۸صبح، خوست: په خوست کې سیمهییزو سرچینو د طالبانو له خوا د خصوصي راډيوګانو د درېیو کارکوونکو له نیولو خبر ورکړی دی.
سرچینو سهشنبه د غويي پر ۴مه ویلي چې په خوست کې د درېیو محلي راډیوګانو د تفریحي خپرونو دري وړاندې کوونکي د دغه ولایت امر باالمعروف او نهی عنی المنکر ریاست ته تر احضارېدو وروسته د امنیې قوماندانۍ نظارتخونې ته لېږدول شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې دا کارکوونکي د خپرونو د خپراوي پرمهال د موسیقۍ خپرولو او له ښځو سره د ټیلیفوني اړیکې له کبله نیول شوي دي.
تر دې دمه په خوست کې ځايي طالبانو څه ویلي نه دی.
د یادولو ده چې له دې وړاندې طالبانو د دغه ولایت سیمهییزو رسنیو ته خبرداری ورکړی و چې په رسنیو کې هېڅ ښځه د دندې اجازه نه لري او رسنۍ دې په خپرونو کې د ښځو غږ نه خپروي.
طالبانو په خوست کې د رسنیو دا کارکوونکي داسې مهال نیولي چې تېره اوونۍ يې په کابل کې د بریا او نور خصوصي ټلویزیونونو خپرونې وځنډولې.
بل پلوه، په غزني کې بیا طالبانو د ازادۍ راډیو خبریال حبیبالرحمن تاثیر هم نیولی او تر اوسه یې برخلیک څرګند نه دی.