امیرالمومنین یعنې د ځمکې پر سر د ټولو مومنانو فرمانروا. د مسلمانانو سیاسي ترمینالوژي د اسلام د تاریخ په لومړیو درې څلورو پېړیو کې ورغېده. د خیلفه، امیرالمومنین، امیر، امام، سلطان او پاچا کلمې د دغې ترمینالوژۍ یوه برخه ده. د اسلام په تاریخ کې امیرالمومنین هغه چا ته وايي، چې د اسلام نړۍ په سراسر کې تر ټولو لوړه سیاسي مرجع وګڼل شي. له تاریخي پلوه، دا اصطلاح اموي او عباسي خلفاوو او او ځینو عثماني سلطانانو ته کارېده او د اسلام په تاریخ کې ځینو نورو اسلامي پاچایانو او پياوړو امیرانو لکه اسماعیل ساماني، محمود غزنوي، الپ ارسلان سلجوقي، صلاح الدین ایوبي او نورو د امیرالمومنین له لقب څخه ډډه وکړه.
د امیرالمومنین اصطلاح په دیني نصوصو کې نشته او هغه کتابونه چې نن سبا د سیاسي فقې او پخوا د الاحکام السلطانیه په نامه پېژندل کېدل، په دې اړه یې بحث نه کاوه؛ خو د اسلام په تاریخ کې منل شوی عرف دا و، چې د اسلام په ټوله نړۍ کې یوازې یو کس په دې نامه یاد شي. هغه بیا ډېریو مسلمان واکمنو ته د منلو وړ و، ځکه د امیرانو امیر او پاچایانو پاچا و. ظاهراً له شرعي پلوه دا سم نه و، چې په یوه وخت کې دوه امیرالمومنینه وي. د صحیح مسلم د روایت پر اساس، د اسلام پيغمبر ته د منسوبې وینا له مخې که دوو خلیفه وو ته په یوه وخت کې بیعت وشي، دویم هغه باید ووژل شي. امیرالمومنین د مسلمانانو ترمنځ د امپراتور حیثیت درلود، چې د واک په قلمرو کې يې په مختلفو سیمو کې شاهان او حاکمان تر لاس لاندې وو.
اوس چې د طالبانو مشر ځان امیرالمومنین ګڼي یعنې د نړۍ د ټولو مسلمانانو فرمانروا، که څه هم په عمل کې ورته څه نه دي او د یوه هېواد په تورتم ورځو شپو کې د یوې بدوي ډلې فرمانروا دی؛ خو د هغه له لویو خوبونو او خیالونو څخه پرده پورته کوي. د اسلام په نامه د لويې او پیاوړې امپراتورۍ جوړولو ته تمایل له اوږده وخته په اسلامي هېوادونو کې مینان لري او د عثماني خلافت له ماتې تر اوسه کله د مصر پاچا، کله د حجاز پاچا، وروسته په پاکستان کې ضیاالحق او همداراز په ایران کې د انقلاب صادروونکو ځان ته د ورته ماڼۍ د جوړولو خوب لیده، داسې ماڼۍ چې د وخت باد او باران يې د جوړولو اجازه ورنه کړه؛ خو مسلمانانو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړ.
د داسې تمایل پایله دیني استبداد، د سیاست په برخه کې له دین څخه ابزاري ګټه، د ترهګرو او توندلارو ډلو اتکا، د بېلابېلو هېوادونو له استخباراتو سره تړونونه، د هېوادوالو ځپل، په ایډيالوژيکو توهماتو اختل کېدل او د ډېرو چانسونو او ملي امکاناتو د بربادولو سبب شوې ده. له دې ورهاخو نورې نيوکې هم پر دې لقب کېدای شي، لکه د امیرالمومنین پر چارو د نظارت میکانیزم نشتوالی، د هغه د واکونو د مهار لپاره د یوې تګلارې نشتوالی، د تصمیم نیونې پر مهال د روڼ بهیر نبود او د ځوابوینې سیسټم نبود چې نشتوالی يې ورانکاري استبداد ته لاره جوړوي. د یوه نظام رهبر ته باید نوم انتخاب شي، عزل او ګومارنه یې د خلکو په لاس او مشروعیت يې هم د خلکو په ارادې رامنځته شوی وي. د ولسي ارادې، واکپالنې یا ځپنې له پلوه د نظامونو د مشرانو لپاره د القابو غوراوی د نظامونو په پوهاوي کې مرستندوی دی. امیرالمومنین یو بل سرخوږی دی.