د ملګرو ملتونو ځانګړې ناسته د زمري په پینځلسمه شپه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په هکله په نیویارک کې وشوه. په دې ناسته کې پر دغه سازمان سربېره، د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیې، روسیې، چین او هند استازو، په افغانستان کې د بریدونو زیاتوالی وغانده او د افغانستان د قضیې د حل په موخه یې پر سیاسي حللارې ټينګار وکړ. په دې ناسته کې د امریکا استازي، په افغانستان کې د بریدونو زیاتوالی وغانده او زیاته یې کړه، که طالبان وغواړي د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي، منزوي به شي. نوموړي وویل، طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې، امنیت او ثبات په موخه دې له افغان دولت سره خبرو ته کښېني. د امریکا استازي، د افغانستان د کشالې پر عادلانه او تلپاتې سیاسي حللارې ټینګار وکړ. د دغې سیاسي حللارې پر بنسټ دې ټول ګډونه حکومت جوړ شي، افغانان د سیاسي مشر د ټاکلو حق لري، بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقوق دې خوندي شي، افغانستان دې په راتلونکي کې د ترهګرو په مرکز نه بدلېږي او بشرپالو حقونو ته دې درناوی وشي. د امریکا استازي زیاته کړه، د دغه وضیعت دوام به د تاوتریخوالي او د زیاتو ویجاړیو لامل شي. نوموړي د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، امریکا به د افغانستان د سولې په برخه کې خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه یادونه وکړه، امریکا به په راتلونکي کې هم په بېلابېلو په ځانګړې توګه پراختیايي برخو او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلی نبنزیا وویل، چې له افغانستانه یې د تاوتریخوالي زړه بوږنونکي راپورونه ترلاسه کړي دي. ښاغلي نبنزیا زیاته کړه، د افغانستان قضیه پوځي حللاره نه لري، سیمه ییزې او نړیوالې هڅې دې وشي، تر څو په افغانستان کې د ټولو مذهبي او قومي ډلو ګټې خوندي شي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي وویل، کورنۍ بې ثباتۍ، د افغانستان په شمال او ختیځ کې د داعش نفوذ پراخ کړی دی.
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ډېبورا لاینز چې د ویډیو له لارې یې ناستې ته خبرې کولې وویل، څوک چې د بشري حقونو پرضد ناوړه کړنې کوي، باید وپوښتل شي. مېرمن لاینز زیاته کړه، یوناما او نړیواله ټولنه هڅه کوي، ګرم کسان وپېژني.
لاینز د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي که د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ ونه شي او طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، هغه بندیز چې د طالبانو پر سفرونو لګېدلی و او تمه ده چې پای ته ورسېږي، تمدید یې نه کړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه، چې روان وضیعت به سږکال له دغه هېواده ناقانونه او قانوني کډوالي دوه برابره کړي. همدارنګه ډېبورا لاینز زیاته کړه، په افغانستان کې د زور حکومت، د منلو نه دی. نوموړې له ملګروملتونو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د سولې مذاکراتو د چټکۍ په موخه دې هڅې زیاتې کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر وویل، د افغانستان اوسنی وضیعت د تېر په پرتله کړکېچن شوی او که دا وضیعت او تاوتریخوالی دوام وکړي، ډېر زیان به ملکیانو ته واوړي. مېرمن اکبر زیاته کړه، په وروستیو تاوتریخوالو کې جنګي جنایت شوی دی. د نوموړې په خبره، په دې وروستیو کې طالبانو په سپین بولدک کې ۴۰ او د غزني په مالستان ولسوالۍ کې ۲۷ملکیان وژلي دي. مېرمن اکبر له ملګروملتونو غوښته وکړه، چې د افغانانو د وینې بهېدو مخنیوی وکړي. د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښځو وضیعت د اندېښنې وړ وباله. شهرزاد اکبر خبرداری ورکړ، د تېرو کلونو د بشري حقونو لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي.
ورته مهال په ملګروملتونو کې د انګلستان استازي، په افغانستان کې له بشري حقونو د ناوړه ګټې اخیستنې، په زوره واده کول او له ملکي وګړو د انساني ډال په توګه ګټنه د اندېښنه وړه وبلله او زیاته یې کړه، طالبان دې په ماناداره توګه د سولې مذاکراتو ته حاضر شي. نوموړي جوته کړه، ګاونډي او سیمه ییز هېوادونه دې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
له بلې خوا، په ملګروملتونو کې د چین استازي وویل، هېواد یې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندي. د نوموړي په خبره، د افغانستان قضیه پوځي حل نه لري او باید پر سیاسي حللارې کار وشي. په ملګروملتونو کې د چین استازي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، پر هغې پروسې دې کار وکړي، چې افغانستان ته سوله راوړي. نوموړي ټينګار وکړ، هېواد یې په قطر کې د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي.
د چین استازي له طالبانو وغوښتل، له نورو ترهګرو ډلو سره دې اړېکې پرې کړي او د ملکیانو مرګ ژوبله دې ودروي.
د ملګرو ملتونو د ناستې تر جوړېدو مخکې، د ټولنیزو رسنیو ځينو کاروونکو د (Pakistan_Sanction#) هشتک په کارولو سره د ملګرو ملتونو له خوا د پاکستان تحریم وغوښت. د دغو کاروونکو په باور، پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی دی او په افغانستان کې سوله د دغه هېواد له تحریم پرته ناشونې ده.
په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي و، په افغانستان کې تلپاتې سوله د پاکستان له تحریمېدو پرته ناشونې ده؛ پاکستان دې په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته ورسوي.
په ملګرو ملتونو کې د هند استازي په دې ناسته کې وویل، په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې او دغه وضیعت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ دی. نوموړي له طالبانو وغوښتل، په نېک نیت دې د سولې مذاکرات وکړي او خپلې اړېکې دې له نورو ترهګرو ډلو سره پرې کړي.
په ملګروملتونو کې د هند استازي زیاته کړه، طالبان دې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو او د هراړخیز اوربند هڅه وکړي. د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د معاملې وړ نه دي او باید وساتل شي. نوموړي همدارنګه وویل، هغه هېوادونه چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، باید مسوول وپېژندل شي.
ورته مهال په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي وویل، طالبان له ترهګرو ډلو سره نه شلېدونکې اړیکې لري. ښاغلي اسحاقزي له ملګرو ملتونو وغوښتل، د افغانستان وضیعت دې د لا بدتره کېدو حالت ته نه پرېږدي.
په دې ناسته کې د ناروې، نایجریا، فرانسې، استرالیا، آیرلند، ویتنام او استونیا استازو هم خبرې وکړې. هغوی هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي غندنه وکړه او پر اوربند او د افغانستان د ستونزو د هواري په موخه یې پر سیاسي حللارې ټينګار وکړ.
د ملګرو ملتونو دا ځانګړې ناسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېریدو په هکله د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر په غوښتنه وشوه. د دې ناستې مشري هند کوله او د پاکستان استازی په دې ناسته کې نه و.