له کمال خان بند څخه د ۹۳ کیلومترو په اوږودالي د ترکو او قلعه افضل ویالو ودانیز کارونه ۵۳ سلنه پرمخ تللي دي.
د دغو ویالو په جوړولو سره به په نیمروز ولایت کې ۴۹۳۹۷ هکتاره شاړه ځمکه د کرکېلې لپاره چمتو شي.
د دغو ویالو د جوړولو مالي لګښت ۹،۹ میلیارده افغانۍ دی چې د هېواد له پراختیایي بودیجې ورکول کېږي او ودانیز کارونه یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا عملي کېږي.
له دغو ویالو څخه به ۴۹ زره کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه اخلي.
کمال خان بند د هېواد یوه سترو پروژه ده، چې په دې وروستیو کې یې د اوبو د زېرمه کولو بهیر پیل شوی دی.
د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور کې حکومت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د بندونو پر جوړولو او رغولو لازیاته پانګونه وکړي د برېښنا د تولید ترڅنګ به ډېرې شاړې ځمکې کرکېلې ته چمتو او د کرونیزو حاصلاتو کچه به لوړه شي.