ډېر کله په نندارتونونو یا هم کتابتونونو کې یو کس راغلی او زما لاسلیک يې غوښتی او بیا يې ویلي: «مېرمنې ته مې دې لاسلیک غواړم، یا خور ته یا هم مور ته.» او ما هم سملاسي ترې پوښتني چې «ولې ځان ته نه؟ مطالعه نه کوې؟» تل یو ځواب وي: «هو؟ کتاب لوستل مې خوښېږي، خو زښت زیات بوخت یم.»
ښکاري چې ادبیات ورځ تر بلې د مېرمنو په فعالیت اوړي. د دې لپاره یوه دودیزه توجیه دا ده، چې مېرمنې د سړیو په نسبت کم کار کوي او ډېری يې تر سړیو د تخیل لپاره زیات وخت درلودلی شي.
موږ د علم د تخصصي کېدو په پېر کې ژوند کوو او دلیل يې هم د ټیکنالوجۍ حیرانونکی تکامل دی او همداراز پر بې شمېره برخو او څانګو د علم وېشنه. دا فرهنګي لړۍ به ښايي په راتلونکي کې چټکه هم شي. تخصصي کېدن ډېرې ګټې لري، ژورو څېړنو او غني تجربو ته لاره جوړوي او په واقعیت کې د پرمختګ څرخ تاووي؛ خو ناوړه پایلې هم لري، ځکه چې هغه ګډ فکري او فرهنګي مشترک خصوصیات چې ښځې او سړي ته د ژوند، اړیکو او تړون احساس ورکوي، له منځه وړي. د علم تخصصي کول ځانګړو ژبو او محرمانه کوډونو ته اړتیا لري، ځکه چې اطلاعات تر کچې زیات واړه او کوچني او برخې برخې کېږي. دا تقسیم او بېلتون ته یو میلان دی، دا متل يې ښه رانغاړي: پر پاڼو او ښاخونو دومره مه مینېږه، چې ونه درنه هېره او پر ونې هم دومره مه مینېږه، چې ځنګل ونه وینې، ونه د ځنګل د وجود یوه ټوټه ده.
د ادبیاتو لوستل خوندور دي؛ خو په ورته وخت کې زموږ د یووالی، کمزورۍ، کړنې، خوبونه او وهمونه، په یوازې ځان یا ټولنیز اړیکي چې موږ سره نژدې کوي، زموږ ټولنیز تصویر او د وجدان څرنګوالی راښيي او راښيي چې موږ څوک یو.
د دغو متضادو حقیقتونو پېچلې ټولګه په واقعیت کې د بشری وضعیت نچوړ دی. په نننۍ نړۍ کې ادبیات یوازیني څيز دی، چې موږ انساني پېژندګلوي ته ورنژدې کوي او دا کار په ادبیاتو کې نغښتی دی. دا شناخت نه په فلسفه کې شته، نه په تاریخ، نه په هنر او بې له شکه چې نه په ټولنیزو علومو کې. ټولنیز علوم هم له اوږدې مودې راهیسې څانګې څانګې شوي او تر حده زیات په جلا جلا فني او منزوي څانګو وېشل شوي دي، چې اوس عادي کسان يې پر جملو او کلمو سم نه پوهېږي. ځینې منتقدان یو ګام وړاندې اخلي او ادبیات په علم بدلول غواړي، خو شونې نه ده، ځکه چې کیسه د انساني تجربو د واحدې تجربې د تصویرولو لپاره نه ده رامنځته شوې. د کیسې وجودي علت د انسان د ژوندانه د غني کېدا په پار دی او ژوند ټوټه ټوټه کولای نه شو، تجزیه کولای يې نه شو يا يې د کُلي فرمولونو او طرحو پر یوې ټولګې يې نه شو وېشلی. دا خبره پروسټ په یوې وینا کې رانغاړلې: «رښتینی ژوند بالاخره په رڼا کې ښکاره کېږي او یوازې هغه زندګي چې سراسر پکې ژوند وشي، ادبیات دي.» پروسټ افراط نه دی کړی او دا وینا يې له خپل کار سره د مینې له کبله ده. هغه ویل، د ادبیاتو تر سیوري لاندې ژوند ښه پېژندل کېدای او همداراز که بشپړ ژوند وشي، باید له نورو سره هم شریک شي.
ادبیات چې د متونو له لارې تر موږه رارسېدلې، موږ پخوانيو وختونو ته بیايي او له هغو کسانو سره مو پیوندوي چې پخوا اندېښنو پسې اخیستي وو، خوندونه يې حس کړي وو او خوبونه يې لیدلي وو، همدا متون نن موږ ته لار برابروي، چې خوند واخلو او خوبونه ووینو. د انسانانو په جمعي تجربو کې زموږ د ګډون همدا احساس له کلونو کلونو د ادبیاتو لویه لاسته راوړنه ده او له ادبیاتو پرته بل هېڅ څه هر نسل ته د همدغه احساس په نوي والي کې ګټور نه دی.
