تیز او توند توفان د چاريکارو ښار اسمان تیاره کړى دى. د ښار لارې او کوڅې له یخنۍ څخه کنګل شوې دي. سړکونه کنګل دي او د تېرو ورځو په څېر ګڼه ګوڼه نشته. د بې سارې يخنۍ له امله د دغه ښار ډېر اوسېدونکي له کوره بهر له تلو ډډه کوي. په عین حال کې، یوه ښځه د خپل ویجاړ شوي کور دروازې مخې ته د مرستې په تمه ناسته ده. د بې وزلۍ او خاوند ناروغۍ هغه مجبوره کړې چې د مرستندویه موسسو پلاوي د را رسېدو لپاره شېبې وشماري.
ما د ژمي له سختې یخنۍ څخه ځان په څادر کې رانغاړلی و چې ناڅاپه مې غږ واورېد: «ایا ته پلاوی یې؟» زما په ښي لاس کې ویډیویې کمرې هغه تېر ایستلې ده. فکر کوي چې زه د موسسي د څارنی ټیم غړی یم. هغې نیلي رنګه ټیکری په سر دی. د یوې ښځې په شان له غږ پرته، دا ناشونې ده چې وپېژندل شي چې هغه څوک ده او څومره عمر لري. زه خپل ځان هغه ته معرفي کوم او یو څو پوښتنې ترې کوم. د هغې نوم رویا دی او د پنځو ماشومانو مور ده. رویا فکر کاوه چې زه د یوې مرستندویه موسسې کارکوونکی یم او زه هغه ګاونډ د دی لپاره تللی وم چې د اړو خلکو کورونه سروې کړم. دغه ۳۵ کلنه مېرمن کله چې ډاډه شوه چې زه خبريال یم د خپلې کورنۍ د خراب اقتصاد دردناک حالت راته وايي.
رویا وايي: «ورور جانه زه غریبه یم. راځئ چې کور ته ولاړ شو او خپل ماشومان وګوری چې وږي دي. ترڅو بسپنه ورکوونکي او بډایه خلک وګوري چې موږ څنګه ژوند کوو. موږ نه د خوړلو لپاره ډوډۍ لرو او نه د کور د تودوخې لپاره لرګي او د ډبرو سکاره لرو. زه هره ورځ د خپل کور د دروازې مخې ته [مرستندویه ادارو] د پلاوي انتظار کوم چې موږ په خپل لیست کې شامل کړي، مګر هیڅ نه راځي. ما فکر کاوه چې تاسو یو له دغو خلکو څخه یاست.»
دغه بې وزله هېوادواله له اوو ورځو راهیسې هڅه کوي چې خپله غوښتنه د پروان والي ته ورسوي، خو هیچا یې غوښتنې ته پام نه دی کړی. رویا زیاتوي:«اوه ورځې مي د ولایت تر دروازې پوري عریضه وروړه، خو هغوی راته د ننوتو اجازه رانکړه. والي او نور طالب چارواکي دې راشي او زما د ماشومانو حالت دی وګوري او زما د دیګ او څمڅې حالت دې وګوري. راشئ د اوړو خالي کندو وګورئ چې موږ د پخولو لپاره څه لرو که نه.»
زه د هغه کور ته ننوتم. د دې کورنۍ د کور په هر کونج کې د بې وزلۍ نښې لیدل کیږي. د هغې میړه په سړه خونه کې له تودوخې پرته د ناروغې په بستر پروت دی. ماشومان کوچني او لوي ماشومان په ناپاکو جامو کې په خپله نړۍ کې ډوب دي. رویا څرګنده کړه:«ورور جانه غریب چې روژه نیسي، ورځ یې اوږدیږي. میړه مي په کوټه کې پروت دی او په خپو د ودریدلو توان نلري.» د رویا مېړه په دې وروستیو کې څو میاشتې وړاندې یو مسافر وړونکی ریکشا اخیستی او غواړي له هغې څخه د خپل ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار واخلي، خو قسمت ورسره یاري ونه کړه او څه موده وروسته په یوه ترافیکي پېښه کې په ملا ټپي کېږي.
رویا زیاتوي: «میړه می زموږ لپاره یوه شتمني وه. خپلو ماشومانو ته یې ډوډۍ پیدا کوله او په خپلو کارونو بوخت و. څو میاشتې مخکې، د غرمي مهال تلیفون ته زنګ راغی. ومی ویل بلی، زما میړه چیغې کړې او ما ته یې وویل چې د ریکشو تمځای ته راشه ځکه چې ریکشه می چپه شوی او زه ټپي شوی وم. له ډېرې اندېښنې سره چې زموږ ژوند د څو ورځو لپاره سوکاله و، مېړه مې په رېکشه کار کاوه او چا ته مو لاس اوږد نه و. زه روغتون ته لاړم او یو څه وخت وروسته یې زما میړه رخصت کړ. اوس هغه د کار کولو توان خو څه کوی چې د اودریدلو توان نلري. له هغې ورځې زموږ بدبختي پیل شوه. اوس مې مېړه په کور کې پروت دی او زه د خپلو ماشومانو سرپرستي کوم.»
رویا چې له خپلې کورنۍ سره په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ده، له مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي. د پروان ولايت په مرکز چاريکارو کې د سړې هوا او بې سابقې يخنۍ د دغې کورنۍ ستونزې نورې هم زياتې کړې دي. رویا زیاتوي: «موږ د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لرو او د کور د تودوخې لپاره لرګي او ډبرو سکاره هم نه لرو. زما ناروغ میړه ګرمې هوا ته اړتیا لري، مګر زموږ کور سوړ دی. زما ماشومان هره شپه سړه وهی. زه د خپل میړه د درملنې توان نه لرم. موسسی او شتمن خلک باید له موږ سره مرسته وکړي.»
دا یوازینی رویا نه د چې د ژمي په موسم کې له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګریوان ده، بلکې په دغه ولایت کې سلګونه نورې رویا ګانې هم شته چې د ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو مرستو ته په تمه دي. د نړیوالو موسسو شمېرې ښيي چې اوس مهال د افغانستان څه باندې ۷۵ سلنه وګړي د نړیوالو موسسو پر مرستو تکیه لري. افغانستان دا مهال له پراخې بې وزلۍ او بې ساري ساړه موسم سره مخ دي. د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، هغه مرستې چې د موسسو له خوا پر اړمنو کسانو وېشل کېږي، د طالبانو د محدودیت له امله اړمنو کسانو ته نه رسېږي.