۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو په برخه کې کار روان دی.
دوجاريک دا څرګندونې دوشنبه د وري پر ۲۰مه، په یوې خبري ناسته کې کړې دي.
د هغه په خبره، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په هکله کوم مشخص مهالوېش نشته.
ملګرو ملتونو د تېرکال په ډېسمبر میاشت کې یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې له مخې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې وه.
طالبانو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د اضافي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې د یوناما په حضور کې د نوي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.
د هغه په خبره، د سيمې هېوادونه بايد له طالبانو سره د «مثبت تعامل د ډېرولو او دوام» لپاره سيمهييزې مشورې ترسره کړي.