بورخس به تل پر دې پوښتنې چې «د ادبیاتو ګټه څه ده؟» غمجنېده. بورخس به دا پوښتنه هسې بلله او د دې پوښتنې په ځواب کې به یې ویل: «هېڅوک دا پوښتنه چې د ښکلي غروب ګټه څه ده، نه پوښتي.» که دا ښکلي څیزونه شته او پر نشتوالي يې که د ژوند کوچنۍ شېبه بدرنګه یا غمجنه کېږي؛ نو د عملي توجیه لټون به يې لنډفکري نه وي؟
دا ښه پوښتنه ده، ځکه چې ناول او شعر نه د الوتونکي غږ دی او نه هم په افق کې کې لمر ډوبېدو تصویر، ځکه چې ناول او دبیات نه تصادفي پنځېدلي دي او نه هم له طبیعته زېږېدلي. دا دواړه د انسان له تخلیقه جوړ شوي، نو باید وپوښتو چې څنګه او ولې پنځېدلي او موخه يې څه ده او ولې يې تر اوسه دوام کړی دی؟
ادبي اثار د لیکوال د اګاهۍ په یوازیتوب کې د بې شکله ارواحو په توګه زېږېږي او کومو عواملو چې دا ارواح يې د لیکوالۍ د پوهې اړخ ته راکاږلي دي، د لیکوال د لاشعور، له چاپيریال سره د لیکوال د حساسیت او د هغه عواطفو ترکیب دی. د همدغو څیزونو پر بنسټ شاعر یا لیکوال چې له کلمو سره لاس و ګرېوان شي، نو جسمیت، حرکت، ضرب، همغږي او ژوند ورکوي. دا خیالي ژوند ورکول دي، مصنوعي او له کلمو جوړ شوی ژوند دی. له دې ټولو سره سره ښځې او سړي د همدغه مصنوعي ژوند غوښتنوال دي، ځینې کسان هم پرله پسې او ځينې يې هم کله کله. دا په دې دلیل دی، چې د هغوی په رښتیني ژوندانه کې یو څه کمی شته او ژوند د هغوی ځينې غوښتنې نه شي پوره کولای. ادبیات د یوه کس په هڅې او هاند نه رامنځته کېږي، ادبیات هله هستېږي، چې د ټولنیز ژوندانه يوه برخه وګڼل شي، بیا نو ادبیات په یوې ګډې تجربې اوړي.
د ادبیاتو یو ګټه د ژبې په رغون کې څرګندېږي. کومه ټولنه چې مکتوب ادبیات نه لري، د هغې ټولنې په نسبت چې د اړیکيو تر ټولو مهمه وسیله؛ کلمې يې په ادبي متونو کې روزل شوې او د تکامل لوري ته يې ګام اخیستی وي، خپلې خبرې، په کم دقت او ناڅرګنده ډول بیانوي. له لیک لوست بې خبره ټولنه چې د ادبیاتو تر څنګه هم نه وي تېره شوې، د یوې ګونګې او کڼې ټولنې په څېر ده او د همدغه اوموالي له کبله به د اړیکیو په جوړولو کې لويې ستونزې ولري.
یوازینۍ ستونزه کلامي محدودیت نه دی، د فکر او تخیل ستونزه هم وي. ځکه کوم افکار او مفاهیم چې موږ يې له مخې د ژوند پر رازونو پوهېدلی شو، له کلماتو نه شي بېلېدای. موږ ښه، ماناواله، سمه او ځیرکه وینا یوازې او یوازې له ادبیاتو، په تېره بیا له ښو ادبیاتو زده کوو. د خلکو د وینا او خبرو په ټیکاو کې د ادبیاتو ځای بل هېڅ علم او هنر نه شي نیولی. د خبرو سموالی، پر وینا تسلط او غني وینا او د خپل فکر او احساس د بیانولو لپاره د ښو کلماتو غوراوی چې نورو ته يې لېږدوو، په دې مانا ده، چې موږ د تفکر، زده کړې، ښوونې، او خیال د احساسولو لپاره لا دمخه ښه چمتو یو. کلمات پټ په پټه زموږ په ټولو کړنو کې ځان راښکاره کوي او ان په هغو کړنو کې چې له ژبې سره هېڅ اړیکی ونه لري. دا چې ژبه د ادبیاتو په وجود سره بدلون کوي او خپلې لوړې مرتبې ته رسي، د انسان د خوښۍ او خوند امکان ورسره زیاتېږي.
د ملتونو په ژوندانه کې د ادبیاتو یو بل اهمیت ته هم اشاره کولای شو. ذهني انتقادي ادبیاتو ته به، چې د تاریخي بدلونونو بنسټي محرک او د ازادۍ غوره مدافع وو، هم زیان واوړي. دا په دې دلیل چې ښه ادبیات سراسر راډیکال دي او په نړۍ کې زموږ د ژوندانه بنسټیزې پوښتنې راوړلاوي. په ټولو ادبي متونو کې د لیکوال د نیت تر څنګ یو اغواګر اړخ هم وي.
