پرون په کابل کې له چاپخونو او کتاب پلورنځیو د لسګونو زرو کتابونو د ضبطېدو راپورونه خپاره شول. د دغو راپورونو له مخې، تر اوسه یوازې له سعید خپرندوی مرکزه ۱۱ زره کتابونه، له امیري خپرندوی مرکزه ۱۰ زره او له مقصودي چابخونې او واژه چاپخونې زرګونه کتابونه ضبط شوي دي. کتاب پلورونکو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو له لوري د کتابونو د ضبطولو بهیر دوام لري او په پام کې ده، چې په دې ورځو کې د کابل له کتاب پلورنځيو لسګونه زره نور کتابونه هم ضبط شي. ښکاره ده چې دا بهیر به د هېواد په کچه پلې شي او په نورو ښارونو او ولایتونو کې به هم کتاب پلورنځي تر تفتیش لاندې ونیول شي.
په افغانستان کې کتابونه عموماً ښه وضعیت نه لري. په افغانستان کې خلک له کتابونو سره دومره ښه اړیکه نه لري. د طالبانو مسأله څرګنده ده او دا ډله په دوامداره توګه له علم او کلتور سره پر جګړې بوخته ده. افغانان هم له کتابونو سره دومره مینه نه لري. د طالبانو لاسته د دولت تر سقوط مخکې کتاب پلورنځیو نسبتاً ښه کاروبار درلود، خو د ښارونو نفوس ته په کتو د کتاب پلورنځیو شمېر ډېر کم و. هماغه مهال په کتاب پلورنځیو کې تر ډېره درسي کتابونه پلورل کېدل. په دې کتابونو کې د ښوونځیو هغه کتابونه هم شامل وو چې دولت زده کوونکو ته نه شوای برابرولای او هغوی مجبور وو له بازاره یې وپېري. د خصوصي پوهنتونونو شمېر هم د کتابونو له بازار سره مرسته کړې وه. د دغو پوهنتونونو استادانو خپلو محصلانو ته لارښوونه کوله چې کوم کتابونه واخلي. کله ناکله د دغو کتابونو پېرل او برابرول د محصلانو لپاره اړین وو.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هم د کتاب په تړاو لویې تېروتنې وکړې. ښايي د دغو تېروتنو تر ټولو ښکاره بېلګه هغه وخت وه، چې ښاغلي کريم خرم د اطلاعاتو او کلتور وزير و. په ۱۳۸۸ کال کې کله چې ښاغلي خرم وزیر و، د عرفان د انتشاراتو د کتابونو یوه لارۍ چې له ایرانه افغانستان ته دننه شوې وه، د نیمروز پر پوله ودرول شوه. څه موده وروسته هغه ټول کتابونه د هلمند سیند ته وغورځول شول. په هغه وخت کې په دې تړاو بحثونه راوپارېدل چې چا یا کومې ادارې اوبو ته د دغو کتابونو د غورځولو امر کړی. د هغه وخت د نیمروز والي غلام دستګیر ازاد بي بي سي ته وویل، د هلمند سیند ته د دغو کتابونو د غورځولو امر د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د افغانستان سترې محکمې صادر کړی دی. خو دغو دوو بنسټونو د دغه اقدام مسووليت ونه مانه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت یې پړه د علماوو شورا د ولايتي واحدونو پر غاړه واچوله. بلخوا، د کتابونو انتخاب عجيب و. غلام دستګیر ازاد هغه مهال بي بي سي ته ویلي وو، چې ځینې دغه کتابونه جنجالي وو او قومي او مذهبي مسایلو ته یې لمن وهله.
د عرفان چاپخونې خاوند ابراهیم شریعتي افغانستاني له هغې وروسته چې کتابونه یې د هلمند سیند ته وغورځول شول، بي بي سي ته وویل، چې په دغه ۲۵ ټنه وزن لرونکي چوپه کې ۱۱عنوانه کتابتونه شامل وو، چې د نیمروز په ګمرک کې د راوړلو اجازه ورنه کړل شول. بي بي سي ته د شریعتي د خبرو له مخې،« د هزاره ها په نوم د حسن پولادي کتاب چې د عالمي کرماني له خوا ژباړل شوی، شناسنامه افغانستان کتاب چې بصیر احمد دولت آبادي لیکلی، گل سرخ دل افگار د جواد خاوري لیکل شوی کتاب، نهج البلاغه د حضرت علي د لیکنو او ویناوو ټولګه او اصول کافي په دغو کتابونو کې شامل وو.» جالبه خبره دا ده چې طالبان هم دغه ډول کتابونه ضبطوي او معلومه نه ده چې د کابل په ساړه ژمي کې يې سيند ته غورځوي او که يې د لرګيو په بخاریو کې سوځوي او د خپلو جنګياليو کوټې پرې ګرموي. په کابل کې یو شمېر کتاب پلورونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د تاریخ، شیعه مذهب، د تاجیکانو د تاریخ، او دغه راز د جهاد او مقاومت اړوند کتابونه، د پخوانیو مشرانو لکه احمدشاه مسعود، عبدالعلي مزاري او نورو اړوند کتابونه او د قومونو د تاریخ په تړاو لیکل شوي کتابونه راټول کړي او له ځان سره وړي دي.» د کتابونو په انتخاب کې دا ورته والی ښيي، چې په جمهوري نظام کې هم ځيني داسې کسان په واک کې وو، چې له کتاب سره د چلند په برخه کې یې طالبانو ته ورته فکر درلود. د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت هم په دې وروستیو کې خصوصي پوهنتونونو ته یو لیک استولی او له کتابتونونو یې د ځینو کتابونو د لېرې کولو امر کړی. هلته د شیعه مذهب اړوند کتابونو یادونه شوې ده. البته دغه وزارت تر دې وړاندې هم په دولتي پوهنتونونو کې ورته اقدام کړی و او کتابتونونه یې تصفیه کړي وو.
