سږ اختر ته مو د نورو اخترونو په شان یو پیغام ولاره، چې د طالبانو د تري تم مشر له خوا و. پخوانۍ تکراري خبرې، په سیاسي نظام کې د ولس ونډې ته هېڅ اشاره، د دولت – ملت مسالې ته اشاره نه کول، په دې برخه کې هېڅ ژمنه او البته له پورته څخه ښکته پلو ته له لید سره مله، د امیر المومنین په لقب!
په دې پيغام کې یوه خبره چې د پام وړ وه، دا وه چې طالبان يې د واکمنۍ له پيل څخه تر اوسه تکراروي او هغه هم له دوی سره د امریکا همکاري او پر خپلو ژمنو د دغې ډلې ټینګار، چې دا اړخ ټینګار او هغه اړخ هم انکار کوي. د ناز او ادا دا اړیکه چې طالبانو له امریکا سره پيل کړې، د هغوی له خوا د دعا د لارې ورکېدا ښيي؟ ولې باید قوت او اقتدار بهر ولټول شي، نه دننه؟ ولې باید خلکو ته شا شي او له پردیو هیله وشي. ښه به نه وي، چې واکمنان د دې پرځای چې د امریکا، روس او چین درګاه ته لاړ شي، خلکو ته مراجعه وکړي او خپله غوښتنه له خلکو سره شریکه کړي.
خلکو ته مراجعه یعنې د ولس غوښتنې ته درناوی کول او هغه هم هله شوني دي، چې نه د یوه فرد یا یوه کس په توګه چې سیاسي وزن ونه لري، بلکې د یوه ټول شوي ځواک په توګه چې د مقام د شریکانو په توګه ګډون وکړي. یوازې هله شوني دي، چې د خلکو غږ واورېدل شي او غوښتنې یې د حاکمانو له خوا جدي وشمېرل شي. همداراز، یوازې هله شوني دي، چې خلک د نظر د اظهار وس ولري او په ډاډه خبره کړای شي او له دې لارې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه وزن پیدا کوي. هغه وخت به واکمنان واوري، چې خلک هم امنیت غواړي، هم ډوډۍ، هم لیک لوست او روغتیايي خدمات او تر ټولو مهمه دا چې خلک ازادي غواړي او د فشار او اختناق پای. د خلکو غوښتنې پېچلې نه دي، لکه د نورو هېوادونو د اوسېدونکو په شان عادي ژوند غواړي او دا چې څوک يې په متروکو ونه وهي. په پولیسي واکمنۍ څو ورځې غږ ټيټولی شي، مخالفتونه ځپلې شي، لاریونونه هم له منځه وړلی شي او نیوکې صفر ته ټيټولی شي، خو هېڅکله مشروعت نه شي موندلی.
د امریکا او هر بل هېواد واکمنان هغه وخت د یوې خاورې واکمنانو غوښتنو ته ارزښت ورکوي، چې د خلکو ترمنځ ځای ولري. هغه څوک چې د خپلو خلکو ترمنځ درناوی ونه لري، هېڅوک به یې درناوی ونه کړي. کورنی مشروعیت د بهرني باور ستن او نړیوال اقتدار دی. تر هغې چې د خلکو خوښي ترلاسه نه شي او د واکمنانو د رسمیت پېژندلو لپاره ټولنیز تړون ونه شي، د امریکا درګاه ته لاسونه اوږدول به ځای ونه نیسي او د هېڅ سستې واکمنۍ ستنې به غښتلې نه کړي.