د طالبانو له راتګ اووه اته میاشتې وروسته د کابل په یوه کتاب پلورنځي کې د یوه وسله وال طالب جنګیالي اخیستل شوی عکس خپور شو. هغه جنګیالي خپل کلاشینکوف په خپل بدن تکیه کړی و او په لاس کې یې یو کتاب نیولی و او ظاهراً یې کتاب لوست. ارجنټاینی- کاناډایی لیکوال او ژباړونکی البرټو مانگوئل وايي: «موږ نشو کولای د کیسې له جوړولو پرته عکس وګورو، موږ په واقعیت کې هغه کیسه چې فکر کوو موږ یې په عکس کې ګورو، له ځانه جوړوو.» د دغه عکس په شننه کې بېلابېل نظرونه څرګند شول. یو چا ولیکل، کاش چې دغه طالب جنګیالي کتاب ته مخکې رسېدلی وای، څو دې حالت ته نه وای رسېدلی او جنګیالی ترې جوړشوی نه وای. دویم لیکلي وو چې ښايي کتابونه د دې لپاره لولي چې وګوري کوم کتابونه باید سانسور شي. په هر صورت، هغه وخت په مجازې فضا کې د دغه عکس خپریدو دا په ډاګه کړه چې هغه تصویر چې خلک یې په ذهن کې د طالبانو په اړه لري، د هغو کسانو تصویر دی چې وحشي او ظالمان دي او له کتاب، لوستلو او لیکلو سره مینه نه لري او له کلتور، تاریخ او ادبیاتو خبر هم نه دي او اوس چې یې یو عکس ولید چې ظاهراً د هغه خلاف څه ثابتوي، نو حیران شول او په بېلابېلو ګومانونو سر شول. ولې باید فکر وکړو چې د طالبانو د ډلې یو جنګیالی یا چارواکی کتاب نه لولي؟
د مسألې اصلي ټکی دا دی چې د کتاب په اړه زموږ نظر له ستاینې ډک او رومانیک نظر دی. ټولنیزو شبکو هم دا ډول نظر ته لمن وهلې ده. موږ ګومان کوو، چې کتاب لوستل د دې لامل کېږي چې کتاب لوستونکي کسان له تاوتریخوالي لاس واخلي، پر کثرت پالنې او د پلورالیزم په بېلابېلو ډولونو باور پیدا کړي، له مخالفینو سره د زغم لاره غوره کړي او د خپلو فکري مخالفینو د له منځه وړلو هڅه ونه کړي، او که داسې کتاب لوستونکی کس ګورو چې نه یوازې فکري مخالفین یوځای ژوند کولو ته نه رابولي، بلکې عملاً هغوی ځپي، خوله مو له حیرانتیا خلاصه پاتې کیږي. بې له شکه، د کتاب په اړه دا ډول تصور خورا ساده او ماشومانه دی. موږ باید دا ومنو چې کتاب د نورو رسنیو تر څنګ یوه رسنۍ ده او د هغو کسانو یا ډلو له خوښې سره سم لیکل کیږي چې کتابونه وړاندې کوي او د لیکوالانو نظریات او غوښتنې منعکسوي. له همدې امله، د کتاب لوستلو نفس نه یوازې یو ارزښت نه دی، بلکې شونې ده چې د ارزښت ضد او د ناسمو بهیرونو بنسټ وي.
«طالبان» د «طالب» جمع دي. طالب په اصل کې هغه چا ته ویل کیږي چې په دیني مدرسه کې زده کړې کوي او تر اوسه یې زده کړې نه وي بشپړې کړي. د دې مانا په پام کې نیولو سره، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې دا ډول سړی دې له کتابونو سره سرو کار ولري او ان ښایي ډیر کتابونه یې په دقت سره لوستلي هم وي. هو، ښايي ډېر کتابونه يې لوستلي وي، خو هغه ډول کتابونه چې په پخوا زمانو پورې اړوند دي او د بشر د اوسني حالت څه نه بیانوي او د اوسني پېر د حيرانوونکو پرمختياوو په اړه څه پکې نشته. معموله خبره دا ده چې «طالب» هغه کتابونه چې که یې د درسي کتابونو په توګه یا د ازادې مطالعې په ډول لولي، هغه کتابونه چې د فقې، حدیث، تفسیر، صرف، نحوې، د عربي ژبې په بلاغت او ….. اړوند دي، هغه هم هغه کتابونه چې د سل کاله مخکې سرچینو پربنسټ لیکل شوي دي. ایا دا ممکنه ده چې د داسې کتاب لوستل د خلاصون او ژغورنې لار پرانیزي او د نننۍ ټولنې ننګونو ته حل لاره ومومي؟
د دې اړتیا نه شته چې دلیلونه کتار کړو او په ډېرو هلو ځلو سره دې پایلې ته ورسېږو، چې د کتاب لوستل له تاوتریخوالي، وینې تویونې، استبداد او مطلق العنانیت سره په ټکر کې نه دي. معاصر بشري تاریخ په دې اړه کافي بېلګې وړاندې کوي. د تاریخ له مخې په نړۍ کې یو شمېر خونخوار، تر ټولو وژونکي او بې رحمه مشرانو له کتابونو سره مینه لرله او د کتاب لوستل یې د ورځني مهالوېش یوه برخه وه. له لینن وروسته د شوروي اتحاد مشر جوزف سټالین د کتاب ښه لوستونکی و. ویل کېږي چې د هغه شخصي کتابتون شاوخوا شل زره کتابونه لرل. هغه د تاریخ د کتابونو له لوستلو سره ډیره علاقه لرله. که څه هم د هغه په کتابتون کې د سپورت او دین له کتابونو نیولې تر ناولونو او د ارواپوهنې تر کتابونو پورې هر ډول کتابونه شامل وو. ستالین هماغه سیاستوال دی چې د ملیونونو انسانانو د وژنې مسوول دی او ویل کېږي چې ۱۵۰۰ لیکوالان یې هم وژلي وو. طبیعي ده چې د دیکتاتور کتاب لوستنه د هغه د ناوړه پلانونو په پلي کولو کې ورسره مرسته کوي. د سنایي په وینا، ، «چو دزدی با چراغ آید گزیدهتر برد کالا».
