د پلازمېنې اوسېدونکي د پسرلي موسم په نېږدې کېدو سره هممهاله د ځمکې لاندې د اوبو له ټیټېدو یا کمېدو نه خبر ورکوي او وايي چې په کورونو کې د اوبو ډیرې نیمه ژورې څاګانې وچې شوې دي. یو شمېر کورنۍ چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، د اوبو له سیارو پلورونکو د پیسو په بدل کې اوبه اخلي او یو شمېر نور چې په یو څه لوړو او د غرونو په لمنو کې اوسېږي او د اوبو اخیستلو وس نه لري، د ښاري د اوبو نلونو او یا د جوماتونو په صفونو کې ولاړ وي. د پلازمېنې په یو شمېر سیمو کې د اوبو رسونې خصوصي شرکتونه هم د ځمکې لاندې د اوبو ټیټېدل مني او خپلو پېرېدونکو ته د اوبو رسولو په موخه له بدیلو لارو چارو له ګټې اخیستنې خبر ورکوي. د اوبو د څاګانو د کیندلو خصوصي شرکتونه هم وايي چې ډیری کورنۍ د تېر په پرتله د نویو او ژورو څاګانو د کیندلو هڅې کوي. د هغوی په خبره، د کابل په یو شمېر سیمو کې د تېرو دوو کلونو په پرتله د اوبو کچه، له پینځو تر لسو مترو پورې ټیټه شوې ده. طالبان بیا نېږدې راتلونکي کې کابل لپاره د اوبو رسونې د لویو پروژو له ګټې اخیستنې خبر ورکوي. د هغوی په وینا، د شاتوت بند او د پنجشیر سیند د پروژو په پلې کېدو سره به په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت ستونزې حل شي.
احمدالله د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی دی، چې د نیمه ژورې د څاه له اوبو نه د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د څاه اوبه ډېرې کمې شوې. کله چې له څاه ډېرې اوبه راوباسو، په ډولچه کې خټه راپورته کېږي. خو کله چې باران وشي، بیا د اوبو کچه پورته کېږي.» احمدالله وايي: «هغه کورنۍ چې د ښاري نلونو له اوبو کار اخلي، ښه ده تر اوسه شکایتونه نه کوي.»
ډیری مهال د پلازمېنې لوړې سیمې د اوبو له کمښت سره مخ شوې دي، له ډلې یې د امید سبز ښارګوټی، د دهمزنګ غر، کارته پروان او د کابل لوېديځې سیمې. میرزامحمد، د کابل ښار د کارته پروان اړوند د «دهن نل» سیمې اوسېدونکی دی. د نوموړي کور د غره په لوړه کې دی او د دولتي نل له اوبو ګټه اخلي. نوموړی وايي: «زمونږ په سیمه کې یو نل دی او ۶۰ کورنۍ ترېنه ګټه اخلي. اوبه وچې شوې. اوسمهال د څو محدودو دقیقو لپاره سهار او ماښام اوبه راځي. مونږ ټول په نوبت اوبه اخلو. هر څوک او بخت یې، د اوبو جریان منظم نه دی. یوه ورځ کمې بله ورځ ډېرې راځي.»
د دې سیمې اوسېدونکي د څښلو اوبه او غیر څښلو اوبو په برخه کې خپلې اړتیاوې د غره له کښته کورونو او جوماتونو پوره کوي. هغوی زیاتوي چې دې سیمې ته دولتي اوبه د کابل له پغمان ولسوالۍ نه راځي. د هغوی په خبره، په دې وروستیو کې د اوبو جریان ډېر کم شوی دی او د هغوی ستونزې نه شي حلولی. د کابل د دغې لوړې سیمې اوسېدونکي اړ دي څو سلګونه متره واټن ووهي او د دولتي نل او جوماتونو ته نېږدې په صفونو کې د اوبو لپاره نوبت ونیسي څو د خپلو کورونو لپاره اوبه یوسي. هغوی د اوبو رسونې ریاست له چارواکو غواړي چې د اوبو سیستم منظم کړي څو د اوبو په برخه کې د هغوی ستونزې حل شي.
