پر لاره تېریدل، ناڅاپه دوړې شوې، خلک له لارې څنډې ته شول، لاره یې پرېښوده، د لارې دواړو غاړو ته کتار ودرېدل ټول په ملا مات شول او د یوه لوی درناوي لپاره یې ملاوې کړوپې کړې، ځینې ښاریان له ویرې رپېدل. یو بدرنګه میرغضب پر تور اس راورسېده، توره پر لاس اردلیان یې ورپسې وو، ببرسری او مرید یې هک پک ولاړ ول. ناڅاپه بدرنګه سپور ورغږ کړ:
لیونیانو ! ولې تعظیم نه کوئ؟ تاسو نه ګورئ، چې د لوی اتل زوی ( قهرمان ) ستاسو ترمخ ولاړ دی؟
ببرسري کړس کړس وخندل:
دا څه ډول قهرمان یې، چې لسګونه وسلوال اردلیان درپسې روان دي؟ که ته اتل یې ورشه په خلکو کې یوازې وګرځه اوبیا ترې وپوښته، چې اتلولي دې مني که نه ؟
اتل غوسه شو، ویل : ټول ښار زما د راتللو د ښکالو پر اوریدو د پاڼو په څېر رپیږي او ته مې لا قهرمان نه ګڼې؟
ببرسري ورغبرګه کړه :
پر ( اتلانو ) باید باور ولرو، له اتلانو څخه نه ښايي وډار شو.
دا ښاریان له تا څخه ویره لري، خو پر اتلولي دې باور نه لري.
مرید پوه شو، چې ښاریان دخپلې ویرې غلامان دي او که نه په ( اتل ) کې د بادارۍ بل ارزښت نه شته !
لرې یو غر ښکاریده، هسک او سهمناک، غره ته له ویرې څوک نه ورتلل، دهغه په اړه ډېرې افسانې وې. مرید له ببر سري وپوښتل :
په دې غره کې څه دي؟
پیرسترګې پرغره ګنډلې وې :
په دې غره کې د نړۍ ترټولو لوی دیو ناست دی، چې د دنیا لویه خزانه ورسره ده. دا دیو د پانګې دیو دی. دغه غره ته دوه ډوله خلک ورځي؛ ( مغرور پهلوانان) او ( هوښیارسیاستوال). مغرور پهلوانان له دیو سره د جګړې په نیت ورځي، خو ټول وژل کیږي، لاتر اوسه هېڅ مغرور پهلوان له دې غره څخه ژوندی نه دی راستون شوی. خو هرهوښیار سیاستوال له پریمانه سرو او سپینو سره ورڅخه راستنیږي. دوی چې له غره څخه راشي، نو دومره پانګه یې له ځانه سره راوړې وي، چې د خپلو کلیوالو او ښاریانو ژوند هم پرې جوړکړي، بندونه، ویالې، کورونه او لارې پرې رغوي. خو مغرور پهلوانان هماغلته سر وخوري او ورک شي.
مرید پوه شو، چې د ده کلیوال به ټول له دې غره سره په سر جنګولو کې تباه شي، هی ارمان چې په دومره کلیوالو مغرورو پهلوانانو کې یې یو هوښیار سیاستوال هم وای.
… او غر لاهم هسک او سهمناک ښکارېده.