واک ته د طالبانو په رسېدو سره په افغانستان کې کلتوري برخې ته سخت زیان واوښت. کتابونه او نشرات له ناوړه وضعیت او د طالبانو له سانسور سره مخ شول. بیاهم خلک کتابتونونو ته ځي او که یې په وس پوره وه کتابونه پېري، خو د وخت له اقتضا سره سم، د پېښور د قصه خوانۍ د کتابونو بازار تر بل هر وخت ګرم دی. د طالبانو رژيم او ملاتړي يې د فلسفې، ناولونو او دین پېژندنې د کتابونو په اړه بدبینانه چلند لري او په دې برخه کې يې پر کتابتونونو محدودیتونه لګوي. په بله وینا، که څه هم د طالبانو له راتګ وروسته هم خلک کتابونه لولي، خو هغه کتابونه ډير خوښوي چې د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې خپاره شوي دي. مارکس سم ویلي وو چې:: «د واکمنانو نظرونه، واکمن نظرونه دي.»
طالبان وخت پر وخت د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د کتابونو نندارتونونه جوړوي څو ځانونه مطلوبې او کلتور پالې څېرې وښيي. ستاسو په نظر په دغو نندارتونونو کې کوم کتابونه نندارې ته وړاندې کیږي؟ په دغو کتابونو کې ډیری یې دیني کتابونه دي، هغه هم هغه ډول کتابونه چې له دین نه د طالبانو د انګېرنې ملاتړ کوي او دغه راز هغه کتابونه چې په دغو نندارتونونو کې ډيری وخت اېښودل کېږي، هغه بوختوونکې کتابونه دي چې پوښتنه رامنځته نه کړي او د نوي فکر او طرحې څه ونه لري. د خوښۍ خبره ده، چې انټرنېټ دا زمینه برابره کړې ده چې لوستونکي په مجازي فضا کې خپل د خوښې وړ کتابونه ترلاسه کړي، کنه د طالبانو د رژیم تر سیوري لاندې پر وړاندې کېدونکو کتابونو اکتفا کول نه یوازې دا چې د لوستونکي له فکري ودې سره مرسته نه کوي، بلکې احتمال لري چې په لوستونکي کې د ډګماتیزم روحیه پیاوړې کړي.
دا به ډېر ساده فکر کول وي چې تصور وکړو طالبان کتابونه نه لولي، ځیني یې کتابونه لولي، خو تر ډېره هغه کتابونه لولي چې د دوی شته باورنه پیاوړي کوي او د ایډیالوژۍ ملاتړ یې کوي، یا داسې کتابونه لولي چې د دوی په بارونو کار ونه لري او «شنډ» وي. هغه عکاس چې د طالب جنګیالي یاد شوی عکس یې اخیستی وايي، هغه کتاب چې د دغه جنګیالي په لاس کې لیدل کیږي د انجینرۍ کتاب دی. ظاهراً دغه جنګیالی د خوست پوهنتون له انجینرۍ څانګې فارغ شوی دی. افراطیان د بشري علومو اړوند کتابونه نه خوښوي، خو د دقیقو علومو زده کولو ته لېواله دي. دوی پوهیږي چې یوازې بشري علومو دا توان لري چې د دوی وچ باورونه وننګوي او عقیدې یې کاواکه کړي. دوی له هغو کتابونو سره دښمني لري چې د لوستونکي په ذهن کې پوښتنې را پیدا کړي.