۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دې ولایت کې یوه ګرځنده روغتیایي ډله خلکو ته هره ورځ تاریخ تېر درمل ورکوي.
پکتیکا ولایت کې ځایي سرچینې شنبه د زمري پر ۱۵ وایي، چې تېره ورځ په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست اړوند یوې ګرځنده روغتیایي ډلې په خیرکوټ ولسوالۍ کې ناروغانو ته تاریخ تېر درمل ورکړي دي.
د سرچینو په وینا، دغه روغتیایي ډله چې د یوې مرستندویه موسسې له خوا یې ملاتړ کېږي، پکتیکا کې د طالبانو د عامې روغتیا له کارکوونکو سره په همغږۍ د دې ولایت ولسوالیو کې د ناروغانو د درملنې لپاره لېږل شوې ده.
سرچینې جوتوي، چې مرستندویه موسسه د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ته یوازې د ګرځنده روغتیایي ډلو د فعالیت لګښت ورکوي او نور کارونه د دغه ریاست پر غاړه دي.
ومو غوښتل د تمویل کوونکې موسسې لیدلوری ولرو؛ خو بریالي نه شو.
د پکتیکا اوسېدونکو د طالبانو دغه کار د خلکو له ژوند سره لوبې کول ګڼلي او د دغې ګرځنده روغتیایي ډلې د کار درېدو غوښتنه کوي.
هغوی وایي، چې طالبان د ډېرو پیسو له لرلو سره سره تاریخ تېره درمل په کمه بیه له بازار څخه پېري او ناروغانو ته یې وېشي.