ظاهرا د ژمي د واورې اورښت هم ونه شوای کړلای د پلازمېنې د اوبو کمښت ستونزه حل کړي. په کابل کې د اوبو د کچې ټیټېدل ستونزه هم مهاله په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو سره رامنځته شوې او د پلازمېنې اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.
د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي هم له ورته ستونزې سر ټکوي. هغوی وايي په تېرو دوو کلونو کې په دې سیمه کې د اوبو کچه تر لسو مترو ټیټه شوې ده. د کابل په دغه لوېدیځه برخه کې ډېرې کورنۍ د څښلو اوبه د پیسو په بدل کې اخلي.
ورته مهال، د اوبو رسونې خصوصي شرکتونه هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د کچې ټیټېدل مني او وايي چې د ژورو څاګانو اوبه هم کمې شوې دي او د هغوی د پېرودونکو اړتیاوې نه شي پوره کولای. د دغو شرکتونو مسوولین دا مهال د ژورو څاګانو د بدیل په لټه کې دي او هڅې کوي چې له لیریو سیمو له هغې ډلې پغمان ولسوالۍ نه د کابل ښار ناحیو ته اوبه ورسوي.
د ژورو څاګانو د کیندلو شرکتونه بیا د خپلو کارونو له پراختیا خوښ برېښي. په کابل کې د اوبو د څاه کیندلو د خصوصي شرکتونو یو مالک وزیرګل، وايي چې ډېرې د اوبو څاګانې د کابل ښار په پینځمه، شپږمه او اوومه ناحیو کې وچې شوې دي او د ګټې اخیستنې وړ نه دي. وزیرګل وړاندې وايي: «خلک غوښتتنه کوي چې تر ۹۰ مترو پورې ژورې څاګانې ورته وکیندو. دغه سیمه ډېرې ډبرې لري. او له ۶۰ تر ۷۰ مترو پورته د برمې وس نه پرې رسېږي.» دغه څاه کیندونکی وايي چې د کابل چهاردهي سیمې لس کاله پخوا د ځمکې لاندې په ۱۵ مترۍ کې اوبه درلودې، خو اوس په دې سیمه کې د اوبو کچه تر ۳۵ مترو پورې ټیټه شوې ده.
د انرژۍ او اوبو وزارت شمېرنې ښيي چې کابل ښار په کلني ډول ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبو ته اړتیا لري، خو د دغه مقدار په کتو د هغه جذب او تولید څو واره ټیټ دی.
په پلازمینه کې د څښلو اوبو پلورل
د کابل اوسېدونکي په تېر یوه کال کې د ښاري نل له اوبو او برمه یي څاګانو نه د ګټې اخیستنې تر څنګ، له خصوصي شرکتونو نه د څښلو اوبو اخیستلو ته هم مخه کړې ده. ډېری وګړي له موټرسایکل نه په ګټې اخیستنې سره د اوبو ذخیرې له ځانه سره لېږدوي او د پیسو په بدل کې یې کورنیو باندې وېشي. یاد کسان د «تصفیه شویو» اوبو تر نوم لاندې د څښلو اوبو هر لیتر په یوې افغانۍ پلوري. اړمنې کورنۍ په ورځني ډول لسګونه لېتره اوبه له یادو شرکتونو اخلي څو خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي.
پلازمینه کې د اوبو د کمښت ستونزې لپاره د طالبانو هڅه
سربېره پر دې، طالبان په پلازمېنه کې د اوبو رسونې د دوو لویو پروژو له ژر پلي کېدو خبر ورکوي. د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت د ځمکو لاندې د اوبو د سرچینو رییس، عزیزالرحمن عزیز رسنیو ته ویلي دي چې د پلازمېنې د اوبو د کمښت ستونزې حلولو لپاره یاد وزارت دوه لویې پروژې تر لاس لاندې لري چې د للندر له سیند (د شاتوت بند) نه د اوبو رالېږدول دي او دغه راز د پنجشیر له سیند نه د اوبو د لېږد پروژې دي.
