې بل چېرې نه دي راټولې شوې؛ خو په قریشو قبیلې کې، په ځانګړې توګه د اسلام پيغمبر (ص) له بعثت وروسته چې قریش ورسره معتبر شول.»
د دغه کتاب د لیکوال او د ده د همفکره ملایانو په اند، تر قرآن وروسته احادیث تر ټولو زیات اعتبار لري. اوس دا پوښتنه راپورته کېږي، چې د طالبانو «امیرالمومنین» قریشي دی؟ که د قریش له قبیلې نه وي، ولې په دې منصب ګومارل شوی دی. کله چې خلک د کمزوري دلایلو احادیثو اجرا ته اړ باسي، ولې پخپله پر متفق علیه احادیثو عمل نه کوي؟
طبیعي ده، چې د معاصر عقلانیت له مخې، د ټولنې د رهبرۍ لپاره د معیارونو تعیین د قانون او دغه منصب ته د شخص تعیین د خلکو کار دی. هر هېوادوال د ورود حق لري. قبیلي پیوندونو ته التفات هم په نړۍ کې عقلمن کار نه دی. البته تر دې مخکې هم د اسلام په تاریخ کې عقلپالو بهیرونو د حاکمانو په قریشي بودن باور نه لاره؛ خو خبره دا ده، که طالبان د رهبرۍ په کچه له تناقضاتو ځان ونه شي ساتلي، د هغوی په منګولو کې نښتي خلک به څنګه د ژغورنې لار پيدا کړي؟