ښارونو ته د جګړې د پراختیا له کبله د بېځایه شویو شمېر زیات شوی دی. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، یوازې تېرو پینځو میاشتو کې ۵۷ زره کورنۍ د طالبانو له لوري د جګړو د زیاتېدو له امله بېځایه شوي دي. د دې وزارت چاوراکي وایي چې د جګړې له کبله ښايي ځينې کورنۍ له ثبت څخه پاتې او شمېر يې له دې هم زیات وي. زیاتې بېځایه شوې کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. که څه د کډوالو چارو وزارت له ځينو کورنیو سره مرستې کړې دي، خو د جګړې د زیاتوالي له امله دغه بهیر له خنډ سره مخ شوی دی. د کډوالو چارو وزارت د مسوولینو په خبره، ځينو ښارونو ته د جګړې د پراختیا له کبله د مرستندویه ادارو کارونه درېدلي دي. اوسمهال طالبان د نیمروز، هلمند، کندوز، جوزجان او تخار ولایتونو په مرکزونو کې شته او له بېځایه شویو سره د مرستندویه ادارو کارونه په ټپه درېدلي دي. له بلې خوا، هغه کورنۍ چې د جګړو له امله یې خپلې مېنې پرېښي، وایي چې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او اړوندې ادارې دې ورته پاملرنه وکړي. د نوي لمریز کال له پیل سره سم، طالبانو د هېواد پر یو شمېر برخو خپلو بریدونو ته زور ورکړی. دغې لړۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله زور واخیست او نه جبرانېدونکي اړخونه يې پیدا کړل. ډېرو کورنیو له مال او شتمنۍ سره خپل کورونه پرېښودل او د ځان ساتنې لپاره یې، امنو سیمو ته پناه یووړه. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۵۷ زره کورنیو له وري میاشتې تر اوسه، خپل کورونه پرېښي او امنو سیمو ته کډه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند رضا باهر، ۸ صبح ته وویل، پر ولسوالیو او د ښارونو پر مرکزونو د طالبانو د بریدونو په پایله کې کورنیو خپلې سیمې پريښي او د دولت تر ولکې لاندې امنو سیمو ته یې پناه وړې ده. د نوموړي په خبره، په ورستیو میاشتو کې د طالبانو لخوا پر ښارونو د بریدونو د زیاتوالي له کبله دغه شمېر په زیاتېدو دی. د باهر د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو پنځلسو ورځو کې پینځه زره او ۳۰۰ کورنۍ بېځایه شوې او نورو سیمو ته یې کډه کړې ده. هغه شمېرې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ۸صبح ورځپاڼې سره شریکې کړې ښيي چې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې د جګړې او تاوتریخوالي له کبله ۵۷ زره کورنۍ بېځایه شوې دي. د باهر په خبره، دا شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي د بېځایه شویو شمېر تر دې زیات وي؛ ځکه په هغو سیمو کې چې جګړې زور اخیستی، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکي سروې نشي کولای. د بېلګې په توګه، طالبانو څو ورځې کېږي، د جوزجان پر مرکز شبرغان برید کړی او د ټولو ادارو کارونه په ټپه ولاړ دي. د دې تر څنګ، د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست نه دی توانېدلی، په تېره یوه اوونۍ کې بېځایه شوي ثبت او سروې کړي. د جوزجان د کډوالو چارو ریاست د مسوولینو په خبره، په تېره اوونۍ کې چې د طالبانو بریدونو زور اخیستی، ځايي اوسېدونکو خپل کورونه پرېيښي او د ځان ساتنې په موخه يې امن ځایونو ته پناه وړې ده. دغه حالت په څو نورو ولایتونو کې هم روان دی. د مالوماتو له مخې، اوسمهال د کندوز، هلمند، تخار او سرپل ډېری سیمې د طالبانو په واک کې دي. په دغو ولایتونو کې عامه خدمات په ټپه ولاړ دي او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګریوان دي.
دمګړۍ ډېری بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. باهر زیاته کړه، له وري میاشتې راهیسې لسګونه زره کورنیو ته مرستې رسېدلې دي. نوموړي د ولایتونو مرکزونو ته د جګړې په پراختیا اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې دې چارې د مرستندویه ادارو مرستې له ستونزو سره مخ کړې دي. د نوموړي په خبره، اوسمهال د طالبانو د بریدونو له کبله په هلمند، کندوز، جوزجان، تخار او سرپل کې د مرستندویه ادارو کارونه په ټپه درېدلي دي. د یادونې ده، چې اوسمهال د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او ځینو نورې ادارې د کډوالو چارو وزارت په همغږۍ له بېځایه شویو سره مرستې کوي.
ورته مهال ځینې بېځایه شوې کورنۍ وایي، په بد حالت کې ژوند کوي. د هغوی په خبره، اړوندې ادارې دې د جګړې له بېځایه شویو سره د سرپناه او خوړو مرسته وکړي. تاجور د فاریاب د قیصار ولسوالۍ بېځایه شوې مېرمن ده، چې له کورنۍ سره یې بلخ ته پناه وړې ده. نوموړی وایي، درې ځوان زامن، خاوند، ورور او ماما یې په جګړه کې له لاسه ورکړي او اوسمهال د کورنۍ د اتو غړو سرپرستي ورپه غاړه ده. تاجور وایي، تراوسه کوم ځانګړي بنسټ ورسره مرسته نه ده کړې او یوازې ځينو دولتي ادارو د لومړنیو خوراکي توکو مرسته ورسره کړې ده. هغې له دولت او نورو اړوندو ادارو وغوښتل، چې د بېځایه شویو لاسنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په ډیرو ولایتونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ټولولو وخت دی. د معلوماتو له مخې، فرهاد د غزني اوسېدونکی دی، هغه هم له کورنۍ سره د جګړې له کبله کابل ته پناه راوړې او په کرايي کور کې اوسېږي. نوموړی وايي، چې ټول شته یې له لاسه ورکړي او اوس له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د هغه په خبره، اوسمهال په ګرانه خپلې اړتیاوې برابروي. نوموړی له دولته غواړي لاسنیوی یې وکړي او د بېرته تګ زمینه ورته برابره کړي.
ډېرو کورنیو خپلې سیمې او شته پرېښي او اوسمهال دغه محصولات د ورکېدو په حال کې دي.
تر دې مخکې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي و، چې سږ کال د جګړې له امله د بېځایه شویو شمېر زیات شوی دی. د دغه کمېسیون د ارزونې له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو له لوري د جګړې او تاوتریخوالي د زیاتوالي له کبله، ۶۲ زره او ۴۸۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.