عزیزالرحمن عزیز ویلي دي: «هغه پیپ چې له پنجشیر نه اوبه رالېږدوي، هغه پروژه ده. دا یوه لویه پروژه ده، وړه پروژه نه ده. د یادې پروژې ارزښت له ۱۲۰ نه تر ۱۵۰ میلیونو ډالرو اټکل شوی دی. د دې پروژې له لارې مونږ شاوخوا درې تر څلور متر مکعب اوبه رالېږدولی شو چې په کلني ډول تر ۱۲۰ میلیون متر مکعب اوبه کابل ښار ته لېږدلای شي.
د شاتوت د بند کار په ۱۴۰۰ ه لمریز کال کې د هېواد پخواني جمهور رییس محمد اشرف غني په حکومت کې پیل شو. د دغې پروژې لګښت د هند دولت له لوري ورکول کېږي چې لګښت یې شاوخوا ۲۸۶ میلیون ډالر اټکل شوی دی. دغه بند د اوبو لګولو لپاره پينځه کانالونه لري چې د دغو کانالونو یو یې د څښلو اوبو لپاره په پام کې نیول شوی دی. د یاد بند په ګټې اخسیتنې سره د کابل ښار شاوخوا دوه میلیونه وګړي څښلو اوبو ته لاسرسی مومي. تر اوسه لا روښانه نه ده چې یاد بند څه وخت ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. دغه راز کابل ته له پنجشیر سیند نه د اوبو لېږدول هم د یوې طرحې په بڼه ده او عملي کار یې نه دی پیل شوی.
اقلیمي بدلونونه
د پلازمېنې اوسېدونکي په داسې حال کې د ځمکې لاندې د اوبو له کمېدو شکایت لري چې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د ارزونو پر بنسټ، کابل او 19 نور ولایتونه د اقلیمي بدلونونو له بدو پېښو سره مخ دي. د ځمکې لاندې د اوبو کمښت یا ټیټیدل، د سېلابونو راوتل، د ګرمۍ درجې لوړتیا، د اورښتونو کمښت او د هوا د رطوبت بدلون، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له نښو څخه دي. په تېر یو کال کې د هېواد ډېری ولایتونه د شدیدو سېلابونو راوتلو، د ګرمښت درجې لوړېدا، بې وخته اورښتونو او د ساړه ژمي شاهدان وو. یادې نښې عملا له اقلیمي بدلونونو نه د افغانستان اغېزمنتیا ښيي.
له بل پلوه، د طالبانو د انژرۍ او اوبو وزارت هم د پلازمېنې د ځمکې لاندې د اوبو د ۵۰ سلنې کمښت مني. د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د کابل د ځمکې لاندې اوبه دا مهال ۵۰ متر مکعبو ته کمې شوې دي چې د دې ولایت د څه باندې پینځه میلیونه وګړو ته بسنه نه کوي.
له اوبو بېځایه ګټه اخیستنه
د وګړو زیاتوالی او د ځمکې لاندې له اوبو نه په بې ځایه ډول ګټه اخیستنه د ځمکې لاندې د اوبو د کچې د کمېدو دوه لوی لاملونه بلل شوي دي. د کابل ډېری اوسېدونکي له پاکو اوبو نه په ګټې اخیستنې سره خپلې کرنیزې چارې هم پر مخ وړي او له دغو اوبو نه د جامو، موټر، د کور وسایلو او نورو مینځلو لپاره هم ګټه اخلي. په داسې حال کې چې د چاپېریال ساتنې شنونکي پر دې باور دي چې د ځمکې لاندې له اوبو نه دې یوازې د څښلو لپاره ګټه واخیستل شي.
