نیمروز د هېواد له ګرمو ولایتونو څخه دی چې په لوېدیځ کې له ایران او په سویل کې له پاکستان سره پوله لري، همداراز په شمال کې له فراه او ختیځ کې له هلمند ولایتونو سره په ګاونډ کې پروت دی چې له جغرافیايي پلوه ځانګړی اهمیت لري. نیمروز وچه او ګرمه هوا لري چې په اوړي کې توده او وچه او په ژمي کې معتدله وي. په دغه ولایت کې د لویو او کوچنیو سیندونو شتون، د نوموړي ولایت د اوسېدونکو او څارویو لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي. هلمند سیند چې د هندوکش له غرونو سرچینه اخلي په همدې سیمه کې د هېواد لوېدیځ او سویل ته بهېږي. د پېچلیو درو او غرونو ترمنځ ددغه سیند بهېدل د کال په بېلابېلو فصلونو کې د ځمکو د ویجاړېدو او سیلابونو د راتلو لامل کېږي. دا په داسې حال کې دي چې ددغه سیند په اوږدو کې د اوبو د بندونو د جوړولو، د برېښنا د تولید او کرنې د ودې او پراختیا په موخه د شاړو ځمکو د خړوبولو لپاره په بشپړه توګه شرایط برابر دي. پر همدې لاره له دې مخکې کجکي بند او په روان کال کې کمال خان بند ګټې اخیستو ته سپارل شوی. د مسوولینو په وینا، دغه بند د نهه میګاواټه برېښنا د تولید او اتیا زره هکتاره کرنیزو ځمکو د اوبولو ظرفیت لري.
د سیمې پر چاپېریال د کمال خان بند اغېز
د افغانستان د ژوند چاپېریال د نورو هېوادونو په پرتله توپیر لري او د میلیاردونه متر مکعبه خوږو اوبو لرلو ته په پام سره په سیمه کې د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ زمینه برابرونکې کېدای شي چې له بده مرغه د ناسمو سیاسي او امنیتي شرایطو له امله افغانستان دغو موخو ته نه دی رسېدلی. د هېواد کرنه او مالداري د هېواد په وده او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري چې اړتیا ده دغو برخو ته د امکاناتو په برابرولو کې دولت، د اوبو او برېښنا، کرنې او مالدارۍ وزارتونه او نور اړوند بنسټونه کلکه پاملرنه وکړي چې له بېلابېلو اړخونو مو پرمختګ په برخه شي. د هېواد په لوېدیځ او سویل لوېدیځ کې د استوګنې شرایط د نورو سیمو په پرتله توپیر لري. که څه هم افغانستان یو غرنی هېواد دی چې ډېر غرونه لري خو د هېواد سویل لوېدیځې سیمې بل ډول دي، ددغو برخو هوا ډېره ګرمه او وچه ده چې د اورښت کچه پکې کمه ده. همداراز د تبخیر کچه له اورښته زیاته ده. د سیندونو ترڅنګ داسې کلي جوړ شوي چې اوسېدونکي یې د کبانو او مرغانو د ښکار، کرنې او څارویو د روزول له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي. په داسې سیمو کې چې شاوخوا یې وچې او ارتې دښتې دي د اوبو زېرمه کول او د بندونو جوړول د سیلانیانو او سیاحت کوونکو لپاره مناسب شرایط برابروي. پرېمانه اوبه د سیمې په کچه د مناسب چاپېریال لامل کېږي چې د افغانستان سویل لوېدیځې سیمې د ډېرو کلونو لپاره له وچکالۍ ژغولای شي. د اوبو دا زېرمې د شاوخوا ولایتونو تر ځمکې لاندې اوبو د زیاتوالي لامل کېږي او تر یوه بریده د دغو سیمو د اوسېدونکو د اوبو اړتیا پوره کوي. په اوبو سره دښتې او صحراوې زرغونې او د سیمې بڼه بدلېدای شي. همداراز، دا زېرمې د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د څړ ځایونو د زیاتوالي او د سیلابونو د راتلو مخنیوی کوي. نیمروز د سمندر له سطحې ۴۲۰ تر ۵۰۰ مترو لوړوالی لري او د شاوخوا سیمو په پرتله ټیټ دی چې د بند جوړولو په برخه کې مهم رول لري او د اوبو د وتلو مخه یې نیسي.
د هېواد په سویل لوېدیځ کې نیمروز ولایت ډېرې ځانګړتیاوې لري چې افغان دولت له هغې د هېواد او سیمې د پرمختګ په برخه کې د ستراتیژېکې سرچینې په توګه ګټه پورته کولی شي. په دې برخه کې باید کمزوري ټکي، توانمنۍ او ګواښونه له پامه ونه غورځول شي؛ ځکه چې د پرمختګ په تېره بیا د اوبو د بندونو جوړول چې له هېواده د اوبو د بهېدو مخه نیسي او د سیمې یوه وړتیا ګڼل کېږي باید هغه ګواښونه هم په پام کې ونیول شي چې ښايي په دې اړه رامنځته شي چې دا چاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مخالفتونو لامل کېدای شي.