د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې ایران ته پر ننوتو ترې د بیمې په نوم اضافي پيسې اخیستل کېږي. هغه کسان چې په تېرو درېیو میاشتو کې د کار او سوداګرۍ لپاره د درېیو پولو له لارې ایران ته تګراتګ کوي، وايي چې ایراني چارواکي ترې د بیمې په نوم په زور پیسې اخلي؛ په داسې حال کې هغه پاڼه چې کډوالو ته د پیسو په بدل کې د بیمې په نوم ورکول کېږي، په ایران کې بېاعتباره ده او د دغه هېواد د مسوولانو له خوا لرې غورځول کېږي.
د افغانستان او ایران ترمنځ درې دروازې فعالې دي چې هېوادوال ترې ایران ته د تګراتګ او سوداګرۍ لپاره کار اخلي. یو شمېر هېوادوال چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې پر دغو لارو تګراتګ کړی، وايي چې ایراني چارواکي ترې د بیمې په نوم شوکې کوي.
دا کسان ادعا کوي چې یوه پاڼه د ډېرو پیسو په بدل کې ورکول کېږي او په خبره یې، هغه بیا په ایران کې نه چلېږي. د هغوی په وینا، د بیمې پاڼې د نه چلېدو ترڅنګ، ایراني مسوولان له کډوالو د ورته نورو پاڼو په بدل کې هم ډېرې پیسې اخلي.
۸صبح ورځپاڼې ته د رسېدلو راپورونو په حواله، هغه کسان چې د ورېښمو پله له لارې ایران ته ځي، ترې ۸۵۰ زره ایراني تومانه چې شاوخوا ۹۳۵ افغانۍ کېږي، اخیستل کېږي. دغه راز د فراه شېخ ابونصر فراهي بندر کې بیا ترې ۶۰۰ زره تومانه چې ۶۶۰ افغانۍ کېږي او هغه کسان چې په هرات کې د اسلامکلا بندر له لارې ایران ته ځي، له هغوی بیا د بیمې په نوم ۵۰۰ زره تومانه چې معادل يې ۵۵۰ افغانۍ دي، اخیستل کېږي.
د نیمروز د مرکز زرنج اوسېدونکی یوسف وايي چې د ایران خاورې ته په دننه کېدو له مسافرو په زور پیسې اخیستل کېږي. د هغه په خبره، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په میلک پوله کې د «حافظ بیمې» په نوم یو شرکت جوړ شوی او له کډوالو د بیمې په نوم کلنګ اخلي.
یوسف وايي: «له دې وړاندې یې د کرونا له کارته پيسې اخیستلې، وروسته چې دا کارتونه بند شول، اوس راڅخه په زوره د بیمې په نوم پیسې اخلي. یو پاڼه ده چې په نوم بیمه ورکوي او له ځينو ۸۵۰ زره ایراني تومانه اخلي. که ډېر ورسره وچېړې ۵۰۰ زره تومانه اخلي او داسې کسان هم دي چې په پوله کې غالمغال کوي او پیسې نه ورکوي؛ خو داسې ډېره کمه پېښېږي. په ټوله کې باید د بیمې په نوم پاڼې لپاره پیسې ورکړو چې په ایران کې نه چلېږي او نه ارزښت لري.»
د ایران په میلک پوله کې له هېوادوالو د پیسو اخیستل او دې چارې ته د طالبانو بېپامي د دې لامل شوې چې د هرات په اسلامکلا کې هم کډوال ایران ته په ننوتلو سره د بیمې په نوم پیسې ورکړي.
محمد جمعه چې کال کې څو وارې د کاروبار لپاره ایران ته تګراتګ کوي، وايي چې له یوې نیمې میاشتې راهیسې ایران ته پر ننوتلو ترې د بیمې په نوم اضافې پيسې اخیستل کېږي.
محمد جمعه وايي: «یوازې له موږ افغانانو باج اخلي، کله د کرونا کارت په نوم او کله هم د بیمې په نوم. کله چې د اسلام کلا له لارې ایران ته دننه کېږو، وايي چې راشئ د بیمې پاڼه واخلئ او بیا لاړ شئ او ټول اړ دي چې دا پاڼه واخلي، که دا پاڼه وانخلي، هماغه د بیمې شرکت له ایراني پوځيانو سره لاس لري او کډوالو ته ستونزې جوړوي.»
محمد جمعه زیاتوي: «کاشکې بیا په ایران کې د دغې پاڼې په بدل کې افغانانو ته چوپړونه هم وړاندې کړي یا په ایران کې دننه ارزښت ولري. دا پاڼه په ایران کې بیخي بې ارزښته او ناچله ده.»
یو شمېر هېوادوال چې د فراه شېخ ابونصر فراهي بندر له لارې ایران ته تګراتګ کوي هم مني چې له یوې میاشتې راهیسې ایران ته پر ننوتلو ترې د بیمې په نوم کلنګ اخیستل کېږي.
طاهر د فراه یو اوسېدونکی دی او د افغانستان – ایران ترمنځ باروړونکی موټر چلوي. نوموړی وايي چې د هېواد له اوسېدونکو د ایران خاورې ته په ننوتلو باج اخیستل کېږي.
طاهر زیاتوي: «یو کارګر سړي ته یوه افغانۍ هم ډېره ده، له بده مرغه له موږ هره ورځ په بېلابېلو نومونو پیسې اخیستل کېږي. اوس چې د ایران خاورې ته دننه کېږو ۶۰۰ زره تومانه راڅخه اخیستل کېږي او نوم یې هم د بیمې ورکړی دی. د بیمې په نوم کومې پیسې چې راڅخه اخیستل کله کله یې پاڼه هم نه راکوي او وايي چې همدومره بسنه کوي.»
د فراه دا اوسېدونکی وايي: «په ایران کې د بیمې دا پاڼه ارزښت هم نه لري. کله چې ما یو ځل ټکر وکړ او ایراني پولیس ته مې د بیمې پاڼه وښوده، څيرې یې کړه. ویل یې چې دا هېڅ ارزښت نه لري.»
که څه هم په هرات او فراه کې طالبانو د ایران خاورې ته د ننوتو پر مهال له هېوادوالوڅخه د اخاذۍ په اړه راپورته شویو پوښتنو ته څه نه دي ویلي؛ خو په نيمروز کې د طالبانو د بهرنيو اړيکو څانګې استازى تاييدوي چې د بيمې په نوم له افغانانو ايران ته د ننوتلو پر مهال اضافي پيسې اخيستل کېږي.
دا اداره وايي چې د «حافظ بیمې» په نوم شرکت د یو افغان دی او د ایران حکومت سره په همکارۍ د یاد هېواد په خاوره کې له مسافرو کلنګ اخلي.