زموږ په سیمه کې د کتاب سوځول خورا اوږد تاریخ لري. په ځینو مواردو کې د د واکمنیو بدلېدل د دې لامل شوي دی چې کتابونه او کتابتونونو وسوځول شي. د عبدالحسین زرینکوب په وینا، په «دوه پیړۍ چوپتیا» کې کله چې عربان د لومړي ځل لپاره تاریخي ایران ته ننوتل، ډیری کتابونه یې وسوځول یا یې اوبو ته وغورځول. د افغانستان په معاصر تاریخ کې داسې ډېرې پېښې شوې دي. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال له قرآن پرته له هر ډول کتاب سره مهمه نه وه، چې څه ډول کتاب وي، د واکمنانو دښمني تر دې بریده وه چې خلک اړ شول خپل ټول کتابونه ښخ کړي څو د « کتاب لرلو» په تور ونه نیول شي، شکنجه نه شي او ان ونه وژل شي، لکه څنګه چې یې په ورته دلیل خپل ټلویزیونونه ښخ کړل. پیړۍ بدله شوه او نړۍ والو شخړو نوي اړخونه خپل کړل، خو طالبان بدل نه شول. دوی بیا هم له هماغې تړلې ایډیالوژۍ سره راغلي دي چې د شلمې پیړۍ په وروستیو کې راغلي وو.
له کتاب او علم سره د طالبانو د ډلې دښمني څه نوې خبره نه ده. د افغانستان ټول خلک پوهیږي چې د طالب او کتاب ترمنځ هیڅ اړیکه نشته. له همدې امله، کله چې یوه طالب جنګیالی د کتاب پلورنځیو د پلټلو پر مهال خپل ټوپک په پښه تکیه کړی و او په لاسونو کې یې خلاص کتاب نیولی و، له هغه په هماغه حالت کې عکس اخیستل شوی و چې د ډېرو پام یې ځان ته واړاوه. دا چې د یوه طالب په لاس کې کتاب و، د خلکو پام یې خپل کړی و او هغوی یې حیران کړی وو. په داسې حال کې چې هغه طالب ښایي کتاب د لوستلو یا پېرولو لپاره نه وي خلاص کړی ، بلکې د دې لپاره یې خلاص کړی و چې د هغه د ضبطولو یا د کتاب پلورونکي د شکنجه کولو دلیل پيدا کړي.
طالبان د کتابونو د ضبطولو لپاره ډېر دلایل لري. پوهه د یوه شاتګ پالي رژیم ترټولو جدي دښمنه ده. ښايي هیڅ جبهه د طالبانو لپاره د کتاب او پوهې په څېر وېروونکې نه وي. تعصبونه او تبعیضونه د ضبطولو لپاره د کتابونو په انتخاب کې یو بل مهم عامل دی. هغه کتاب چې د دې ډلې ایډیالوژۍ تر پوښتنې لاندې راولي، د هغوی لپاره د زغمو وړ نه دی. په همدې ډول، هغه کتابونه چې غیر طالباني هویت معرفي کوي، د دې ډلې لپاره د زغم وړ نه دي. کله داسې هم کیږي، هغه کسان چې پخپله کتابونه نشي لوستلای، نورو ته هم د کتاب لوستلو او باسواده کېدلو اجازه نه ورکوي؛ ځکه چې په دې صورت کې به د طالبانو او خلکو تر منځ واټن زیات شي. همدا اوس طالب د ټولنې په متن کې د هضم وړ نه دی. که طالبانو کولای شوی چې له دغو کتابونو د خپل رژیم او حاکمیت لپاره د وسیلې په توګه کار واخلي، نو هیڅ کتاب به نه ضبطېده او هیڅ کتاب پلورونکی به زندان ته نه لوېده. پر ټلویزیونونو یې د تېرې دورې په څېر ځکه بندیز نه دی لګولی چې د خپل رژيم په ګټه ترې تبلیغاتو کې کار اخیستلای شي.