۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې په کندهار کې د یو ۲۲ کلن ځوان د ځانوژنې خبر ورکوي.
سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه سېشنبه د وري پر ۲۱مه د سپين بولدک ولسوالۍ په «ناوې» کلي کې شوې ده.
د سرچينې په خبره، دې ځوان د کورنۍ له خوا د وېښتانو د لنډولو له کبله ځانوژنه کړې ده.
ځوان احمدالله نومېده او د ارغستان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و؛ خو په سپين بولدک ولسوالۍ کې يې ژوند کاوه.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي.
جمعه د وري پر ۱۷مه هم په بدخشان کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه وکړه.