۸صبح، تخار: په تخار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو طالب د نشهیي درملو کارونې له کبله ساه ورکړې او دوه نور مسموم شوي دي.
سرچینو دوشنبه د غويي پر ۳مه ویلي چې دا طالبان بیګاه شپه د تخار مرکز تالقان ښار د چرمګیري په کلي کې په یوې میلمستیا کې مسموم شوي دي.
د سرچینو په خبره، دغو طالبانو په تخار کې د دې ډلې امنیې قوماندانۍ په یوې څانګه کې دنده لرله.
سرچینو ادعا کړې چې نوموړي کس د «ټابلېټ کا» کارولو له کبله ساه ورکړې ده.
بل پلوه، په تخار کې سیمهییز طالب چارواکي وايي چې دا کسان دغې ډلې پورې تړاو نه لري او د دغه ولایت اوسېدونکي دي.
په تخار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند مبین ساپي ویلي چې مړ شوی او دوه مسموم شوي کسان د چرمګیري اوسېدونکي و او په یوې میلمستیا کې د شپې ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي او اړوندو بنسټونو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې ۲۸ طالبان د بدخشان بهارک ولسوالۍ په مرکز کې د دغې ډلې دفاع وزارت پورې اړوند یوې پوځي پوسته کې پر چرسو د ککړو خوړو له خوړولو وروسته مسموم شوي و.