د نیمې وچې ونې مزدک ته ورسېدل، د یوې شنې غونډۍ پرسر یوه ونه ولاړه وه، څه برخه شنه وه او ښکلې پاڼې یې درلودلې، خو یوه لویه برخه یې وچه وه او له څانګو څخه یې د اور وړې وړې سپرغۍ پورته کېدې، د وچې برخې له څانګو څخه تور لوګي اسمان ته پورته کېده. پر مزدک راټول شوي زیارت کوونکي ګرد له ونې څخه تاوېدل، چې هغه شنه برخه یې وګوري، خو ونه هم له دوی سره ګرده تاوېده او خپله شنه برخه یې د دوی له سترګو پټوله، زیارت کوونکي ستړي ستومانه وو، خو یوازې یې د ونې هغه وچه اورورینه او په لوګیو توره برخه لیدلای شوه.
مرید هک حیران و، له خپل پیر څخه یې د دې عجیبې ونې راز وپوښت.
ببرسري پیر بیا وخندل، داسې چې په سترګو کې یې اوښکې وځلېدې:
ډېر کلونه پخوا په دې کلي کې ناپوهي او جهالت و او خلک په شخړو او ظلم کې ډوب وو، یو نوراني سړی راغی او دوی ته یې د ژغورلو لار وښووله. نوراني سړي د ظلم او شخړو هوا بدله کړه او کلیوال یې مینې، رحم او عاطفې ته راوبلل او د بشپړې سولې تر راتلو وروسته غیب شو. خلکو ویل: نوراني سړی همدلته د همدې غونډۍ پر سر کلیوالو ته خپلې وروستۍ خبرې وکړې، هغوی یې مینې او عاطفې ته راوبلل او بیا غیب شو. پر هغه ځای، چې دی د وروستي ځل لپاره لیدل شوی و، دغه ونه راشنه شوه، چې ښکلې پاڼې یې درلودلې او لمر ته به تکه شنه ځلېدله. خلک به د ونې زیارت ته راتلل او د نوراني سړي کیسې به یې کولې. ورو ورو یو څو کسان راپیدا شول او ځانونه یې د نوراني سړي شاګردان وبلل، دوی نورو کلیو ته هم ولاړل، چې د نوراني سړي پیغامونه خپاره کړي، خو دوی د مینې او عاطفې پیغامونه له ځانونو سره نه درلودل، بلکې دوی د نوراني سړي په استازولۍ له ځانونو سره تورې او نیزې وړلې او د خواوشا کلیو خلک یې د پیغامونو د خپراوي په نوم وژل او لوټول. د نوراني سړي شاګردان شتمن کېدل او واکمني یې پراخېده، د دوی له داسې کړنو سره د ونې یوه یوه څانګه ژېړېده، وچېده او د پاڼو پر ځای د اور لنبې پرې زرغونېدې. کلونه وروسته د نوراني سړي شاګردان په خپلو منځونو کې سره ونښتل او پر شتمنیو او واکمنۍ یې جګړې پیل کړې، کلیوال یې سره وویشل او بدمرغي پیل شوه. د نوراني سړي د مینې او عاطفې پیغامونه هېر شول او ځای یې کرکې او جګړو ونیوه.
د ونې لویه برخه څانګې د اور په نغریو بدلې شوې او له هماغې ورځې وروسته دا ونه خپله کوشنۍ شنه برخه د زیارت کوونکیو له سترګو پټوي.
مرید لا هم حیران و، خو د ډېرو لوګیو تر شا یې د ونې یوازې څو شنې پاڼې لیدلای شوې….