ادبیاتو هغو ته چې پر خپلو شتو خوښ او هغو ته چې د خپل ژوندانه له حالته راضي وي، د اظهار څه نه لري. ادبیات د غمجنو او ګناهګارو کسانو خوراک دی. یو رسا ژبه او هغو ته د سرپنا ځای دی، چې څه چې لري، ترې خوښ نه دي. انسان ادبیاتو ته پناه وروړي، چې خپه او نیمګړی نه شي. د روسینانت تر څنګ منډه، د اهب له کښتیوان سره د ډولفین پر شا د سمندر سفر، له مېډم بووراي سره د ارسنیک یو جام پورته کول، دا ټولې هغه لارې دي، چې موږ جوړې کړې، تر هغې چې ځان د ناعادلانه ژوند له تېروتنو او تحمیلاتو وژغورو. ژوند موږ مجبوري، څنګ چې دی غواړي، هماغسې واوسو، که څه هم موږ غواړو، ځانګړي کسان واوسو، هغو غوښتنو ته چې پر موږ غالبې دي، ځواب ووایو.
له دې ټولو سره سره که ووایو، ادبیات پارونکي دي، له دې کبله دي، چې د کمیو پر وړاندې د لوستوالو ذهن حساسوي، په دې مانا نه چې ادبي متون د کلیسا او حکومتونه د سانسوري فعالیتونو پر مهال يې په ذهن کې لري، سملاسي ټولنیزې ګډوډۍ رامنځته کېږي او انقلاب پيلوي. د شعر، نندارې یا ناول د سیاسي او ټولنیز اغېز وړاندوینه نه شو کولای، ځکه چې دا لیکنې په ټولیزه توګه نه دي رامنځته شوې او په یوه ټولي کې نه تجزیه کېږي. دا متون پنځولي او فرد يې لولي او دا افراد له خپلو لوستوالو مختلفې پایلې اوري. په همدې دلیل د یوه دقیق ایډیال ترسیمول ګرانه چاره ده یا ښايي ناشونې وي. سربېره پر دې، د ادبي اثر ټولنیز اغېز د اثر یا کتاب د ښکلاپېژندنې له ارزښت سره هېڅ تړاو نه لري. د منځنۍ کچې یوه ناول هریت بیچر ستو د «ټام اکا کوډله» په نامه لیکلی، د غلامۍ پر وړاندې يې د متحده ایالاتو پر خلکو زیات اغېز کړی دی. ښه ادبیات د انسان د ناخوښویو د تسکینولو تر څنګ د ژوندانه پر وړاندې انتقادي فکر په هڅونې سره دا ناخوښۍ زیاتوي هم. په ناوړه حالت او له هستۍ سره دوامداره جګړه د داسې څيزونو د لټون په مانا ده، چې ښايي ژوند پکې نه او د ځان د محکومولو په مانا وي، په داسې جګړو کې مبارزه لکه «په سل کاله یوازیتوب» کې چې قومندان ایورلینو بویندیا پکې ګډون کړی و، په دې باور چې په ټولو جګړو کې به مات شي. ښايي دا ټول سم وي، خو دا هم سمه خبره ده، که موږ د ژوند د حقارت او بدمرغۍ پر وړاندې نه وای راپورته شوي، اوس به مو هم په بدوي پېر کې ژوند کاوه.
کله کله کوم حقایق چې ادبیات په ډاګه کوي، خوندور نه دي او کله کله خپله څېره په شعر او ناول کې خوار هیبتناکه وینو. کله کله د دغو صحنو له لیدلو کم وسه کېږو؛ خو وینه او سپکاوی او له ربړونې سره لېونۍ مینه د دغو کتابونو تر ټولو بد اړخ نه دی. تر ټولو بده د دغو واقعیتونو کشف دی، چې دا تاوتریخوالی له موږه پردي نه دي؛ بلکې د انسان د وجود یو پټ اړخ دی.
دا دنیا له ادبیاتو پرته بې تمدنه، له حساسیته بې ګټې او په وینا کې اومه، ناپوهه، د عشق په شور و شر کې نارسېدلې ده. دا ناوړه خوب چې تاسې ته بیانوم، تر ټولو مهم خاصیت يې قدرت ته د ځان سپارلو او ورسره پر یوې لاره تلل دي. له دې کبله، دا دنیا حیواني دنیا ده. د دغه ژوندانه تر ټولو لویه ځانګړنه د بقا، وېرې او د مادي اړتیاوو د ارضا لپاره مبارزه ده.
کله چې د دې دنیا په هکله فکر کوو، د بدوي انسانانو تصویر مو سترګو ته درېږي، ها انسان چې په کوچنیو ټولنو کې چې پر جادو، د مدرنیته په څنډو کې په مذهب، لاتینه امریکا، سمندرونو او افریقا کې ژوند کوي. کوم خوب چې زه وېرولی یم، د پراختیا د نشتوالي له کبله نه دی، بلکې تر حده د زیاتې پراختیا د پایلو له کبله دی.
په راتلونکي کې زموږ څرنګوالی زموږ په ارادې او لیدلوري پورې تړلی دی. موږ که وغواړو د خپل تخیل په اړه چې زموږ احساسات روزي، په دقت وغږېږو او د خپلو ازادیو د محدودیت مخه ونیسو، باید یو کار وکړو: په ځیر وغږېږو او ولولو.