څېړنو ښودلې ده چې د ځمکې د کرې ۷۱ سلنه اوبه جوړوي. له دې یوازې یوه سلنه یې خوږې اوبه دي چې د ځمکې لاندې دي. د چاپېریال ساتنې شنونکي له خلکو غواړي چې د ځمکو لاندې له خوږو اوبو نه یوازې د څښلو لپاره ګټه واخلي او د نورو اړتیاوو د حل لپاره دې د ځمکې پر مخ له اوبو لکه، لښتیو، د باران له ذخیره شویو اوبو او نورو نه ګټه واخیستل شي. دا په داسې حال کې ده چې ۹۰ سلنه هېوادوال د اوبو اړوند خپلې اړتیاوې د ځمکې له لاندې له سرچینو پوره کوي.
افغانستان پنځه د اوبو حوزې، ۲۵ لوی سیندونه او څه باندې ۱۰۰ واړه سیندونه لري. په کلني ډول د دې هېواد په جغرافیه شاوخوا ۷۵ میلیارده د سیندونو اوبه تویېږي. خو د هېواد اوسېدونکي یوازې ۲۰ میلیارده متر مکعب اوبو نه ګټه اخلي او نورې یې ګاونډیو هېوادونو ته په وړیا توګه ور روانې دي. سره له دې چې افغانستان د اوبو له اړخه غني دی، خو د ثابت سیاسي نظام او په کار پوه خلکو د نه شتون، یو اړخیز مدیریت او په دې برخه کې د پانګې اچونې د نه شتون له امله نه شي کولای څنګه چې لازمه ده، له سرچینو ګټه واخلي.
وچکالي او پایلې یې
وچکالي، په افغانستان کې ټولشموله ناورین دی. د پلازمېنې سربېره، د هېواد ډېری نور ولایتونه هم د وچکالۍ، د ځمکې لاندې او د سیندونو د اوبو د کچې د ټيټېدو له ستونزو سره مخ دي. هرات کې د یوې څېړنې اروزنه ښيي چې په دې ولایت کې د ځمکو لاندې د اوبو کچه د لسو کلونو په پرتله شاوخوا 30 سلنه ټیټه شوې ده. دغه څېړنه د هرات د یو شمېر زده کړیالانو او ښوونکو له لوري ترسره شوې ده. د دغې څېړنې له مخې، که چېرې د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو مدیریت په سم ډول ونه شي، د هرات اوسېدونکي به تر راتلونکو لسو کلونو پورې د اوبو د کمښت له جدي ناورین سره مخ شي.
له بل پلوه، اوبه د ژوند د دوام لپاره د طبیعت یو له څلورو اساسي عنصرونو دي. د ځمکې لاندې اوبو نه په غلطه ګټه اخیستنه د دې لامل کېږي چې د ځمکو لاندې د اوبو برخې تشې او دا امر د ځمکې د کچې د یو شمېر برخو نړېدلو لامل شي. دغه راز د اوبو کمښت کلیوالي ژوند له ګواښ سره مخ کوي، کښتونه له منځه وړي، کاري فرصتونه کموي، په هېواد کې د بې وزلۍ او د خوړو ناامني پراختیا ومومي په ټوله کې د اقلیمي بدلونونو نه اغېزمنو ولایتونو اوسېدونکي کورنۍ کډوالۍ ته مخه کوي.
سربېره پر دې، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزمنو سره د مبارزې لپاره لاس په کار شوي دي. د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کنټرول، د اوبو له سرچینو نه سمه ګته اخیستنه، د کرنې کنټرول، د عامه پوهاوي پیغامونو خپرول، لنډ مهاله او اوږد مهاله پاليسيو جوړول هغه اقدامات دي چې د دغو هېوادونو له لوري تر لاس لاندې نیول شوي دي. افغانستان کې بیا د سیاسي ثبات او د مشروع حکومت نه شتون له امله، بې وزلي او هغه ستونزې چې هېواد ورسره مخ شوی دی، د اقیمي بدلونونو د منفي اغېزمنو سره د مبارزې لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده ترسره شوې. طالبان چې دا مهال د دولت حاکمیت په لاس کې لري، هم د دغې نړۍ شموله پدیدې سره د مبارزې لپاره ځانګړی اقدام تر لاس لاندې نه دی نیولی.